کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ډانفورډ : د هيواد ۷۰ سلنه خاوره د امنيتي ځواکونو تر واک لاندي ده
د امريکا د پوځ مشر جوزېف ډانفورډ

ډانفورډ : د هيواد ۷۰ سلنه خاوره د امنيتي ځواکونو تر واک لاندي ده

نن ټکی اسیا (جمعه ، تلې ۲، ۱۳۹۵ل):د امريکا د پوځ مشر جوزېف ډانفورډ وايي افغان ځواکونه د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره واکمن دي.

جوزېف ډانفورډ د سنا د امنيتي خدمتونو کمېټې ته يادي څرکندوني په يوه غونډه کې کړي.

ډانفورډ د سنا د امنيتي خدمتونو کمېټې ته په غونډه کې دا هم منلي چې د هيواد پاته ۳۰ سلنه برخه د دولت د مخالفو وسله والو په واک کې ده.

نوموړي زياته کړې چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو کاميابي هغه مهال شونې ده چې امريکايي سرتيري په هر ډګر کې ورسره مرستي جاري وساتي.

شنونکي د ډانفورډ يادو څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او زياتوي چې د هيواد تر ۵۰ سلنه زياته برخه دا مهال د دولت د مخالف وسله والو تر واک لاندي ده.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ