افغانستان

طالبانو د خپلو تلفاتو په تړاو د م-م خپور کړی راپور یو لوریز او پروپاګند وباله

نن ټکی آسیا: د ملګرو ملتونو له لوري په نوي خپور شوي راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو تلفات د تېرو کلو په نسبت درې برابره زیات شوي دي.
د ملګرو ملتونو له لوري دغه ځانګړی راپور د افغان حکومتي او ناټو د سرچينو د احصائیو پر بنسټ برابر او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوی، چې د افغان امنيتي ځواکونو د برياوو پر یادونې سربېره د طالبانو د بېساره زیاتو تلفاتو د اوښتولو ادعا پکې شوې.

طالبانو د دې راپور په غبرګون کې ویلي : « موږ  دغه يو لوريز او له واقعيته لرې راپور په کلکه ردوو ،  د جهاد په لاره کې قربانۍ ورکول زموږ لپاره د افتخار وړ دي ، هر مجاهد د شهادت په ارمان له يرغلګرو او مزدورانو سره يې جهاد کوي ، خو د مجاهدينو په اړه  کوم ارقام چې دملګرو ملتو په راپور کې ورنه يادونه شوې بالکل ناسم او د دښمن د هغه پروپاګند په استناد تهيه شوي چې په ورځنيو تبلیغاتو کې  يې زموږ په ضد خپروي او ادعایې کوي.  »
دوی همداراز زیاته کړې ، چې د بهرنیو او افغان ځواکونو د بریدونو اکثره قربانیان ملکي وګړي دي. ددوی په وینا حکومتي ځواکونه په زیاترو سېمو کې په یوه او بله پلمه بې ګناه ملکي وګړي ځوروي او بندیانوي او بیا یې د پیسو په بدل کې بېرته خوشي؛چې نن – سبا یې د یوې سوداګرۍ او معامله ګرۍ بڼه خپله کړې.

================================================================

 

د ملګروملتونو د وروستي راپور په اړه  د اسلامي امارت اعلامیه

د ملګروملتونوسازمان تیره ورځ  راپور خپور کړ چې له مخې یې په افغانستان کې  د امریکايي اوداخلي ځواکونو لخوا د سږکال په عملیاتو د ۱۲۰۰۰مجاهدينودشهیدانولو، زخمي کولو او نیولو  ادعاء شوې وه .

موږ  دغه يو لوريز او له واقعيته لرې راپور په کلکه ردوو ،  د جهاد په لاره کې قربانۍ ورکول زموږ لپاره د افتخار وړ دي ، هر مجاهد د شهادت په ارمان له يرغلګرو او مزدورانو سره يې جهاد کوي ، خو د مجاهدينو په اړه  کوم ارقام چې دملګرو ملتو په راپور کې ورنه يادونه شوې بالکل ناسم او د دښمن د هغه پروپاګند په استناد تهيه شوي چې په ورځنيو تبلیغاتو کې  يې زموږ په ضد خپروي او ادعایې کوي ، موږ د دغه ارقامو د ردولو ترڅنګ داخبره هم ښکاره کول غواړو چې بهرني يرغلګر  او کورني مزدوران يې  زموږ په هیواد کې سيمیز بې دفاع خلک ،په آسانۍ سره  په ورځ او شپه کې له کورونو راباسي ، په ډليز ډول يې  زندانونو ته استوي او په تبليغاتو کې دمجاهدینو په نامه  تري يادونه کوي،همدارنګه دکابل اداري فاسد چارواکي ولسي وګړي ددي لپاره هم زندانو نو ته اچوي چي بیا یې بیر ته دپیسو په بدل کې خو شي کړي او دا سلسله  اوس په زندانو نو کې د هغوئ لپاره یوه تجارتي   دنده ګرزیدلې ،که ازاده سروې ترسره شي  معلومه به شي چې په بندیخانو کې پراته خلک مطلق اکثريت ېې  بي دفاع ولسي کسان دي ، چې  دبې بنسټه تورونو په اساس نيول شوي ، بنديان شوي او دمجاهد نوم پرې ايښودل شوی ، همدارنګه په دي را پور کې ویل شوي چي مجاهدینوپه تیر کال کې فتوحات نه دي کړي ، موږپه دي اړه په وضاحت سره وایوچې په روان کال کې مو ډیرې پرا خې سیمې ددښمن له حضور څخه پا کې کړې دي  چې دبدخشان ، غزني ، فاریاب ، هلمند ، کونړ ،فراه نورستان،ننګرهار،لوګر،زابل او سرپل په ولایتونو کې  دو لسوالیواویاهم پراخوسیمو په فتح کولو خپله دښمن هم اعتراف کړی ، هرڅوک یې ویني چې دښمن مو په لویونظامي اډو ،ولایاتواو دولسوالیو په مرا کزو کې دمحا صري په حالت کې دکانګریټي دیوالونوشاته دویري شپې سبا کوي اوورځ تر بلي دمحاصرې کړۍ ورباندې تنګیږي،  دملګرو ملتو سازمان په لوي حيثيت باید دغه ډول يو لوريز او په افواهاتو ولاړ راپور خپور نه کړي چې له عيني واقعاتو او حقائقو سره په تضاد کې وي ، د دغه راپور نه موخه  دمجاهدينو په ضد له دښمن سره  په تبليغاتو کې مرسته کول دي؛ ځکه  په راپور کې په دې خبره اعتراف شوي چې  د امریکايي او کابل ادارې  اړوندو ارګانونو لخوا دمعلوماتو ورکولو په اساس تهیه شوی ، موږ داهم په ډاګه کوو چې د دغه راپور  په تهيه يا اقلا سپناوي کې  دمجاهدينو سره هيڅ ډول تماس نه ده نيول  شوي اونه  يې په اړه زموږ نظر غوښتل شوی  ، دغه ډول اقدام پخپله څرګندوي چې راپور  د دښمن  دادعاوو په اساس  د هغوئ دمورال ساتلو په غرض  ترتيب شوی او د خلکو د تيرايستلو هڅه پکې شوي .

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۵/۱/۱۶هـ ق

۱۳۹۲/۸/۲۸هـ ش ــ 2013/11/19م

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x