کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / له امریکا سره سوله د عقل،نقل او عاطفې تر منځ

له امریکا سره سوله د عقل،نقل او عاطفې تر منځ

قاري حبیب

د مؤمنو انسانانو په حیث زموږ کردار په ټوله کې له دریو مراجعو څخه فرمان اخلي. الهي شریعت، عقل او عواطف. شریعت یادیني لارښوونې انسان ته د الله تعالی له لوري ابلاغ شوي او د پیغمبر علیه السلام په توسط ورته رسیدلي هدایات دي چې انسان يې په تعین او تقرر کې کوم نقش نلري. اما عقل او عواطف انساني جواهر دي چې دانسان په بدن کې حلول او تقرر لري.

عقل د انسان په بدن کې هغه قیمتي جوهردی چې له امله یې انسان له نورو حیوانات رابېل او د مکلف مخلوق مقام ته لوړ شوی دی. عاطفه یا احساس د انسان په وجود کې یوه بله قریحه ده چې د انسان ژوندته تحرک او تلون ورکوي او انسان د همدردۍ،مینې، صله رحمي،ایثار او دغسې نورو عاطفي کړنو په کولو مجبوروي که څه هم عقل یې تقاضا نه کوي.

په اصل کې عقل او عاطفه د انسان لپاره دوه وزر دي چې په برکت یې انسان کولای شي د حیواناتو له ټولي څخه پرواز وکړي او د اشرف المخلوقات مقام ته پورته شي. ددې پرواز په لړ کې عقل انسان ته د منطقي ادارک، تحلیل او محاسبې ځواک ورکوي او عواطف ورته هیجان، تحرک او ولوله ورکوي تر څو د انسانیت په مزله کې ستومانه نه شي.

خوعقل او عواطف که هرڅومره قیمتي جواهر دي اما الله تعالی د انسان د رهبرۍ ټول واک دوی ته نه دی سپارلی. بلکې د انساني عقل او عواطفو د توجیه او رهنمایي لپاره یې شریعت رالیږلی دی.د انسان د عقل تر ټولو لومړنۍ او تر ټولو مهمه وظیفه دا ده چې شارع ( الله تعالی) او شریعت وپیژني، حقانیت یې درک کړي او بیا د شریعت په رڼا کې د عقل او عواطفو په وزرونو دانساني اعتلاء په لوري پرواز وکړي.

له معتزله وو پرته د نورو مؤمنانو عقیده دا ده چې د افعالو حسن او قبح ( ښه والی او بدوالی) شرعي دی.یعني د انسان په تګلوري ټاکلو کې تر ټولو مهم رول د شریعت دی، شریعت چې کوم څه ښه یا بد وبلل هغه همداسې دي اګر که انساني عقل یا عاطفه ور باندې بالعکس حکم کوي. مثلا د واده کړي مکلف زناکار انسان په ډبرو وژل یا رجم د شریعت له نګاه یو ښه او لازم عمل دی اما د ځینو خلکو انساني عاطفه حکم کوي چې دا سخت زړي او قساوت دی. دلته چې عاطفه چې له شریعت سره په مقابل کې دریږي عاطفه ناچله بلل کیږي ځکه تر ټولو ټاکوونکی لارښود شریعت دی چې د افعالو ښه والی او بدوالی ټاکي.

راځو له امریکایي طاغوت سره د جنګ اوسولې مسئلې ته. کټ مټ د رجم یا سنګسار د مسئلې په شان د امریکایي طاغوت په خلاف جهاد هم د ډیرو له انده د شریعت،عقل او عاطفې تر منځ په یوه متناقض فیها قضیه بدل شوی دی. ځکه: شریعت وایي جهاد فرض دی.امریکا او صلیبي ملګرو یې په افغانستان او نورو اسلامي خاورو یرغل کړی دی، د محاربو کفارو د مسلح تجاوز په صورت کې په نر او ښځه. غلام او ازاد ټولو مؤمنانو باندې جهاد فرض عین ګرځي ځکه د مسلمان یوه مکلفیت همدا دی چې د الله تعالی ددښمنانو په مقابل کې قتال وکړي او مستضعف مؤمنین د کفر او کفارو له شر او تلوث څخه وساتي. نو بناء د کفر په مقابل کې جګړه ښه عمل دی او کفارو ته سرټیټی که څه هم د سولې په عنوان وي قبیح عمل دی.

عقل وایي: امریکایان ډیر په قوت کې دي، په سیاست، اقتصاد،نظامي ځواک،تکنالوژۍ او نورو ډګرونو کې ورسره د مسلمانانو ځواک د پرتلې وړ نه دی. بله دا چې په جګړه کې مؤمنانو ته شاید ډیر زیان ورسیږي او وځپل شي که خبره د عقلي محاسبې شي نودا جنګ ګټلی نه شي نو ځکه ښه داده چې لاس ترې واخلي.

عاطفه وایي: جنګ دې ورک شي رنګ دې ورک شي. موږ سوله غواړو. په هرصورت او هر قیمت یې غواړو، جنګ د انسانانو کار نه دی،د دنیا ټول مادي او معنوي ارزښتونه که راجمع کړې بیاهم په دې نه ارزي چې د ګټلو لپاره یې یو څاڅکی وینه تویه شي.له ادمه تردې دمه واقعي انسانان یوازې منډیلا، ګاندي او غفار خان وو چې د عدم تشدد په نظریه یې باور درلود. امریکایان که دمخ په یوه خوا څپیړه درکوي ته باید ورته بله خوا واړوې او ورته ووایې چې یوه بله څپیړه مې هم ووهه. دامریکایانو په خلاف جنګ د انساني عاطفې له رویه سوچ ناروا او قبیح عمل دی.

پایله

اوس نو اساسي سوال دادی چې په دغسې دری لارې کې د واقع کیدو په مهال به سړی څه کوي؟ هغوی چې په دین باور نلري او یا هغوی چې باور ورباندې لري خو یوازې په تذکره کې د مسلمان لیکلو تر حده . نور په دې عقیده نلري چې د انسان د رهنمایي تر ټولو اساسي او مهم ترین لارښود دین او شریعت دی. دغه وړ بي دینه کسان چې هر څه کوي او په هره تله یې تلي هغه د دوی کار دی زما خبره دوی ته متوجه نه ده.

اما هغه کسان چې په دین واقعي باور لري او دین ورته د لارښوونې تر ټولو عالي سرچینه بریښي. هغوی د شریعت له نګاه مکلف دي چې د شریعت، عقل او عاطفې د تناقض په صورت کې یوازې د شریعت ومني او بس. ځکه له دیني لیدلوري له صریحو شرعي لاښوونو سره د تقابل په صورت کې عقل او عاطفه دواړه ناچله ګرځي.

دا چې نن سبا ډیر د جهاد او اسلام پروني دعوه داران وینو، هغوی چې ځانونه اسلامپال هم بولي او بیا هم د سولې په عنوان اشغالګرو ته د یوه طرفه تنزل او تسلیمۍ لپاره تبلیغاتي مبارزه کوي. ددې اساسي علت دادی چې دوی دغې قضیې ته اساسا د شریعت له عینکو نه دي کتلي. دوی ورته د عواطفو، وطن پالنې، نشنلیزم او عدم تشدد دمردودې فلسفې له عینکو ګوري. نو ځکه د الله تعالی بندګان د بیرغي کفر په وړاندې له فرض عین جهاد څخه بې چون و چرا لاس اخیستلو ته هڅوي.

دغسې بګیلو او مورال بایللو اسلامپالو ته به ووایو چې په خپلو ایمانونو وویریږي. اوسنۍ مرحله د افغانستان د روان جهاد په ترڅ کې تر ټولو سخته مرحله ده.کفارو موږ په یرغل، توپ او ټانګ مات نکړای شوو. مګر د تبلیغاتي او رواني چاپیریال سازۍ او تهاجم په توسط یې د ډیری اسلامپالو پښې ولړزولې. هغوی چې په ۲۰۰۳ م کال کې د امریکا د پنځه زره سرتیرو په وړاندې د جهاد کول فرض عین بلل اوس د امریکا د شل زره سرتیرو اوګڼو پخو اډو په مقابل کې وسله ایښودل جائز بولي.

دلته پوښتنه دا راپورته کیږي چې ددې پنځلس کلن جهاد هدف او فلسفه بالاخره څه وه؟ ولې وشو او ولې پای ته ورسول شو؟؟

په پای کې د ملا محمد عمر مجاهد هغه خبره را تکراروم: چا چې له دین سره جفا او خیانت کړی دی لوی خدای له ذلت او رسوایي سره مخامخ کړي دي.

نو له ذلته ځانونه وساتئ!


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    په قرآن کی فرمایی:یایهاالذین آمنولاتتخذوالیهودوالنصراولیاء م بعضهم اولیاءبعض ط ومن یتولهم منکم فانه منهم. ان الله لایهدی القوم الظلمین ۵۱(۵ الماءده ۵۱)معنی(ای مؤمنانومه جوړوۍ یهود او نصارادوستان ځنی د دوی دوستان دی دځنو اوڅوک چه دوستان نسی دوی له تاسونه بیشکه هغه له دوی نه دۍ بیشکه الله نکوی هدایت قوم دظالمانوته. نواقتدار یارصاحت لا اول دتڼی منافق اوافغانی قاتل ملګری وکړه اوس داشرفغنی منافق متحد جوړسو وګورو چه الله پردی دنیاڅه ذلالت ور په برخه کوی آخرت خو ډیرسخت عذاب دۍ

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    اۍ دافغانستان اوپاکستان ځوانانو
    عمران خان اودهغه ډ له اونورسیاسی رهبران تاسی صحیح نسی پوهولای دوی دخپلوملکودعوامو په ژبه او سویه نه دی خبر فقط ناری وهی چه غله دی دملک پیسی یی غلاکی زه اوس ستاسوپه ژبه خبری کول غواړم د مملکت مالیات(ټکس) غلاکول خویوجرم د ۍ، ډ یرلوی جرم خو د ملکه پیسی ایستل دی د ا خو یو نواز نه وړی د ده ټول وزیران اود حکومت مشنری غله دی وبل ملک ته د پیسوا یستل څونقصه لری : ۱. د مملکت زرمبادله ټیټیږی مثلاًدضیاءالحق شهید په وخت کی ۱ډالر په ۱۴روپۍ وو اوس په ۱۰۲روپۍ دۍ معنا که هغه وخت یوشۍ په ۱۴ رانیول کیدۍ اوس په ۱۰۲ رانیول کیږی ولی چه دروپۍ ارزښت کښته دۍ داتنها دمسلیم لیګ او پیپلز د ۳۰ کالو دملکه د پیسوداستلوسبب دۍ په هره اندازه چه دروپۍ قیمت کمیږی په هغه اندازه نرخونه پورته کیږی دعوامود توانه وزی د دوی هیڅ نه خرابیږی ولی د دوی کاغذتشناب لاد یورپ اوامریکاڅخه راځی مګر دعواموکور خرابیږی. ۲ . په یورپ او امریکاکی خلګ داتحادیو په شکل کارخانی جوړوی دکارخانی دجوړیدو اومصارفوسټیتمنټ (صورت حساب) اودعوایدواوګټی صورت حساب بینک ته ور ښکاره کوی بینک قرضه ورکوی یقین وکۍ چه اکثره پیسی زموږ دغلوحکومتودی زموږ ځوانان بیکاره بی روزګاره ګرزی دملک په پیسو یی دغلوحکومتو په سبب داروپااوامریکا اوعماراتو ځوانان په کار لویدلی دی. ۳ . زه نه پوهیږم دوی خواکثره وخت خارج ته ځی دوی چه داملکونه وینی په خپل ملک نه شرمیږی که چیری زموږ په ملکوکی صحیح حکومتونه راسی موږډیر طبعی وسایل لرو دوی هیڅ هم نه لری شپه اوورځ بارا نونه دی مځکی یی حاصل نه کوی ولی چه د لمر دنعمته محرومی دی فقط اوسیدونکی یی عالمان اودخپلو حقوقوخبردی نواز اوزرداری غوند غله یوه ورځ هم حکومت نسی ځنی کولای. ۴ . زمامشوره عمران خان اونورو وطن پرستوته داده چه د فیفل اومسلیم لیګ ځوانان وه پوهوی چه دازموږ ګډملک دۍ راځۍ چه په ګده داغله اودبیګانوو ایچنټان پسی واخلو،ترڅوبه ددی غلو ترغلامۍ لاندی ژوند کوو،زه نه پوهیږم چه دمسلیم لیګ اوفیفل ځوانان داغله نه پیژنی که زموږ په ملکوکی څوک ډ یری پیسی هم ولری چه د دنیانورښایسته ملکونه ووینی د خپل ملک پاچاهی هم خوند نه ورکوی،د وطن پرستو ځوانانومی خواهش دادۍ چه دازمامقال په اوردو،اوفارسی ترجمه اواخبارته یی ورکی چه نور اوردو اوفارسی زبانه ځوانان هم دپیسووبل ملک ته وړلوپه نقص پوه سی.
    ۲۲،۹،۲۰۱۶عبدالواحد اڅګزۍ