مناجات: باداره ! دغه جنګ دې…

dua1د مبارکي روژې  د وروستۍ لسیزي درشل ته :

باداره! دغه جنګ دې …

مـــــــــــــــــــوږ نه ذليلــــــــــوي .

باداره! دغه جنګ دې …

مــــــــــوږ نــه شـــــــــــــــرمــــــــــوي.

باداره ! دغه جنګ دې…

زمـــــــــــــــــــوږ خپلـــواکـــــۍ نه اخلي .

باداره! دغه جنګ دې …

زمــــــــــــــــــــــــــوږ په تلپاتې زیان نه اوړي .

باداره! دغه جنګ دې …

بیا هېڅکلـــه پــــر مـــــــــوږ نــــــه تحمیــــل کــېږي .

باداره! دغه جنګ دې …

زموږ ځمکنۍ بشپړتیا (ارضي تمامیت) ته ګواښ نه پېښوي .

باداره! دغه جنګ دې …

زموږ پر کوچني وطن (لر او بر افغانستان) او لوی وطن (اسلامي اُمت) بیا نه رادرومي .

باداره! دغه جنګ دې …

زموږ د یونیم ملیون پخوانیو او همدومره (یا تر دې هم زیاتو) اوسنیو شهیدانو وینې نه ضایع کوي.

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ کونډې د پېښور،کوټي،پنجاب،تهران ،آسیا،آسترالیا،اروپا او امریکا په بازارو کي نه نیلاموي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ د یتیمانو سرپرستي نه اخلي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ اجدادو (نیکونو) او اخلافو (پاته شونیو) ته د غلامۍ تور داغ په ټنډه نه لګوي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ یوه لویشت پاکه خاوره د پردیو ځناورو،سړیخورو او ښکیلاکګرو استوګنځی نه جوړوي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ واګې د خېټورو، ځانپالو او ماده پالو په لاس نه ورکوي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ دیني ،ادبي،تاریخي،فرهنګي او ملي شتمنۍ نه لوټوي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ مسجدونه،عبادتځي او عیدګاوي په کلیسا،نايټ کلب،مندر،آتش کده نه بدلوي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ امامان،مشران،پیران او مرشدان نه ګمراه کوي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ دنګې شملې،پټکي او ټیکرې  او د پت او حیاء سمبولونه نه سپکوي.

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ پیغلې او ځوانان نه بې عفته کوي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ بیرغ،شمله،سرونه طاغوت ته نه ټېټوي.

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ کلتور،دستور،عنعنات او رسم و رواج له منځه نه وړي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ په زړونو کي د نفاق تخم نه کري .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ پر ذهنونو،فکرونو،خیالونو او پلانونو اغېز نکوي.

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ پر ولس نور نه تپل کېږي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ یووالی،وحدت او ورورولي نه ختموي .

باداره ! دغه جنګ دې…

زموږ د ویاړ او کار ککرۍ را څخه نه اخلي .

زموږ ( حق) تر بریا وروسته :

چي بیا نه توره پورته شي،نه سر په وېنو رنګ شي

باداره!دغه جنګ دې د وطـــــن آخــــري جنګ شي

آمین- آمین ثم آمین

—————

محمدالله احساس

Mohammad.ehsas@gmail.com



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.