ټولنیزه برخه

د امانت دارئ حیرانوونکې بېلګه

نوم یې مبارک ؤ، له کلنو یې په یوه باغ کي چوکیداري کوله، یوه ورځ د باغ خاوند له څو تنو میلمنو سره باغ ته راغلی. او امر یې وکړ؛ مبارکه! میلمانه راغلي ورسه یو څه خواږه انار وشکوه او را یې وړه چي میلمانه یې وخوري. مبارک د سترګو په رپ کي انار راوړل.

د باغ مالک یو انار مات کړ چي خوند یې وکوت ډېر بې خونده ؤ، دوهم يې مات کړ هغه هم بې خونده ؤ. مبارک ته یې ور ږغ کړ؛ – درته مي وویل چي خوندور انار را وړه او تا داسي بې خونده انار راوړل. نومړی بیا ولاړئ او نور انار یې راوړل.

د باغ خاوند چي مات کړل هغه هم بې خونده وختل. د باغ خاونده سخت خفه سو او وې ویل: دومره وخت دي په دې باغ کي تېر سو ته در اوسه په خواږه او بې خونده انار پوه نه سوې؟.
مبارک وویل: ښاغلې! بالکل زه خوندور او بې خوند انار نه سره پیژنم، ما تر ننه د دې باغ انار خوړلی نه دی بیا به نو خوندور او بې خونده انار څه راته مالوم سي.
د باغ مالک چي د مبارک ځواب واورېد هک حیران سو او وه یې ویل: مبارکه! ولي دي د دې باغ انار نه دي خوړلي؟.
مبارک وویل: تا زه د باغ پر ساتلو ګمارلی یم د مېوې خوړلو اجازه دي نه ده راکړې.
کله چي د باغ خاوند دده خبري واورېدلې په تعجب کي ولوېدئ او میلمانه هم ورته حیران پاته سول.
د باغ خاوند پېغله لور درلوده، او نومړي يې په وړ رشتې پسي سترګي وړلې، سم دستي یې په زړه کي ور وګرزېدل چي زما د لور لپاره تر ده وړ کس نه سي پیدا کېدای.
نو یې مبارک ته وویل: که دي زوم کړم څه پکښي وایي؟.
مبارک وویل: یهود د نجلۍ  شتمني ، عیسایان ښایست او د امت محمدیه خلک تقوااو دینداري معیار ګڼي.
د باغ پر خاوند د مبارک دې خبرو نوره اغېزه وکړه. کورته راغلی او له مېرمني سره یې مشوره وکړه، هغې ورته وویل چي هو ما ته هم د لور لپاره تر مبارک ښه او وړ کس د دوستۍ لپاره په نظر نه راځي. نو د مبارک واده د باغ د خاوند له لور سره وسو او الله جل جلاله پر دې مبارکه جوړه باندي برکت کښېښود او  د دوی یو زوی پیدا سو چي نوم یې د عبدالله پر کښېښود. عبدالله ډیر مشهوره محدث سو او په خپل علم یې نړۍ ته رڼایي ور وبخښل او نړیوال یې د امام عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه  په نوم سره پیژني.

ژباړن: یاسر ودان www.facebook.com/yasar.wadan

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x