کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / سوله لکه د جنت زېری / بصيرالحق عادل
بصيرالحق عادل

سوله لکه د جنت زېری / بصيرالحق عادل

بصيرالحق عادل

سوله هغه ښکلی نوم دی چې په اورېدو يې زړونو کې لارې کېږي. دا نوم په سړي داسې خوږ لګي لکه يو تږی لاروی چې په ټاکنده غرمه کې جل وهلی ګرځي او ناڅاپه يوه يخه چينه په مخ ورشي او په خپلو لپو کې ترې يخې او رڼې اوبه را واخلي او مخکې له څښلو خپله خوشالي حس کړي.

سوله د ژوند هغه سپېڅلی نوم دی چې پرته له دې ژوند نه کېږي او نا ممکن دی، خو د دغه نوم په خوږوالي، لذت، ښکلا، ارزښت، مينه او قدر هغه څوک پوهېږي چې جګړې ځپلې وي، ټوک ټوک شوي وي، کډوالي يې ليدلي وي، کورونه يې جګړو لوټي لوټي کړي وي او خپل خواږه دوستان يې له لاسه ورکړي وي.

بېشکه دغه خلک چې د سولې په ارزښت، ښکلا او لذت پوهېږي افغانان دي.

ولې افغانان؟؟

په دې خاطر، چې افغانان له لسيزو راهيسې داسې کور به نه وي چې د جنګ قرباني شوی نه وي، داسې افغان به پاتې نه وي چې د غم خبر يې غوږونه نه وي لمس کړي، داسې پښتون به پيدا نه شي چې د جګړې د باروتو لوګی يې تر پوزو نه وي رسېدلی.

جګړې د عزت څښتنان بې عزته کړل، داسې خويندې او مېندې يې سرتورې کړې چې خپل ورور هم سرتورې نه وي ليدلې، داسې پېغلې يې فقر ته کښېنولې چې چا يې ټکری هم نه و ليدلی.

داسې ټولنه چې څو نسلونه يې په جګړه کې رالوی شول، کلونه کلونه خويندې بې وروره شوې، مېندې بې زامنو شوې، ښځې بې خاونده شوې، ماشومان بې پلاره شول، خود به د سولې په ارزښت پوهېږي.

زموږ د ټولنې خلک د سولې په ارزښتونو ښه پوهېږي، زموږ خلک په دې هم پوهېږي چې سوله د اسلاميت او انسانيت غوښتنه ده، سوله د ژوند لار ده، سوله ايمان دی، سوله کول عبادت او د خدای ج قراني حکم دی.

زموږ د هېواد خلک سولې ته تږي دي، زموږ خلکو د سولې لپاره پنځه وخته لمانځه کې خدای ج ته لاسونه لپه کړي دي، افغانانو چې له هرې لارې توانېدلي دي همدا غوښتنه يې کړې ده چې موږ سوله غواړو، همدا يې ويلي دي چې: «جنګ دې ورک شي، موږ سوله غواړو.»

زموږ خلکو پرته له شکه چې سوله غوښتلې ده، خو سولې ته نه دي پرېښودل شوي، موږ دومره بدبخته خلک يو چې خپلې روغې جوړې ته مو څوک نه پرېږدي، زموږ بدبختي دا ده چې هغه کسان هم سم نه شو پېژندلی چې موږ د سولې په نوم د جګړې کندې ته ور ټېل وهي.

زموږ ستونزه دا ده چې ناپوهه يو. موږ سره له دې چې سوله پېژنو، د سولې له شيرين خوند خبر يو. دا هم منو چې سوله د خدای ج امر دی، خو تر اوسه مو په دې فکر نه دی کړی چې سوله څنګه وکړو، څنګه ممکنه ده چې سوله وشي، سوله څنګه راځي!!؟؟

له لسيزو تېرېدو وروسته، له کلونو کلونو پس، موږ هره ثانيه، هره دقيقه، هر ساعت، هره ورځ، هره شپه، هره اونۍ، هره مياشت او هر کال سولې ته انتظار کړی دی، موږ جګړو دومره ستړي کړي يو چې د سولې نوم راباندې لکه پر زخم د ملهم پټۍ داسې لګي، موږ باندې د سولې نوم داسې خوږ لګي لکه په يو انسان چې په ژوندوني د جنت زېری وشي، نو سوله لکه د جنت زېری.

سوله رښتيا هم چې جنتي نوم دی، سوله د خدای ج له لوري لورينه ده، سوله د ايمان نښه ده، سوله د اسلاميت او انسانيت ستره غوښتنه ده.

سوله موږ هر وخت پاللې ده، زموږ په ټولنيزو ارزښتونو کې سوله لوړ مقام لري، زموږ ادب سولې ته ډېره برخه ځانګړې کړې ده، زموږ شاعرانو همېشه جګړه غندلې ده، سوله او مينه يې غوښتې ده. زموږ مذهب، زموږ دين ټوله سوله سوله ده، زموږ دودونه د سولې ښکاروندويي کوي او بالاخره موږ ټول له سولې جوړ يو.

دلته دې همېشه سوله وي، دلته دې نوره جګړه نه وي.

۱۳۹۵ل / ۷ / ۲
هلمند / لښکرګاه


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ