کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / دفاع وزارت: په تېرو دوه اونیو کې مو ۷۷۳ «مخالفین» وژلي دي

دفاع وزارت: په تېرو دوه اونیو کې مو ۷۷۳ «مخالفین» وژلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲، ۱۳۹۵ل): د هغو ورځنیو اعلامیو پر اساس چې د دفاع وزارت لخوا په دوامداره توګه خپریږي، په تېرو دوه اونیو کې د وژل شوو طالبانو شمېر ۷۷۳ ته ورسېد.

د ملي دفاع وزارت وايي چې تېره اونۍ دولتي عسکرو ۳۸۶ طالبان وژلي دي او وړمه اونۍ یې ۳۸۷ طالبان وژلي دي.

یادې اعلامیې کاږي چې دغه راز دولتي عسکرو تېره اونۍ ۱۵۷ طالبان ټپیان کړي او وړمه اونۍ يې ۱۸۷ طالبان ټپیان کړي دي.

سربېره پر دې نوموړی وزارت د ۴۵ طالبانو د ژوندي نیولو ادعا هم کړې، چې په خبره یې ۳۴ تنه یې د تېرې اونۍ په اوږدو کې نیولي او ۱۱ نور یې وړمه اونۍ نیولي دي.

د دفاع وزارت لخوا د خپریدونکو اعلامیو پر اساس په تېرو پنځلسو ورځو کې دولتي عسکرو ۱۱۱۷ (یوولس سوه اولس) طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

نوموړی وزارت وايي چې دغه کسان یې په هلمند، کندهار، بغلان، ارزګان، کندز، لوګر، کنړ، غزني، پکتیکا، ننګرهار، خوست، غور، هرات فراه، تخار، سرپل، جوزجان او نورو ولایتونو کې وژلي دي.

که څه هم موثقو سرچینو نوموړې احصائیه نه ده تایید کړې خو که د دفاع وزارت اعلان شوي ارقام سم وګڼل شي نو په اوسط ډول د طالبانو د کلنیو تلفاتو شمېره تر ۲۶۰۰۰ (شپږویشت زره) اوړي.

هېره دې نه وي چې پورتنۍ احصائیه یوازې د ملي دفاع وزارت د اعلامیو پر اساس ترتیب شوې. که د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت، ناټو او امریکايي ځواکونو لخوا اعلانیدونکي ارقام ورسره جمع شي، د طالبانو د تلفاتو په ګراف کې به هیښوونکی لوړوالی رامینځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېرې دوه اونۍ د طالبانو د نسبتا لږو بریدونو شاهدې وې، تر دې وړاندې د هلمند او اورزګان ولایتونو کې د سختو جګړو پر مهال داسې هم پېښ شوي چې دولتي چارواکو هره ورځ د سلګونو طالبانو د وژلو کیدو ادعا کړې.

د کتونکو په اند که د دولتي چارواکو لخوا هره میاشت د زرګونو افغانانو د وژل کیدو احصائیه سمه وګڼل شي، نو دا به هغه پوښتنې لا پیاوړي کړي چې روانه جګړه د طالبانو په څیر یوې ډلې پر خلاف نه ده، بلکې په افغانستان کې نړیوال او دولتي ځواکونه له «افغان ولس» سره په جګړه کې ښکېل دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ