کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د جمجمو جنګ دا پکې نوې اضافه

د جمجمو جنګ دا پکې نوې اضافه

لیکوال : محمد زمان مزمل .

بلا وخت وشو چې د ډاکټر اشرف غني په میز هغه چلنج پاڼه پرته وه چې په هغه کې د شمال د جبهې غړیو د حبیب الله کلکاني د نوي مقبرې وړاندیز کړی و .
که څه هم له هغه مهاله چې پاکستان ، ایران روسیې او امریکا احزاب د جنګ لپاره په کرار کړل د هماغه مهاله په دې هیواد کې ملیتونه ټول پښتون ، تاجک ، هزاره ، ازبک او نور ټول ملتونه د خیر په غونډۍ ناست دي ، د ازادۍ د جنګ پرته دغه نیابتي جنګونه ملیتونو دغو ډلو ته پرې ایښې چې هغوی (دغه ډلې) پکې تخصص او علاقه لري .

په افغانستان کې ډلې په هر څه وجنګیدل کوم وروستی جنګ چې پاتې و هغه د جمجمو جګړه وه او دا پکې مبتکر تاجکان و چې د جمجمو د جګړې په اړه یې تر نورو سوچ ړومبی و .

له دې مخکې په مزار کې د عکسونو جګړه پیل شوه او هغه پکې لا فاینل ته نه وه رسیدلې چې بله پکې دا شرمونکې جګړه پیل شوه .

زمونږ په ګاونډ کې ډير نور ملتونو هم د جګړو لپاره انتیک عنوانه پرې ایښې دي .

یو ځل په تیر تاریخ کې چین او جاپان په خپلو کې په بریتو وجنګیدل چې راغلی هیئت پکې د چین د کلتور خلاف خپل بریتونه چنګ ، چنګ پورته اړولي و او د جګړې باعث شول .

همداسې چین او پرنګیان پخپلو کې په تاریاکو وجنګیدل چې په تاریخ کې د تاریاکو په جنګ و نومول شو او لا هم یادیږي .

لیرې امریکا د واشنګټن په ژوند او د امریکا د ازادۍ په مهال په هغه چاي د خپل ولي نعمت پرنګیانو سره وجنګیدله چې پرنګیانو د امریکا بندرونو ته رسولی وه .
ولی د جنګ د دغه انتیک عنوانونو په سلسله کې افغانانو د جمجمې د جنګ افتخار و ګاټه او پرون پکې کابل د یو لوي جنګ نه و ژغول شو .

د اسلام پیغمبر وایې :

اذکروا موتاکم بالخیر .

تاسو خپل مړي په ښه نوم او ښه دعا یاد کړئ .

او د مړو پسې کنځل او له قبرونو نه د هغوی بې وخته او د بعثت مخکې هډوکي ایستل په دې دین کې ځاي نلري ، مونږ پکې د امیر امان الله خان بې حرمتي او یا هم د حبیب الله خان پسې سپکې سپورې ویل د یو مهذب ملت له پولو وتی تهذیب ګڼو .

دا چې زمونږ ځینې تاجک وروڼه ولی د مقبرو د سپړلو تصمیم په دغسې یو تنګ وخت او په دغسې یو بې سرپرسته افغانستان کې پیل کړ دا پکې هغه سوال دی چې کیدای شي جزئیات او تفاصیل یې د مقبرې د سپړلو د کمیسون په نسبت هغو سفارتونو سره وي چې غواړي دغه کرار کابل او کابلیان پخپلو کې تر دغه روان جنګ لږ په قوي جذبه و جنګوي .

پروني په مقبرو جنګ وښودله چې دغه داخله او دفاع وزارتونه اصلي د بودیجې لپاره جوړ شوي دي او قوي ځواک د هغه چا سره وي چې د سهار په ځاي په ماښامونو کې ځان او خپل ځواک نورو ته ښیی .

زما پخوانی خبره ده چې د وسله وال نژاد او صورت ته مه ګوره او سر و صورت هغه نشې معرفي کولای بلکې وسله وال له هغې وسلې پیژندل کیږي چې چا هغه ته ورکړي ده او یا یې په اوږه ورته ایښې ده .

په تیر مهال کې چې احزاب پخپل ملت کې خپل وزن او مرتبه د خپلو مسلحو په شمیر خوړ دا پکې یوه غلطه محاسبه ده .

مونږ څو ځله د دغو وسله والو بې توازني تجربه کړه چې د بل قوي په راتګ بیا د پروني ځواکمن ملت او نژاد هسې د اوبو زګ شي .

دا که د یو حقیقت ښوونکی هم وي نو هغه دا ده چې ملتونه په دغسی جګړه کې حضور نلري ملتونه او ملیتونه د وسلوالو مشرانو په بې ثباتي او د باروتو په یو لوغړن مخ باور نشي کولای ځکه خو دغه وسلوال ځواکونه او ډلې په هر دوو لسیزو کې لکه د وچې مار پوست اچوي .

دا چې مونږ پکې دا هر څه اورو او یو ملیت ګورو چې په یوه خونړۍ پیښه کې طرف جوړیږي بیا هم په دې هیواد کې ملیتونه پخپل ځاي سنګین ناست دي دا خپله ښیئ چې دغه کسان زمونږ سره په فارسي او پښتو غږیږي د هغوی په ګوګل کې پاکستاني یا ایراني زړونه دي .

اصل تاجکان هغه دي چې دا نوي کاله یې زړې مقبرې و زغملي خو خپله وروري یې خچنه نه کړه .

اصلي پښتانه هم هماغه دې چې د ډيرو پښتنو غلطو مشرانو ورکې مقبري یې وزغملې ولي خپله وروري یې له اوزبک و تاجک سره تازه وساتله .

دا چې ولي ځیني مشهوري څيرې د مقبرو د سپړلو مهم ته په دغسی شرائطو کې را پورته شول چې هغوی پکې پخپلو ولایتونو کې د اوسیدو او یا کم له کمه د پاریدلې جنګ د درولو توان نلري دا نو په ییین ښیئ چې دا د دغه دوستانو لخوا په دغه وران کړي حکومت وروستی ګذار دی .

په دې اړه څو مهم سوالونه د هر انسان په ذهن کې را پیدا کیږي او هغه دا چې :

۱– دغسی یو کار باید د هغو اساسي قدمونو وروسته واخستل شي چې د دغه کار لپاره زمینه جوړه شوي وي ، د مقبرو سپړل او نقلول یوه ملي اجماع غواړي او بیا په دغسی بحراني پړاؤ کې د هوښیارو خلکو کار نه دی .

۲ – کاشکې یې پخپلو ابایې هدیرو او کلیو کې خاورو ته سپارلی واي بیا به د هیچا پکې اعتراض نه وی .

۳ – دا چې دا کار په دغه تاریخي کابل کې یوه بل پتمن ځاي ته نقلول ضروري و نو باید ددې ټول مقدمات په سیاسي لحاظ طي شوي واي چې طی نشول .

۴ – باید په هغو تپو کې خاورو ته سپارل شوی وای چې مخکې له دې پکې ځني مشران خاور ته سپارل شوي دي هغه چې د دوه پیړیو لپاره پکې د یو ملیت لپاره ځاي او پارک انتخاب شوی دی .

امیر امان الله خان یې په خپل هغه باغ کې د خپل پلار په څنګ کې خښ کړ چې د دوي و .

ظاهر خان یې د خپل پلار په هدیره کې خاورو ته و سپاره باید چې سردار محمد داود خان یې هم په همدغه هدیره کې خاورو ته سپارلی وای .

د کابل د غونډيو لپآره ډير نور او هغه مستحق کسان کاندید را روان دي چې د ازدۍ لپاره یې لا اوس هم د توپکونو شپیلۍ د سړي لاسونه سوزوي .

هیله ده د هوارو او غونډيو د چور تهذیب په دې جنګ ځپلي هیواد کې د مزید جنګ باعث نشي .

د دې غونډيو مستحق هغه کسان دې چې دې هیواد ته یې ازادي ، ثبات او امنیت را ولي .

اوس اوس خو مونږ لا په بدترینو جګړو کې ښکیل یو او د مشرانو سوچ پکې د جنګ نه پرته د سولې لپاره یو قدم هم نشي زغملی .

په دې هیواد کې که د مزار د عکسونو جګړه واخلي او یا هم د کابل د جمجو جګړه واخلي له د ې مخکې نورې جګړې چې زمونږ د نسل ټول عمر یې ونیوه دا د همدې کم ظرفه مشرانو په ابتکار او نوښت راغلي دي او لا دوام مومي.

یو تریخ حقیقت باید درک کړو چې په هیواد کې جنګ زمونږ په زرهاؤ کورنۍ ړنګې کړي او د یتیمانو او کونډو شمیر د ټول نسل برابر شو ، په دغسی حال کې په عکسونو جنګ او په جمجمو جنګ زمونږ خلک نور هم مایوسه کوي او د همدې ځايه په کابل کې مطرح شخصیتونه باید پوه شي او عبرت واخلي او په غونډيو د قبرونو جوړولو شوقیان باید پوه شي چې په دې باندې لوي پروردګار څوک نه بښي هر څوک به د خپل عمل او جرم حساب ورکوي.

هسی د کابل غونډۍ د خلکو د کتلو او سیل کولو نه مه مصروفوي .

بیا هم که چاره نه وي موجوده مشران هم په غونډیو باندې د خښیدو شوق لري باید ټول په لوګر کې د قاسم سپیړې په سر باندې خښ شي چې په مرګ یې بیا د قبر د لیدلو نه اولس بې غمه شي او که چیرې هغوی دعا ته ضرورت لري نو کیدای شي چې د سیمې بې تجربې شپانه او لیر بانه یې په جنډو او مزینو قبرو دوکه شي او دغو د ملت په وینو لاس ککړو ته دعا وکړي .

د جمجمو د جګړو مخکښانو ته وایو شابه مخکې ځه د جنګ ابتکارونو دې ځوان نسل د انجیلا میرکل پناګاؤ ته روان کړی دی .


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ