
د سولې تړون ولې د حنیف اتمر په لاس امضاء شو؟
خالد افغان زوی
تېره ورځ په کابل کې د افغانستان د یوه تر ټولو پخواني اسلامي ګوند حزب اسلامي او د امریکا د تحت الحمایه حکومت تر مابین د سولې په نوم هغه تړون امضاء شو چې په اصل کې ددغه ګوند د بشپړې تسلیمۍ او له څلویښت کلونو اهدافو، ارمانونو او شعارونو څخه د توبې ایستلو د وثیقې حیثیت لري.
دا چې دا تړون د سولې موافقه و او که یوه اړخیزه تسلیمي دلته په دې خبره ډیر نه غږیږو یوازې د موضوع په دې اړخ رڼا اچوو چې اسلام ضد جهتونه د اسلام او اسلامپالو په خلاف څومره له کینې او دښمنۍ ډک دي چې حتی د یوه اړخیزې تسلیمۍ په صورت کې هم په بګیلو اسلامپالو رحم نه کوي بلکې نهایي کوښښ کوي چې د تسلیمۍ وثیقه تر ټولو په ذلت باره توګه ځینې ترلاسه کړي.
د اسلام معاصر دښمنان او په ټوله کې اروپایي او نور غربي استعمار چیان چې کله په دې پوه شي چې مقابل دښمن یې نور د مقابلې نه دی او تسلمیږي نو دغه وخت ورباندې د فوق العاده اهانت د تحمیل هڅه کوي او غواړي په وروستیو شېبو کې هم د تیرې دښمنۍ انتقام ترې واخلي.
په لومړۍ نړیواله جګړه کې کله چې المان د متحدینو په وړاندې شکست وخوړ او په غربي جبهه کې یې پوځونه د فرانسوي لښکرو په خلاف په وسله غورځولو او تسلیمۍ مجبور شول نو الماني سرلښکر د فرانسې د پوځ له مشر مارشال فوش سره د پاریس ختیځ ۸۵ کیلومترۍ کې د کومپین په نوم ځنګلزاره سیمه کې د الماني پوځ د تسلیمۍ سند لاسلیک کړ. دغه سند چې د ۱۹۱۸ د نومبر په یوولسمه امضاء شو په سیمه کې د اورګاډي له یوه تم ځای سره د اورګاډي د کوټې دننه امضاء شو چې له مخې یې د المان پوځ رسما فرانسې او نورو متحدینو ته تسلیم شو.
خو په دوهمه نړیواله جګړه کې کله چې الماني مشر هیټلر فرانسویانو ته سخت شکست ورکړ ، پاریس یې فتحه کړ او فرانسوي پوځ یې تسلیمۍ ته مجبور کړ. کله چې د فرانسوي پوځ لخواد تسلیمۍ د سند د امضاء مراسم تهیه کیدل ، هیټلر فرمان ورکړ چې دغه مراسم دې هماغه د کومپین په ځنګله کې او بیدو په هماغه ځای ترسره شي چیرته چې المانیان تسلیم شوي وو. د هیټلر پوځیانو د اورګاډي هماغه اوسپنیزه کوټه د فرانسې له تاریخي موزیم څخه را وایسته هماغه ځنګله ته یې یووړه، په هماغه ځای یې کیښوده بیا هیټلر له فرانسوي پوځي مشرانو سره هماغې کوټې ته داخل شو د مارشال فوش په څوکۍ کیناست او له فرانسویانو څخه یې په بشپړه انتقامي او ذلت باره طریقه د تسلیمۍ سند واخیست.
کبرجنو او غچ اخیستونکو اشغالګرو بیا بیا له تسلیمیدونکو سره همداسې معنی دار او انتقامي چلند کړی دی، د افغان – انګلیس په لومړني جنګ کې انګریزانو ته تر ټولو ډیر تلفات د کابل او ننګرهار تر منځ د لته بند او ګندمک په ساحو کې واوښتل، د انګریز غرور همدلته له خاورو سره برابر شو او یوازې ډاکټر برایډن یې ژوندی سره جلال اباد ته ورسید.
اما په دوهم یرغل کې کله چې انګریزان په کابل ورغلل او د یعقوب خان حکومت یې مخلوع کړ، نو ددې لپاره چې له افغانانو د تیر شکست انتقام واخلي او خپله عقده سړه کړي، په ځای ددې چې له یعقوب خان سره د تسلیمۍ او غلامۍ سند د کابل یا پیښور په کوم قصر کې امضاء کړي، یعقوب خان یې هماغه د ګندمک سپیرو غرونو او ګړنګونو ته بوتلو او همالته د خپلو عسکرو د قتل ګاه په ساحه کې یې د غلامۍ وثیقه ورباندې تحمیل او امضاء کړه ترڅو افغانانو ته ثابته کړي چې د تیر جنګ انتقام یې ترې اخیستی دی.
د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د حنیف اتمر په توسط د سولې په عنوان د تسلیمۍ سند امضاء کولو ته هم که ژور نظر وکړو د همداسې یوه انتقامي او تذلیلوونکي نیت علایم په کې له ورایه ښکاري.
لکه څنګه چې ګلبدین حکمتیار ځانته دوآتشه اسلامپال وایي حنیف اتمر دوآتشه اسلام ضد یا کمونیست دی.لکه د حکمتیار د دینپالنې سابقه چې له څلورو لسیزو اوړي د اتمر داسلام دښمنۍ تاریخ هم همدومره اوږد دی. نوموړی فکري کمونیست دی چې د اګسا او خاد له شکنجه ځایونو نیولې بیا د ننګرهار تر جګړو یې ګام په ګام د حکمتیار غوندې کسانو په خلاف مبارزه کړې.
له بلې خوا امریکایانو هم تر پرونه حکمتیار ته د خپل نه پخلاکیدونکي غلیم په نظر کتل،د (جنګ اشباح) نومي کتاب مؤلف امریکایي لیکوال سټیف کول لیکلي چې حکمتیار اګر که د پخواني جهاد په مهال د امریکا تر ټولو ډیرې مرستې ترلاسه کولې خو امریکایانو یې د خبرو او ملاقات په مهال هیڅکله هم د اخلاص او صمیمیت تودوخه احساس نکړه بلکې همیشه د امریکا په نسبت له کینې ډک و.
حکمتیار چې د ژوند ډیره برخه یې د کمونیزم په مقابله کې تېره کړې، د کمونیستي عقایدو او افکارو په رد یې کتابونه لیکلي او له کمونیستانو سره یې ډیر جنګونه کړي، ښایي امریکایانو به د نوموړي دوروستي تعذیب په حیث هڅه کړې وي چې د نوموړي تسلیمي د یو داسې چا په توسط ومني چې ده ورسره تر مرګه د جنګېدو حلف پورته کړی و.
دلاسلیک لپاره د حنیف اتمر په انتخاب کې ښایي د امریکایانو یو غرض دا هم وي چې خلکو ته وښيي چې حکمتیار په بالواسطه توګه امریکایانو ته تسلیم شوی دی،ځکه حنیف اتمر چې له امریکا سره یې د اشغال د جواز تړون امضاء کړی اوس چې له حکمتیار سره یې هم تړون امضاء کړ نو ګواکې د حد اوسط رول یې ولوباوو چې په دې توګه حزب او حکمتیار په هغه موقف کې ودریدل چې تل یې له هغه څخه د انکار سینه ډبوله چې هغه د بهرنیو ځواکونو د شتون منل دي.
دلته د دقت وړ نقطه داده چې حکمتیار د امریکا او نور اسلام دښمنو تر تقاضا زیات تنزل وکړ، هغه د څلویښت کلنې مبارزې،هجرتونو،شهادتونو، زحمتونو او تکالیفو په مقابل کې د خپلې مرام نامې حتی یوه ماده هم د سولې په تړون کې مطرح او تسجیل نه کړه،نوموړي یوازې د سر دامن په مقابل کې خپل ټوله مبارزه په داو ولګوله او بې چون او چرا یې تسلیمي ومنله. مګر په مقابل کې یې د اسلام دښمنان بیا هم خوشاله نه شول او په وروستي فرصت کې یې هم د یوه کمونیست په رامخکې کولو سره د نوموړي د کړولو هڅه وکړه.
رښتیا چې بي دینان ډیر نامرده او له کینې ډک دي.
خدای تعلی ج دی ټول مسلمانان له ازمویښته وه ساتی ښه خوداوه چه خپل رب ته په سپین مخ وررغلۍ وای اوس دده پرځای زه افسوس کوم چه څه پسات خپل رب په وکۍ انسان خو یووخت نه یووخت مری چه مړوای دعزت نوم خوبه یی وای اوس هم خپل رب ته مختورۍ هم مخلوق ته مختورۍ سو امکان لری عصبی توازن یی خراب سوی وی کاشکی د هغه لویو منافقینو لکه ترکۍ،نجیب اوببرک کارمل ته تسلیم سوی وا ی چه دده سیالان وه اوس یو داسی چاته تسلیم سو چه سړۍ په شرمیږی لنډه داچه زموږسره دی خپل رب… نور لوستل »
اللہ دی آباد لرہ۔ رشتونی مسلمان او افغان یی۔
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ! بلی الله سبحانه تعالی همه ما انسانها را امتحان میکند درین چهار دهه همه افغانها ما غلبیل شدند دانه های کوچک پائین افتادند اما دانه های بزرگ آزادی خواهان مقاومت ملی امارت اسلامی افغانستان هنوز هم در بالای غلبیل با سرو جان مال در برابر اشغالگران صلیبی مقاومت میکنند و دانه های کوچک مانند جهاد فروشان هفتگانه پشاور هشتگانه تهران و داکتر های DC دی سی(تقلبی) پوچل تخم های پچک گنده بچه های بدون جوهر که در کوچه های کابل خود فروشی وطن فروشی در زیر رکاب صلیبی ها سگ دوی میکنند… نور لوستل »