کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د روزګان امنیه قومندان او د امنیت آمر له دندو ګوښه کړای شول

د روزګان امنیه قومندان او د امنیت آمر له دندو ګوښه کړای شول

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۳مه ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت د روزګان امنیه قومندان ویس صمیمي او د امنیت آمر عبدالقوي له دندو ګوښه کړي او کابل ته یې غوښتي دي.

د روګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ویلي چې دغه دوه امنیتي چارواکي په روزګان کې د وروستیو نا امنیو په اړه د نورو تحقیقاتو لپاره کابل ته غوښتل شوي دي.

نایاب زیاته کړې چې د ویس صمیمي پر ځای سیداقا ثاقب د روزګان نوی امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

ثاقب تر دې وړاندې د هرات او کندهار د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کړې او په دې وروستیو کې د عامه نظم پولیسو د قومندانۍ مرستیال و.

دا په داسې حال کې چې طالبانو په دې وروستیو کې د روزګان مرکزي ښار ترینکوټ د نېولو لپاره عملیات پیل کړي وو او نېږدې د ښار ډیری برخې یې هم نېولې وې. خو وروسته د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو د پیلیدو سره طالبان له ښار څخه شاتګ وکړ.

تېره ورځ هم د ترینکوټ ښار په اطرافو کې د طالبانو په برید کې ۲۰ پولیس و وژل شول او ۹ نور ټپیان شول.

 


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ