کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / واشنګټن: یو پلورنځي کې پر ډزو ۳ کسان وژل شوي

واشنګټن: یو پلورنځي کې پر ډزو ۳ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۳مه ۱۳۹۵ل): د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د یوه د پلورنځي دننه ډزو کې ۳ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې دغه برید یوه هسپانوي د د برلنګټن سیمې په یوه ستر پلورنځي کې کړی دی.

پولیسو ویلي چې بریدګر له سیمې تښتیدلی او اوس يې د لټون لپاره عملیات پیل دي.

د واشنګټن د پولیسو ویاند فرانسز خبریالانو ته ویلي چې په برید کې درې ښځې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي چې په د یوه یې حالت هم اندېښمن دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ