افغانستان

د مدني ټولنو شبکه: امریکایانو ته قضایي خوندیتوب،د افغانانو ژوندانه ته زولنې اچوي

madani1392د افغانستان د مدني ټولنو شبکې په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې، د مشورتي لویې جرګې د را بللو او پکې امریکايي یرغلګرو ځواکونو ته د قضايي خوندیتوب د ورکړې په اړه اندېښنه وښوده او دا یې د افغانانو د ژوندانه د محدودولو او غلامۍ په عنوان تلقي کړه.

د مدني ټولنو د شبکې ویاند ناصر موسوي وویل: د جرګې اکثره ګډونوال د محلي حکومت او چارواکو په خوښه غوره شوي او هغوی ته چې د افغانستان د نن –سبا په اړه ژور فکر لري، هېڅ ځای نه دی ورکول شوی.
نوموړي زیاته کړه، چې امریکایانو ته د قضايي خوندیتوب ورکول ،په اساسي قانون کې د لیکل شوي آزادۍ مخالف عمل دی.
 په دغه کانفرانس کې اصلاً د داسې جرګو را بلل د هېواد پر اقتصاد یو سخت دروند ګزار وبلل شو او ترڅنګ یې د داسې ملي منافعو ضد اقداماتو لپاره د داسې تش په نوم جرګې دایرول، د جرګې له سپېڅلي کلمې سره خورا ستره جفا وبلله.
د کنفرانس برخوالو غوښتنه وکړه چې د دې لپاره تر ټولو غوره لار ، د ټولپوښتنې او ریفرینډم وه؛ چې پکې د ټولو افغانانو رایه اخیستل شوي وای.
دغه مدني بنسټ په اعلامیه کې لیکلي: تجربې دا ښيي چې امریکایان په یوه هېواد کې د قضايي مصونیت له ترلاسه کولو وروسته د هغه هېواد نافذه قوانینو ته هېڅ ژمنتیا نه ده ښودلې او نه ورته غاړه ږدي.
د یادونې وړ ده ، چې له دې وړاندې هم د هېواد ځینو سیاسي ګوندونو، دیني علماوو او د هېواد مطرحو څېرو امریکایانو ته د قضايي مصونیت له ورکولو سره سخت مخالفت کړی او دا یې یو نه هېریدونکی ملي خیانت بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x