جلال اباد: لاریون کوونکو د امنیتي تړون سره مخالفت څرګند کړ
نن ټکی آسیا: نن په جلال اباد کې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون له لاسليک سره د يوې غونډې او لاریون په ترڅ کې چې، د یو شمېر علماوو او مخورو له لوري جوړه شوې وه او پکې د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو، پخوانيو جهادي قوماندانانو او د پوهنتون محصلينو برخه اخيستې وه؛ مخالفت وشو .
د ننګرهار پوهنتون استاد منګل شېرزاد ياد امنيتي تړون د هېواد په زيان وباله او زياته يې کړه ، چې امريکا غواړي په منځنۍ اسيا کې خپل تسلط ټينګ کړي.
نوموړي ايران ته په اشارې سره وویل، چې يواځينى اسلامي هېواد دى ، چې د امريکا او د هغوى پلويانو ته په مخ کې خنډ جوړ شوى دى.
د ښاغلي شیرزاد په وينا، امنيتي تړون هېڅ قانوني بڼه نه لري او په دې اړه جوړېدونکې مشورتي جرګې ته داسې اشخاص وربلل شوي ، چې تر اوسه د جرګې په اېجنډا نه دي خبر.
د غونډې یوه بل ګډونوال پخواني جهادي قوماندان زين العابدين فريد بیا وویل، چې افغان حکومت او بهرنيان د دوه نيم زرو وګړو خبرې ته مشروعېت ورکوي او زرګونه نور چې ددې تړون مخالف دي د هغوی پر خبرو غوږ هم نه ګروي. د ده په خبره،په هېڅ وخت مشورتي جرګه مشروعيت نه شي تر لاسه کولى.
بل پلو ، له دې غونډې سره هم مهاله د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلينو هم د يوه لاريون په ترڅ کې له امريکا سره امنيتي تړون په کلکه وغانده او زياته يې کړه، چې امريکا غواړي په هېواد کې د دغه تړون له مخې جنګ نور هم تود وساتي.
دوی له نورو هېوداوالو وغوښتل چې د داسې پرېکړو پر وړاندې را پاڅېږي، چې پکې یې د خپل هېواد استقلال او د هېوادوالو حقوق له لاسه ورکول کېږي.