کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / د قرآن کریم د تلاوت آداب او فضیلت

د قرآن کریم د تلاوت آداب او فضیلت

نورالله خان احمدزی

د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې قرآن او حديث کې څومره فضائل راغلي د هغو ټولو ذکر کول او لیکل ډېر ځای نیسي، یوازې په دې به بسنه وکړو چې نن وخت کې د الله او د مخلوق ترمنځ همدا قرآن وسیله ده چې باید خلک یې زده کړي او په معنا او مفهوم، تفسیر یې ځان پوه کړي.

حدیث شریف دی: من قرء عشر ايات في ليلة لم يکتب من الغافلين (رواه حاکم)

څوک چې لس آيتونه د شپې لخوا تلاوت کړي هغه به د غافلينو څخه نه شمېرل کېږي .

د لسو آيتونو په تلاوت سره چې یوازې څو دقيقې وخت نيسي دا د ټولې شپې له غفلت څخه د خلاصون سبب کیږي.

د قرآن کریم د تلاوت ثواب: من قرأ حرفاً من کتاب الله فله به حسنة و ألحسنة بعشر أمثالها. (جامع الترمذي)

د قرآن د يو حرف په لوستلو يوه نيکي ده او د نيکي عوض لس چنده دی.

همداسې رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوذر رضی الله عنه ته ویلي :

يا أبا ذر! لأن تغدو فتعلَمْ آية من كتاب اللَّه، خير لك من أَن تصلي مائة ركعة. ولأن تغدو فتعلَمْ بابا من العلَمْ، عمل بِهِ أَوْ لَمْ يعمل، خير من أَن تصلي ألف ركعة. ابن ماجه

ای ابوزره! کچېرې ته سهار لاړ شې او يو آيت د قرآن پاک زده کړې نو د سل رکعته نفلو نه غوره دی، او کچېرې يو باب د علم زده کړې که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي يا نه نو د زرو رکعتو نفلو کولو نه غوره دي. (ابن ماجه)

حضرت ابوهریره رضی الله عنه د حضور اقدس صلی الله علیه وسلم څخه نقل کړي چې حق سبحانه و تعالی، دومره د هېڅ انسان خواته پاملرنه نکوي، لکه: هغه کس ته چې قرآن په ښه غږ سره لولي ــ البته د قرآن تلاوت کوونکي ته ضروري دي چې د سندرو پشان یې تلاوت نکړي ــ په احادیثو کې د دې منع راغلې ــ یو حدیث کې دي چې ایاکم ولحون اهل العشق الحدیث یعنې له دې څخه ځان وساتئ لکه عاشق د غزل غږ غُږ جوړ کړي او د موسیقي پر قوانینو یې وایي داسې مکوئ ــ مشائخو لیکلي چې داسې لوستلو او ویلو والا فاسق او اورېدونکی ګناهګار دی ــ لیکن د سندرو د قواعدو او خیال ساتلو بغیر ښه غږ مطلوب ده ــ حدیث شریف کې په ګڼو ځایو کې د دې ترغیب راغلی ــ یو ځای ارشاد دی چې په ښه غږ سره قرآن مزین یا ښایسته کړئ ــ یو ځای ارشاد دی په ښه غږ سره د الله تعالی د کلام شریف حسن یا ښایست دوه برابره کیږي.

قرآن کریم لوستل او ورباندې عمل کول:

عن معاذ الجهنی قال: قال رسول الله صل الله عليه وسلم من قراء القرآن وعمل بمافيه اُلبس و الداه تاجا يوم القيامة ضوءهُ احسن من ضوء الشمس فی بيوت الدنيا لو کانت فکم فما ظنکم با لذی عمل بهذا. (رواه احمد و ابو داؤد)

د حضرت معاذ الجهني نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينو  په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه ډېره ښايسته وي هر کله چې هغه رڼا د دنيا په کورونو کې وي او لمر د آسمان نه زموږ په خوا کې را کوز شي د دې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو تاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په اړه چا چې خپله دا عمل کړی وي.

شیخ عبد القادر جیلاني پخپل کتاب غنیة الطالبین کې لیکلي دي چې عبد الله بن مسعود رضی الله عنه یوځل د کوفې شا او خوا روان وو چې یو ځای د فاسقینو ټولۍ ناست وو ــ یوکس لکه چې زاذان نومېده او هغه سندرې ویلې او سارن یې غږوه – ابن مسعود رضی الله عنه چې د هغه غږ واورېده نو ارشاد یې وفرمایه ــ دا څومره ښه غږ لري ای کاش په دغه غږ سره یې د قرآن تلاوت کولی له دې وروسته په سر یې څادر واچوه او له هغه ځایه تېر شو ــ زاذان چې دا صحابي په خبرو ولیده نو له خلکو څخه یې وپوښتل چې دا څوک دی هغوی ورته وویل چې دا صحابي دی او هغه داسې وویل ــ هغه وډار شو کیسه لنډه چې دغه کس ټول آلات د موسیقي مات کړل او ابن مسعود رضی الله عنه پسې شو بلآخر علامه د وخت جوړ شو ــ مطلب دا چې په ګڼو روایاتو کې په ښه غږ سره تلاوت کولو سره ډېره مدح راغلې او په ښه غږ سره تلاوت کول باعث د ستر اجر او ثواب دي  خو د سندرو په بڼه به د قرآن تلاوت نه کیږي او دا منع دي.

ضروري مسایل: ۱: د تلاوت په شروع کې د «اعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ويل واجب دي قوله تعالی :فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (النحل آیت: ۹۸). ۲: د هر سورت په شروع د «بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ» ويل واجب دي په ځانګړې توګه د سورت فاتحې په شروع کې. ۳: د تلاوت پر مهال ناستو خلکو باندې واجب دي چې چوپ وي (تلاوت ته غوږ ونیسي) او نورو کارونو باندې مشغول نه شي، قوله تعالی: وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ (سورت اعراف آیت: ۲۰۴). ۴: له خپل ځانه د قران معنا او تفسیر کول منع دي: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ قَالَ فِى الْقُرْآنِ بِغَيْرِ عِلْمٍ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ. (رواه الترمذي)

ژباړه: کوم شخص چي بې له علمه په قرآن کې څه وویل نو هغه دې خپل ځای په جهنم کي ولټوي (داکس عالم نه وي، د شرعي دلیل او د مفسرینو د تفسیر پر ځای د خپلې رأيې او عقل مطابق معنا او تفسیر وکړي).


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. محمدربی آماج

    د قرآن شریف هغه آداب چی پخپله په قرانشریف کی ذکرشویدی او هغه واجب دی دغه ډول دی.
    ۱:- لایمسحو الالمطهرون.ص ژباړه: قرآنشریف تر هغو مه لمس کوۍ تر ځوچی موطهارت نهوی کړۍ.۲:- واذا قراًت القران فاستعذ من الشیطن الرجیم.ص ژباړه:کله چی د قرآنشریف په تلاوت شروع کوۍ نو اعوذ بالله ووایاست. یاني د رجم شوی (په کاڼو ویشتل شوی) شیطان څخه الله (ج) ته پناه وروړۍ.چی د حج په مراسمو کی دجمرو ویشتل د تیږی په شیطان باندی د دی آیت شریف ظاهری تمثیل دۍ.۳:-و اذا قری القران فاسمتعو و انصتو ذالکم لعلکم ترحمون.ص.ژباړه: کله چی د قرآنشریف تلاوت کیږی نو تاسو یی سمع (اوریدل) وکړۍ او چپ اوسۍ تر څو په تاسو باندی رحم وشی. یانی دقرآنشریف د تلاوت په مهال باید له غیرخبرو اوموسیقی ….او داسی نورو د اوریدلو څخه ډډه وشی. او هم پخپله باید په هغو ځایونو کی څوک تلاوت ته غوږ نه نیسی باید په لوړ آواز تلاوت ونه شی چی همدا کړنه بیا د قرآنشریف په شان کی بی حرمتی ده. لکه نن سبا چی ځینو خلکودا چاره خپله کړیده او په یوه کوټه کی پّه یوه ځای کی موسیقی چالانه وی اود بل سره بیا په موبایل کی قرآنشریف په لوړ آواز وی. او ۴:- و رتل قرآن ترتیلا.ص اوتاسو قرآنشریف په ترتیل (زیر وبم ) سره تلاوت کړۍ .یانی ادا یی کړۍ.

  2. الحاج استاذ بیانزی

    اماج صاحب ! ستاسی خبری سمی مګر له طهارت لرلو غیره نور شرایط چه تاسی لیکلی دغه د قران څخه د ګټی اختسلو د باره د لوستلو شرایط دی ، مثلا لمانځه کی خشوع او حضور ساتل ، یعنی په بوره دفت او پوهه الله ج ته لمونځ کول ، لمونځ کول الله ج ته د هغه د شان مطابق غوښتنه او د لیاری سمول دی ، یعنی داسی ودریږی لکه ته چه الله ج وینی که ته یی نه وینی هغه خو دی وینی ، نو که په شو شرایطو لمونخ ادا شی ګټه لری که نه بی ګټی او حتی تاوان ته هم رسیږی د قران څخه د ګټی اخستلو د پاره هم دغه شرایط چه تاسی ویلی ، دی .
    قران زمونږ د عزت ، وقار ، مادی او معنوی ګټو د ترلاسه کولو د باره راغلی ، که مونږ یی په دغه مواردو کی وکاروو نو ځپل عزت ، وقار ، مادی او معنوی ګټی مو زیاتی کړی یعنی د قران عزت همدا دی چه زمونږ ورځنی ژوند د قران له مخی جوړ کړو قران هم دین او هم نظام دی د دین برخه یی د اخرت او د نظام برخه یی د دی ژوند د سولی او هوساینی د پاره په کاریږی ، الله ج د انسانی فطرت په تقاضا چه هغه وړته ټاکلی انسانانو د حرص او قناعت دوه لوی خصلتونه ورکړی د بدمرغو په بدن کی حزص وده کوی د هغه حرص په وسیله یی شیطان به سینو کی مادی وسوسی اچوی یعنی د زر ، زور او تزویر په واسطه یی د نورو حقوقو پایمالولو او لوټولو ته اړ کوی همدغه حالت ته استثمار او چه غلامی هم ورسره ملګری شی استعمار وایی . قانع انسانان بیا د خپل ځان د مالکیت دعوی نه لری نو د نورو له حقه به ولی په ناحقه څه تر لاسه کوی له حرص او استثماره لیری باتی کیږی مګر د حریصو سره له جګړی لیری نه شی باتی کیدی ، قران د همدغه استثمار له منځه وړلو او د سولی او هوساینی د تر لاسه کولو د باره شریعت او نظام دی. همدغه دقران عزت او زمونږ ګټه ده چه د څه د پاره قران مونږ ته رالیږل شوی د هغه څه د باره یی وکاروو مننه