کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / کوهاټ: «د عرفان ستوري» د نبوي سيرت لومړنۍ مسابقه ترسره شوه
د «عرفان ستوري» د سيرت د ازموينې صحنه

کوهاټ: «د عرفان ستوري» د نبوي سيرت لومړنۍ مسابقه ترسره شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۳مه ۱۳۹۵ل): د «عرفان ستوري» د نبوي سيرت لومړنۍ مسابقه د پښتونخوا ايالت په کوهاټ کې ترسره شوه چې، په کې په لسګونو کسانو ګډون کړی و.

دغه مسابقه چې د تېرې يکشنبې په ورځ يې ازموينه اخيستل شوې وه، پرون د جمعې په ورځ يې د يوې غونډې په ترڅ کې نتايج اعلان شول، چې په کې د سيمې ګڼ شمير علماء کرامو، د ښوونځيو استادانو، قومي مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی و.

په غونډه کې علماوو د رسول الله «ص» په سيرت خبرې وکړې او ځوانان يې وهڅول ترڅو د خپل خوږ پيغمبر «ص» له ژوند او اسلامي تعليماتو څخه ځان خبر کړي.

د غونډې يو تن تنظيموونکي مشفق حريت مل وويل چې دغه مسابقه يې ددې له پاره په لار اچولې تر څو ځوانان د رسول الله «ص» د سيرت مطالعې ته وهڅيږي او خپل ژوند د رسول الله «ص» له تګلارې سره برابر وکړي.

مشفق حريت مل خوښي څرګنده کړه چې که څه هم دغه لومړنۍ مسابقه وه او په دغه سيمه کې دغه ډول مسابقې بې سارې دي، چې  له دغه اقدام څخه د سيمې ځوانان او مشران خوښ دي، او زياته يې کړه چې په  راتلونکې کې به هم دغه ډول مسابقې په لار اچوي؛ تر څو په ځوان نسل کې اسلامي پوهاوی عام شي او ځوانان د رسول الله «ص» د سيرت د مطالعې تر څنګ نورې مطالعې  ته هم وهڅيږي.

هغه غونډې ته په وينا کې ځوانانو ته د «عرفان کتابتون» د فعاليت او پرانيستو زيری هم ورکړ او ويې ويل چې د راتلونکې دوشنبې  له ورځې هر څوک کولای شي چې «عرفان کتابتون» ته ورشي او د خپلې خوښې کتابونه د مطالعې له پاره ورسره واخلي.

د مشفق حريت مل د معلوماتو له مخې په دغه مسابقه کې نږدې اتيا کسانو نوم ليکنه  کړی وه چې د هغې له جملې څخه يې ۵۱ تنه ازموينې ته حاضر شول، چې لومړی مقام د اووم ټولګي يو تن زدکوونکي عتيق الرحمن د حاجي عبدالرحمن زوی ترلاسه کړ او په جايزه کې ورته ليپ ټاپ کمپيوټر ورکړل شول، همدا راز د ازموينې نورو برياليو ګډون والو ته هم ارزښتناکې ډالۍ ورکړل شوې.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ