
نوى ډرامه جوړوي
دوى وقاتل ته د مقتول كور كي جرګه جوړوي
دا د انصاف وختمېدو ته بهانه جوړوي
نه تنها دا چي له غليمه دين ساتلى نه شي
بلكه وطن هم باندي پلوري او لانجه جوړوي
خبر به نه ياست وطنوالو د حضرت په اقدام
د امنيت په نوم اولس ته بيا جګړه جوړوي
شرم ُحيا د سخت دريځو يو دروند پېټى بولي
ډيمكراسي ده له هر كاره ډمامه جوړوي
د اسلامي قانون پر ضد ګمراه ته ستورى وايي
كفار د هر مؤمن په نيك عمل تانه جوړوي
د غلو جرګه ده جوړ غوبل دى هر يو منډي وهي
نوى پتلون اخلي ويښته د سرچپه جوړوي
پرې د سرو سوداګر ډير ډير مصرفونه كوي
بيا په زړو لوبغاړو نوى ډرامه جوړوي
شيطان پلوي شاعران بيا سندر غاړې پالي
بيا فاسقانو ته د فسق لويه توبره جوړوي
الهام قلم په لاس كي ګرزي قاغذونو پسي
نوي بيتونه وغازيانو ته تحفه جوړوي
2013/11/19