کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / پر فېس بوک آنلاين في البديهه مشاعره

پر فېس بوک آنلاين في البديهه مشاعره

د تېرې جمعې د شپې ( آنلاين مشاعره ) چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فېس بوک پر دېوال تر سره شوه په لاندې ترتيب يې کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي ( عبدالرحمن معتصم ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په هم دې قافيه او رديف را پيل کړئ!

دا فطرت دی چې رڼا به مې خوښېږي
د رقيب پرځای اشنا به مې خوښېږي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ننګ ناموس چې په اغيارو باندې پلوري
د ښمني د هغه چا به مې خوښېږي
سجاد جرس

خو چې سوله وي اشغال پکې پټ نه وي
سوله ښه ده خامخا به مې خوښېږي
کامران خپلواک

چې دې کله کله ډېر زه تنګومه
ستا نازونه او آدا به مې خوښېږي
عرفاني

جنتونه چې د سر په بدل اخلم خدايه
تاسره سودا به مې خوښېږي
مسروري

د الفت لپې چې غبرګې کړمه پورته
و خاوند ته التجا به مې خوښېږي
عصمت الله بشام

نازولي او ښايسته ياران مې ډېر دي
خو بس مينه د يوچا به مې خوښېږي
عزت ا لله احمدي

ستا د حسن خو مثال په دنيا نشته
خو بس ستا يوه خندا به مې خوښېږي
مسلم يار

دا په تورو غرو چې لر او بر ګرځېګم
داسې ښکاري چې غزا به مې خوښېږي
ذاهد افغان

هر سهار د سور ګلونو طواف کاندي
دغه مېنه د بورا به مې خوښېږي
طالب الهام

چې مې عشق بيا د زړګي کور کې دېره شي
ها د مينې تجلا به به مې خوښېږي
قيس خپلواک

چې مې هيلې پرې تړلې دي ای ګرانه
داسې يون د خوږ اشنا به مې خوښېږي
ريحان جان ذاهد

د مجنون غوندې چې ګرځي په کوڅو کې
د اليلی در کې سزا به مې خوښېږي
هدايت بدر

سپين بيرغ چې د اسيا په زړه کې رپي
غزنوي دا سې فضا به مې خوښېږي
غزنوي

پر طالب باندې مين طالب مې يار دی
طالب ګل دی تر هرچا به مې خوښېږي
عبدالباقي مهاجر

دا چې تش په نوم واکدار دلته او سېږي
ومنئ که دا سودا به مې خوښېږي
ذاهد

چې خپل ځان قربانوم د خوږ اسلام نه
د تيارو پسې سبا به مې خوښېږي
حضرت الله صديقي

دا چې مينه د جهاد او د سنګر کړو
په دې لاره کې ستړيا به مې خوښېږي
ذاکر تګابي

مجاهده ستا آدا به مې خوښېږي
ومنه چې تر هرچا به مې خوښېږي
خالد کاکا

تور ټوپک خړه چانټه چې ګرځومه
د رب لاره کې غزا به مې خوښېږي
احمد جان

چې په توره شپه په غرونو کې ګرځېږم
خاص د پاک الله رضا به مې خوښېږي
عبيده ننګرهاري

چې خپل ځان لوګی کوي او اغيار وژني
جنتيان دي خامخا به مې خوښېږي
حماد افغان

که مين نه يم نوکم هم ترېنه نه يم
ملامت نه يم ښکلا به مې خوښېږي
عرفاني

دا عادت مې له پتنګ ځينې زده کړی
زکه سوځمه رڼا به مې خوښېږي
حمزه افغان حسيني

دا عادت خو رب متين دی را بښلی
متقي يمه تقوا به مې خوښېږي
رشيد حبيب زی

زنځېرونه چې په پښو کې ګرځومه
لېونی نه يم شرنګا به مې خوښېږي
عرفاني

مجاهده ستا په خوله کې څومره خوند کړي
د تکبير د غږ صدا به مې خوښېږي
حبيب الله سيال

که څوک کلي او ښارونه پرتله کړي
غرنی يمه صحرا به مې خوښېږي
رومان اعجاز

د اسمان سپينې سپوږمۍ خبره واوره
ستا پر شونډو ها مسکا به مې خوښېږي
قيس درمان

د بارودو جامې وا غوندې او خاندي
ما ترې ځار کړي بس همدا به مې خوښېږي
اسير

زه طالب چې دنګو غرونو کې ګزځېږم
د وطن د غرو ښکلا به مې خوښېږي
سليما حسرت

شاعران خدای پيدا کړي دي بې شمېره
خاص رحمان رحمان بابا به مې خوښېږي
موسی کليم ذاکري

چې په نيمه شپه ځولۍ د ګولو ور وړم
ستا خوږه نرمه مسکا به مې خوښېږي
اسير همت روحاني

عرفاني وايه په څه به دې مين يم
ستا ځواني که ستا وينا به مې خوښېږي
ذاهد

ای ملګرو نن شپه وايئ درودونه
خوږ نبي رسولله به مې خوښېږي
فرقاني يونس

ای وطنه ستا په غرونو او ميرو کې
سم دې ړوند که امريکا به مې خوښېږي
جلالي ملنګ

چې په مينه د شهيد ګلاب پر شونډو
شي خوره هغه مسکا به مې خوښېږي
قيس خپلواک

چې د آس غوندې په دښتوکې ځغلېږي
په سکوټرو کې هنډا به مې خوښېږي
عرفاني

چې د ورور خاطر يې هم کوم ملګرو
خو به سترګو د يو چا به مې خوښېږي
عبدالمالک ستانېزی

سپين بيرغ چې سپين ميدان کې په رپا شي
داسې ورځ داسې غزا به مې خوښېږي
سجاد جرس

بريمنې قافلې منزل ته رسي
صفانيته دي په دا به مې خوښېږي
دانش ملنګ

چې سنګر وي توره شپه د راکېټ کړنګ وي
د غازي جانان دعا به مې خوښېږي
اتل خان نورزی

مست احساس پاکه جذبه را پاروی شي
خود نو داسې شُعرا به مې خوښېږي
محمد ذاکر ياسيني

حکمتيار يمه په حق ملامت نه يم
شنه ډالر د يوناما به مې خوښېږي
سيف الرحمن رحماني

چې فيس بوک خلاصوم ګرانه توره شپه کې
دا شعرونه د اشنا به مې خوښېږي
زرقاوي مهاجر

موږ خو هسې ورته ناست يو څه نه وايو
تيار خو بې انتها به مې خوښېږي
محمد شفيع زهير

راشه نور نو را پخلا شه شهادته
فدايي يم ستا لقا به مې خوښېږي
تپاند زهاد

چې وفا لري په زړه کې کاذب نه وي
دروغ نه وايم ريښتا به مې خوښېږي
زکريا حقاني


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ