افغانستان

امریکا به هيڅکله د خپلو تېروتنو په اړه له افغانانو بښنه ونه غواړي. سوزن رایس

د متحده ایالاتو د حکومت امنیتي سلاکارې سوزن رایس پرون سه شنبه سي ان ان تلویزون سره په خپله مرکه کې وويل متحده ایالات دې ته ژمن نه دي چې د خپلو پوځيانو د تېروتنو او د هغه څه چې افغان ولس ته ستونزېراولاړوي، په اړه له افغان لوري بښنه وغواړي.لکه څرنګه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کيري حامد کرزي سره په خپلو تيلیفوني اړيکو کې وويل چې امریکایي پوځيان به د شپې بردونه نه کوي مګر هغه وخت چې کله د دوی پوځيان خپل ځان ته خطر محسوس کړي. د دواړو لوریو په خبرو کې امریکايي پوځيانو

 ته د خطر د احساس وضاحت نه دی شوی. د تيليفوني خبرو په ترڅ کې جان کيري له کرزي سره په دې اعتراف وکړ چې د دوی عسکرو په تېرو دولسو کلونو کې په شپنیزو عملیاتو کې ډېرې تېروتنې کړي دي، خو د دغو خبرو په ترڅ کې د عامه تلفاتو د مخنیوي په اړه هيڅ کوم تضمين نه دی ورکړای شوی او نه يې په تېرو وژنو او تېروتنو بښنه غوښتې.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x