مفکره!!

نور احمد نعماني

کاش چي زه هم مفکر وای
په لاس کي مي کوکیر وای

په ښکاره باندي غني
حقیقت کي یو فقیر وای

له ناټو څخه ناخوښه
امریکا لره سوالګیر وای

د سکون بیړۍ مي ډوبه
په ګرداب کي د چاه انجیر وای

دا سپیره طالب ته ګوره
په تکل زما د مسیر وای

دا د څنګه ملک پاچا شوم؟
راته غاښ چیچي زهیر وای

“نعماني” له داسي فکره امان غواړم
چي د فکر په نړۍ کي زه حقیر وای.

نور احمد نعماني


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ