نظــر

نوم، ولدیت، قوم او سیمه یې نوټ کړئ

وطن پلورونکي بايد محاکمه سي
د مشورتي لويي ډرامې د ټولو ګډون والو نومان بايد افغانان ثبت کړي. نه يوازي نومونه بلکه ولديت، قوم، سيمه او نور ټول اړين معلومات يې بايد خوندي او خپاره کړل سي. دغه کسان بايد د افغانانو څخه ورک نسي. دا د دې لپاره چي کوم وخت په افغانستان کي د ګوډاګيانو حکومت رانسکور سي، نو بيا افغانان د دغو وطن پلورونکو سره د يو آزاد سوي افغانستان د خپلواک او آزاد قانون له مخي قانوني چلن وکړلای سي.

چي خپلي مور ته بې ناموسي اړوي
هر هغه څوک چي د خپلي خاوري خپلي مور په خرڅولو کي ونډه اخلي، هغوی بايد د افغانانو لپاره داسي انسانان وګرځي لکه په هندوانو کي چي د انچوت قوم دی. د دوی سره پر يو سترخوان ډوډۍ خوړل، دوستي، سلام دعا، کاروبار او ګاونډيتوب بايد ترک کړل سي. د افغانستان په تاريخ کي هيڅکله و خپل ځان ته د بې ناموسۍ اړولو داسي يوه ډليزه پيښه نه وه رامنځ ته سوې لکه دغه ښاغلي او آغلې چي يې په پام کي لري. له همدې کبله بايد د دغو کسانو هويت هر افغان ته داسي څرګند او روښانه وي لکه د دوږخيانو پر تندي چي به تور داغ د هغوی پېژندګلوي کوي.
امنيتي تړون که ټولي سيمي ته د جګړې اعلان؟
ټولې هغه ويني چي د دغه امنيتي تړون له کبله به زموږ په هيواد کي د دوام پيدا کوونکي جګړې له کبله توييږي، د هغې پړه پر دغو کسانو ده. په افغانستان کي و امريکايانو ته پوځي اډې ورکول په اصل کي د روسيې، چين، پاکستان او ايران پر ضد د جګړې اعلان کول دي. دغه هيوادونه به افغانستان ته هغه اور راوړي چي زموږ نسلونه به وسوځي.
بې طرفي غوره لاره وه
د افغانستان لپاره غوره لاره بې طرفي وه او ده. دا چي خلقيانو او پرچميانو افغانستان يو ځل و يو اړخ ته کوږ کړ، له کبله يې تر نن پوري افغانستان سوځي. په عيني توګه به و امريکايانو ته اډو ورکول زموږ راتلونکي نسلونه د جګړې اور ته واچوي. د اوسنۍ روانې جګړې په پرتله به په راتلونکې جګړه کي د امريکايانو تلفات صفر وي او له همدې کبله به د جګړې درېدل د هغوی لپاره هيڅ اهميت نه ولري. بلکه برعکس جګړه، بې ثباتي، بې وزلي، اداري فساد او ګوډاګي سياستوال تقويه کول به د امريکايانو لوړيتوبونه وي.
د آرامي ګوله درڅخه ونه خوري
خدای خبر چي زموږ څو نور نسلونه به د نورو ملتونو د دلچسپيو او زور ازموينو قرباني کيږي. دا چي د مشورتي لويي ډرامي ګډون وال په لاسي لاس افغانستان د سيميزو اټومي او اقتصادي قوتونو د زور ازموينې ډګر ګرځوي، هغوی بايد داسو مزو او چرچو ته پرې نه ښودل سي لکه د لوی هندوستان د غدارانو چي په برخه سوې. هغه کسان چي د انګريزانو ملا يې تړلې وه، هغوی ته پرنګيانو مځکي او جايدادونو، دولتي چوکۍ او لقبونه ورکړل. په پاکستان او هند کي تر نن پوري د يادو پخوانيو غدارانو اولادونه هم په اقتصاد او هم په سياست کي لوی لاس لري. خو په افغانستان کي موږ بايد د دې اجازه ورنه کړو چي د دغو غدارانو اولادونه بیا پر موږ حکومت وکړي.
د نانۍ شهيدي د قاتلانو ملګري
هغه څوک چي د زنګاوات د نانۍ شهيدي و قاتلانو ته اډې ورکوي، الله دي يې ډېر ژر په افغانانو شرمېدلي او ذليل وويني. ټولې هغه بې ناموسۍ چي افغانانو ته به د امريکايي عسکرو لخوا د دې وروسته اړول کيږي، د هغوی ټول مسؤليت د دغو کسانو پر غاړه دی.
بهترينه لاره به دا وي چي د دغو ټولو کسانو معلومات د انځورونو سره پر انټرنټ خپاره سي تر څو هر افغان ته د هغوی هويت معلوم وي. د آزاد افغانستان راتلونکی حکومت بايد د دغو کسانو او د هغوی د ټولې کورنۍ په تذکرو کي د «غدار» ټاپه ور ووهي. د هغوی جايدادونو او پيسې ضبط او د هغوی پر راتلونکو لسو نسلونو په دولتي ادارو کي پر کار کولو بنديز ولګوي. د هغوی لپاره بايد صرف د داسو کارونو اجازه وي چي د چټلۍ د پاکولو سره تړلي وي. چټل خلک د همدې لايق وي.

احمد ولي اڅکزی

د لیکوال بلاک: 

http://ahmadwali.achakzai.com/

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x