کور پاڼه / د نن سرمقاله / طالبان ولي د حکومت او حکمتیار ترمنځ پر هوکړه لیک خاموش دي؟

طالبان ولي د حکومت او حکمتیار ترمنځ پر هوکړه لیک خاموش دي؟

نن ټکی اسیا : سرلیکنه: د تیرې پنچشنبې په ورځ د ملي یووالي حکومت اوښاغلي حکمتیار د استازیو ترمنځ د هوکړه لیک مقدماتي سند لاسلیک شو.

یاد سند چې یوه مقدمه، درې فصلونه او ۲۵ مادې لري په ۱۸ ماده کې داسې راغلي:

د سولې عالي شورا او د افغانستان اسلامي حکومت له لوري د دغې هوکړې له رسمي اعلانه وروسته به اسلامي حزب رسماً اعلان کوي، چې د هېواد لوړو ګټو، جګړې ختمولو او تل پاتې سولې او ټیکاو لپاره به اسلامي حزب د مهم سیاسي ګوند په توګه فعالیت کوي، د هېواد اساسي قانون به مني او تلپاتي اوربند ته به غاړه ږدي، هر ډول نظامي کړنې به پریږدي او خپل وسله وال تشکیلات به له منځه وړي.

دا چې په تیرو ۱۵ کلونو کې ښاغلی حکمتیار د امریکا او نړیوالې ټولنې په حمایت د منځته راغلي حکومت پر خلاف مبارزه کوله او د ده په خبره د طالبانو د لیکو ډیری جنګیالي هم د ده پلویان ول ، طالبانو ته په کار و چې له حکومت سره د نوموړی پر یوځای کیدو یې خپل رسمي غبرګون څرګند کړی وای.

خو دا چې طالبانو د یادې پخلاینې په اړه چوپتیا غوره کړې ممکن یو لامل یې دا وي چې هغوی له لویه سره دې ټولې سیناریو ته په افغانستان کې د امریکايي پوځي شتون (اشغال) غځونې د یوې کړۍ په نظر ګوري ؛ ځکه د هغوی په باور په افغانستان کې د جګړې ختمولو واک امریکایانو یواځې له خپل ځان سره ساتلی.

د حکومت او حکمتیار ترمنځ په لاسلیک شوې هوکړې د طالبانو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیوال سازمان هم بي باوره او دا کار د دوی په باورجنګي جنایت کارانو ته له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ پیاوړی کول ګڼي.

سره له دې چې یوناما او په کابل کې د امریکې اوبریتانیې سفارتونو په خپلوغبرګونونو کې یاده هوکړه ستایلې ، خو واشنګټن پوسټ ، ګارډین ، وال سټریټ ژورنال او یوشمیرنورو هغوغربي رسنیو چې تر ډیره د امریکا او بریتانیا د دولتو رسمي نظر منعکسوي ښاغلی حکمتیار د کابل قصاب، نړیوال تروریست ، بدنامه څیره او په نورو ناوړه نومونویاد کړی او کابل ته یې د نوموړی احتمالي راتګ د ۹۰ لسیزې د جګړو بیا تازه کول بللي.

که څه هم چې حکومت د حکمتیار پخلاینه له طالبانو سره د پخلاینې لپاره مقدمه بولي، خو طالبان له حکومت سره د حکومت په شرائطو برابره سوله د سولې په معنا نه ؛ بلکې حکومت ته تسلیمي بولي، همدا لامل دی چې په ټولیزه توګه یې یاده موضوع بي اهمیته ګڼلې او د هغې په اړه یې خپل رسمي دریځ په اوروزګان ولایت اویو شمیر نورو سیمو کې د پوځي عملیاتو په تیزولو سره څرګند کړ.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

5 تبصرې

  1. پورتنی لیکنه کی ځینو ټکو په اړه ارزونه :
    لمړی : د حکومت او حکمتیار نه بلکه د حکومت او حکومت یار تر منځ د داعشی ملیشو د مشرۍ تړون وو ، کوم ته چه مخکی د اربکانو مشری ورکړی شوی وه اوس ورته د داعشیانو مشری ورکړی شوه ، صرف په دومره توپیر چه هغه وخت اربکان په سپین او حکومتیار په تور لست کی وو اوس به دا خبره سرچبه وی داعشیان به تور او حکومتیار به سپین لست کی وی .
    دوهم : لیکل شوی چه ( تیرو ۱۵ کلونو کې ښاغلی حکمتیار د امریکا او نړیوالې ټولنې په حمایت د منځته راغلي حکومت پر خلاف مبارزه کوله ) په ځآی یی باید ویل شوی وی چه [ په تیرو ۱۵ کلونو کی حکومت یار د نړیوالی ټلوالی په لاس جوړی شوی اداری سره اوږه په اوږه مبارزه کوله ]
    دریم : لیکل شوی چه ( طالبانو د یادې پخلاینې په اړه چوپتیا غوره کړې) [ د اربکیانو په ځآی د داعشیانو مشری ورکولو ته پخلاینه نه بلکه تعینات ویل کیږی ] طالبان چه هغه اداره غلامه ګڼی تعینات او یا تشکیلات یی ورله په رسمیت هم نه پیژنی .
    څلورم : دا جمله چه ( طالبانو ترڅنګ ــ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیوال سازمان ــ هم بي باوره او دا کار د دوی په باورجنګي جنایت کارانو ته له مجازاتو څخه د معافیت فرهنګ پیاوړی کول ګڼي ) دری برخی لری :
    اول : اصلا دا اداره د مظلوم بشریت د حقوقو د لوټلو او پایمالولو د پاره جوړه شوی دغه نوم ورته ورکول او طالبانو سره یی نوم په یو ردیف کی یادول هم مظلوم بشریت او هم طالبانو ته توهین دی
    پنځم : ویل شوی چه ( د اشغلګرو سفارتو دغه تړون تایید کړی مګر د لویدیز رسنیو یی یی غندنه شوی ) د لویدیز یهودان هغه څه چه وایی هغه نه کوی او هغه څه چه کوی هغه نه وایی ، په خبرو کی تل دوه مخی او ځو مخی کوی ځکه یی سفارتونه یو څه او رسنۍ یی بل څه وایی لکه د یوه جسم خوله چه یوه خبره ، لاسونه او پښی یی نوری کړنی ترسره کوی .

  2. زما په آند طالبان ځکه چوب دي چې داسلام له نظره دغه کړنه یعنې نمایشي سوله څه أرزښت نلري ، ځکه پدغه سوله کښې دحکومت لخوا په بل عبارت دأمریکایانولخوا داشرط ایښودل شوی دی چې حزب به په ټوله نیزه توګه مسلح جهاد پریږ دي او له واړو مجاهدینوسره به أړیکې ختمه وي،دغه شرط دالله تعلی ددغه أمر خلاف دی، [ وقاتلواهم حتی لاتکون الایة او درسول الله ددغه حدیث مخالف دی [ الجهاد ماض الی یوم القیامة الحدیث،] دغه صلح دشریعت دحکم له مخې غیر شرعی ده ځکه په شرعي صلح کښې یو شرط داهم دی چې حرام به حلال اوحلال به نه پکښې حرامیږي دلته سپیڅلی جهاد او له مؤمنو مجاهدینوسره شرعي أړیکه منعه شوس ده، بل شرط دادی چې صلحه کونکی نما ئنده به مسلمان وی مرتد به نوي دلته د دولت لخوا څخه یوه مرتد کمونیست أتمر لالیک وکړ چې فیصله ئې شرعا باطله ده، څه داسې نور ملاحظات هم شتون لري چې ددغې سولې مشروعيت نفي کوی ، فلهذا طالبان ندي أړ چې پدغه آړه څه خبره وکړی ځکه د هغوی دریځ له اول سر څخه روښانه دی چې هر هغه څه چې داسلام په خلاف وي دوی ته دمنلو وړندی،

  3. حکمتیار که هر سوک دی خو د ملا منصور ### پاکستانی ایرانی اوروسی ####سخه ښه دی

  4. ستاسی ##### ستاسی غاری یوسف احمقی سه وخت ##### او تاسی یی اوس هم په نوم پیغامونه جوړوی دا هم ستاسی د مشر په سیر یو کار دی

  5. خره په لغتو او انسانان به حکیمانه او اخلاقی استدلال د ځان او دملګرو څخه دفاع او استدلال کوی ، د خرو لغتی په انسانی کڼځلو شرف لری ، هغه څوک کنځل کوی چه ناپوهه او ناحقه وی کنځل کوی یا لغتی وهی ، د غلامی اداری له اوله تر اخره خره دی ، کله چه څوک کنځل کوی پوه شی چه هغوی غلامان او یا د بادارانو ژباړن دی