
ولسمشر غني د غوراوي کمېټې د کار پيلولو زماني موده وټاکله
نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۳مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د راتلونکو ټاکنو د چمتووالي په اړه مقدماتي غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
هغه خبرپاڼه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه رسنیو ته لېږل شوې او یوه کاپي یې نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړې په کې ویل شوي چې اشرف غني د غونډې ګډونوالو څخه د ټاکنو قانون د توشیح پړاو په بشپړیدو سره مننه وکړله او ویې ویل چې د نننۍ ناستې موخه د شفافو، آزادو، عادلانه، سرتاسري او ټولشموله ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د لارنقشې تدوین او جوړول دي.
اشرف غني په دغه غونډه کې د ټاکنیزو کمیسینونو د غړو ټاکلو لپاره د غوراوي کمېټې د کار پيلولو زماني موده وټاکله.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه غونډه کې د جمهوري ریاست د چارو د عمومي ادارې رئیس عبدالسلام رحیمي وویل، پنځو هغو بنسټونو ته یې مکتوبونه لېږلي دي چې د غوراوي کمېټې غړیتوب لري، همدارنګه هغه زیاته کړه، د غوراوي کمېټې ترکیب به ژر بشپړ شي.
ښاغلي رحیمي څرګنده کړه، د غوراوي کمېټې لپاره سکرټریټ جوړ شوی دی او همدارنګه د کمېټې د غړو لپاره مناسب ځای هم چمتو شوی دی چې هغوی په کې خپلې ناستې وکړي.
په دغه غونډه کې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور وویل د ټاکنو قانون به روانه اونۍ په رسمي جریده کې خپور شي.