کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / روزګان: ترینکوټ یو ځل بیا د طالبانو تر بریدونو لاندې دی

روزګان: ترینکوټ یو ځل بیا د طالبانو تر بریدونو لاندې دی

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۳مه ۱۳۹۵ل): د روزګان سیمه ییز چارواکي وايي چې په شمالي سیمو او د ترینکوټ ښار په مربوطاتو کې اوس هم جګړه روانه ده او طالبانو تېره شپه د ښار په امنیتي کمربندونو یو ځل بیا برید کړی دی.

د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ویلي چې تر دې دمه یې ښار ته د طالبانو د ورتګ مخه نیولې او د تېرو دوه ورځو جګړو کې پنځه طالبان وژل شوي دي.

نایاب زیاته کړې چې ګیزاب یو له نا امنو ولسوالیو څخه ده او طالبان غواړي چې له دغې ولسوالۍ څخه په استفادې د ولایت مرکز ونیسي. هغه وايي چې د ناامنو ولسوالیو د بېرته نېولو لپاره عملیات روان دي خو د دې لپاره چې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي
دغه عملیات ډير ورو مخ پر وړاندې ځي.

د والي ویاند ادعا کړې چې د کندهار-روزګان پر لویه لاره د طالبانو لخوا نېول شوي پوستو څخه یې ۶ بېرته نېولي دي او د پاتې د نېولو لپاره عملیات روان دي.

هغه ویلي چې د ښار له ټولو برخو څخه د طالبانو ویستلو لپاره امنیتي عملیات روان دي.

په عین حال کې په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي ویلي چې مرکزي حکومت په دغه ولایت کې لازم اقدامات نه دي کړي او په امنیتي وضعیت کې هيڅ ښه والی نه دی راغلی.

هغه ویلي چې «د دښمن څخه نه کومه سیمه پاکه شوي او نه یې هم پر وړاندې ډله‌ییز عملیات ترسره شوي، مرکزي ادارو تر دې دمه داسې څه نه دي کړي چې د روزګان ولس ته د قناعت وړ وي».

له تېرو دوه ورځو راهیسې د روزګان په مرکز ترینکوټ باندې یو ځل بیا بریدونو زور اخيستی دی. څو ورځې وړاندې طالبانو د دغه ښار ډيری برخې ونیولې خو وروسته د هوايي بریدونو له کبله يې شاتګ وکړ.

دا په داسې حال کې چې نن د کورنیو چارو وزارت د روزګان امنیه قومندان ویس رحیمي او د امنیتي آمر عبدالقوي عمري په دندو کې د غفلت له کبله ګوښه کړي او د څېړنو لپاره یې کابل ته غوښتي دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ