ټولنیزه برخه

د فاصلو ستونزه

(د پښتو ټایپسټانو او ليکوالو د پام وړ)

د پښتو متن د کلمو ترمنځ فاصلې زموږ د پښتو ټایپسټانو لویه ستونزه ده. د کتاب چاپ په دې ګړندي بهیر کې، چې څومره کتابونه په چټکۍ چاپېږي او خپرېږي، په همدې کچه په کې د فاصلو ستونزه څرګنده وي. د فاصلو ستونزه د متن لوستل ډېر ستونزمنوي. دا ستونزه آن په ډېرو معتبرو لیکنو کې هم ترسترګو کېږي.حتا ډېری باعتباره کتاب خپرندویه ټولنې له دې مشکله خلاصې نه دي. دا دومره ستونزمن کار هم نه دی، چې ټایپسټ دې ډېر په عذاب کړي. د نورو بټنو په څېر د فاصلو بټن هم کېکاږلی شي. په دې شرط چې دې باریکۍ ته یې پام وي.

د فاصلو ستونزه نه یوازې دا چې کتاب‌لوست ستوزمنوي، بلکې د کلماتو ښکلا او معنا ډېر بې‌خونده کوي. دلته که صرف یو اصل په پام کې ونيسو، مسئله حل بویه! «د هرو دوو کلمو ترمنځ یو ځل د واټن (سپېس) بټنه کېکاږئ».
مثلاً: زه د خپلواکۍ جشن په ویاړ سره لمانځم. دې جلمه کې څو کلمې دي: (زه)، (د)، (خپلواکۍ)، (جشن)، (په)، (وياړ)، (سره)، (لمانځم). هره کلمه چې قوس کې نيول شوې یوه یوه کلمه ده. ډېر وخت، ټایپسټ دا نورې کلمې جلا جلا ليکي، مګر د (د) په لیکلو کې (چې په پورته جمله کې کلمه ده، توری نه دی) له ستونزې سره مخ کېږي. داسې ليکي: زه دازادۍ جشن…، یعنې د ازادۍ یو ځای ليکي، (د) له (ازادۍ) سره بې‌واټنه ليکي. آن ځينې پر دې باوري دي، چې د (د) ليکلو کره بڼه همداسې ده. ما یوې وېب‌پاڼې ته خپله یوه ليکنه استولې وه، چې ګورم اکثره ځایونو کې د (د) او بلې کلمې ترمنځ یې فاصلې په قصدي ډول له منځه وړې، اېډېټر داسې فکر کړی، چې ګواکې دلته باید (د) له فاصلې پرته وليکل شي، چې د دې ليکنې یو لامل هم دا بې‌ځايه اېډېټ و.
یوازې د (د) په څېر تورو مشکل نه دی. ځينې خام ټایپستان تر هغې د واټن بټن (سپېس) نه کېکاږي، چې دوې کلمې په بشپړ ډول سره وصلې نه شي. لکه: دا مثال مې مخکې هم ورکړی و. د ښوونې او روزنې وزارت بري‌ليکونو کې داسې لولو: دافغانستان اسلامي جمهوریت
دپوهنې وزارت
دعمومي زده کړولوی ریاست
د نتایجواوشهادتناموریاست
دثانوي تعلیماتوبری ليک
په لومړۍ جمله کې، (دپوهنې) بې‌واټنه، مګر (وزارت ته بیا فاصله ورکړل شوې ده، ولې؟ ځکه که (وزارت) ته فاصله ورنکړي، نو جمله داسې راځي: (دپوهنېوزارت). دلته بیا د ټایپست پام کېږي، چې دا غلطي ده، نو ترې ډډه کوي.
دويمه جمله کې: (دعمومي زده کړولوی ریاست). (دعمومي) یوځای، ځکه دلته داسې دوه توري نشته چې سره وتړل شي او د ټایپست ورته پام شي. بیا (زده) له مخکينۍ او وروستنۍ کلمې بېل ليکل شوی، ځکه که یوځای ليکل شوی وای، نو (دعموميزدهکړو) دغسې څه جوړېدل، چې ښکاره غلطي ده. مخکې ځو، (کړولوی) یوځای ليکل شوی، ځکه بیا هم توري نه سري تړل کېږي. حال دا چې باید د هرو دوو کلمو ترمنځ فاصله وي، داسې: (د عمومي زده کړو لوی ریاست).
درېیمه جمله بيا ډېره په زړه پورې ده: (دنتایجواوشهادتناموریاست). دلته چې د ټولو کلمو په سر او پای کې داسې توري نشته چې سره وتړل شي، ټایپست بشپړه جمله بې‌فاصلو ليکلې ده. که دا اوږده جمله د کرښې په پای کې راشي، نو «ام ایس ورډ» يې په مکمل ډول کښته کوي؛ ځکه «ام ایس ورډ» ته یوه کلمه ښکاري. دا جمله باید داسې وليکل شي: (د نتایجو او شهادتنامو لوی ریاست).
 ځينې ليکوال دا بهتره ګڼي، چې مرکبې کلمې له لنډ سپېس سره له یو بله جلا ولیکل شي.
لکه: جمله‌بندي: دلته واټن نه شته، خو دواړه کلمې سره جلا، مګر د فاصلو له نظره له یوه بل سره تړلي دي.
یا: بې‌واکه، ناخبره، افغاني‌کونه، ښاري‌کېدنه، روان‌پوهنه…
په ليک‌نښو کې فاصلې
د لیک‌نښو کارونې پر مهال هم فاصله پاموړ ده. دلته هم یو منل شوی او ساده اصل لرو: «له هرې ليک‌نښې مخکې باید فاصله نه وي او ترې وروسته بايد وي، تر څو نښه له وروستۍ کلمې لرې وساتي».
لکه: کابل ته راځې؟ دلته تر سواليې شاته که بله پوښتنه وي، باید فاصله ولري او تر مخکې باید نه وي. یا داسې: مشورتي لویه جرګه: څو خبرې، څو اندېښنې. دلته وګورئ، تر (:) مخکې فاصله نه شته؛ خو شاته بیا شته. نر (،) مخکې فاصله نشته، خو شاته یې بیا شته. دا تېروتنه پښتو لیکنو کې اکثراً داسې وي: مشورتي لويه جرګه : څو خبرې ، څو اندېښنې. يعنې تر شارحې او کامې مخکې او شاته، دواړو خواوو ته فاصله ورکوي. ځينې بیا داسې ليکي: مشورتي لویه جرګه :څوخبرې ،څو اندېښنې. دلته تر نښو شاته فاصله نشته،مګر مخکې شته، چې تېروتنه ده. یا ډېر وخت چې وګورو، له (.) مخکې فاصله وي. لکه: کابل د افغانستان پلازمېنه ده . دلته باید تر (.) مخکې فاصله نه وي، داسې: کابل د افغانستان پلازمېنه ده. ځينې وخت کوچنی قوس («») بې‌‌ځایه لیکل شوی وي. داسې: ولسمشر وویل:«د سولې بهير ته ژمن یو». دلته شارحه او بیا کوچنی قوس او بله جمله ټول بې‌فاصلې راغلي. دلته یوه فاصله په کار ده، د شارحې او د پیل کوچني قوس ترمنځ لکه: ولسمشر وویل: «د سولې بهير ته ژمن یو».
انګليسي خو ډېره پرمختللې ژبه ده، د آفس پروګرمونو اصلي ژبه ده. که مو پام کړی وي، چې د انګليسي لیکلو پرمهال کومه نښه یا چېرته بې‌ځایه فاصله ورکړئ، تر لاندې يې کرښه وکاږل شي، تر څو تېروتنه سمه نه کړئ، کرښه به وي. پښتو کې بیا دا اسانتيا نه شته. ښايي ټایپست په خپله دې مسئلې ته پام وکړي، په تېره د خپرندويه ټولنو مسئولین باید دغه باریکۍ د ټایپست تر غوږه تېرې کړي. په افغانستان کې د فاصلو ستونزو حتا په ډېرو مهمو خبرتياوو کې څرګنده ده، چې خپلې ژبې ته د بې‌قدرۍ او نه پامنيوي ښکاره مثال دی.
يادونه: له دې ليکنې سره مې د پوهنې‌وزارت د ناسم بري‌لیک انځور ځکه بیا خپور کړی، چې د دې ستونزې ښه بېلګه ده، بله خبره نه شته.

ذاکر جلالي

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA

د فاصلو ستونزه

(د پښتو ټایپسټانو او ليکوالو د پام وړ)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x