لنډه کیسه: معیار. لیکونکی: علي سيد سيدي

tv-remoteشپه ناوخته وه، غوښتل مې ویده شم، تلویزیون د کتو څه نه لرل. د وروستي ځل لپاره مې د ریموټ کنترول تڼۍ یو په بل پسې کیکاږلې، کانالونه سر په سر واوښتل، یو اشنا تصویر ښکاره شو، ریموټ مې په میز کیښود. خپرونه سهارنۍ وه، اوس تکرار خپریده، خو ورسره لیکل شوي نه وه. نطاق راڅرګند شو، په شعر يې پیل کړه، خوند يې راکړ. د سلام له وړاندي کولورورسته يې وویل:

– نن په خپرونه کې داسې یو میلمه لرو چې تاسو ټول يې پېژنی، ټول عمر يې د هېواد مطبوعاتو ته خدمت کړی، د افغانستان راډیو او بیا ورپسې تلویزیون يې د سترګو په وړاندي زیږدلي دي. د ژوند څلويښت کاله يې په دې لار کې عبس کړي. نوم يې نه اخلم، تاسو يې خپله پیژنی، هر چاچې وویل، جایزه لري. میلمه د تلویزیون په پرده څرګند شو، پیژندل شوې څیره و. د تلفون زنګ راغی، د میلمه نوم يې واخست، د جایزې مستحق وګڼل شو، تیلفون بند شو، ونه ویل شول چې جایزه به له کومه اوکله تر لاسه کوي؟ میلمه مننه وکړه او لیدونکو ته يې خپلې لومړنۍ خبرې وکړې. بیا زنګ وشرنګید، نطاق غوږۍ پورته کړه. مخاطب لوري میلمه او کوربه دواړه وستایل، شته دندې يې د دوی له استعدادنو کمې وګڼلې. اړوند وزارت يې ګرم کړ، د استعدادنو وژونکی يې وباله. تیلفون بند شو، نطاق غوږۍ کیښوده، مننه یې وکړه، میلمه يې وپوښت:

– د اوسنیو صوتي او انځویزو رسنیو په هکله څه وایاست؟

ملیمه اوږد اسویلی وویست، وې ویل:

– تلویزیونونه ډېر دي، خپرونې پریمانه، خو معیار نشته.  نطاقان مطالعه نکوي، پوهه نلري، کنترول نشته. خط له مخې نشي لوستی، د وطن په جغرافیه ندي خبر، په خبرونو کې غور ولايت ته (غؤر) وايي. دا په نطاقې کې کفر دی. ادبي خپرونې يې ناقصې دي، شعرونه غلط لولي ……..

نطاق خپل ګنجی سر د تائد په علامه وخوراوه، پوښتنه يې وکړه:

– ښه نطاق باید څه ځانګرنې ولري؟

میلمه د چایو پیاله پورته کړه، ويې ویل:

– ښه اواز، فصیح غږیدل او روان لوستل. سواد باید ولري.

چایو نه يې غړپ تیر کړ. میلمه او ګوربه یو شی مشترک لرل، په سر ختلې سپوږمۍ. نطاق پوښتنه وکړه:

– رابه شو ظاهري جوړخت ته، قواره په نطاقي کې رول لري؟ مثلآ: د پوستکي رنګ، ډنګرتوب یا چاغتوب او یا هم د سر ویښتان؟

میلمه د خبرې په رمز پوه شو، د چایو پیاله يې په میز کېښوده، د واره يې وویل:

– نه – نه، قواره اصلآ مهمه نده، تاسو وګورئ، زه مثال درکوم. د دنیا له ټولو بد رنګ نطاقان  سي- ان- ان سره دي، له هغو بدرنګ په بي بي سي کې کار کوي، ځینې خو يې داسي تور او بد رنګ دي چې ډوډی ورسره نه خوړل کیږي، خو ډير ښه نطاقان دي.

دې خبرو نطاق ته خوند ورکړ، خوله يې له خوشحالي ویړه شوه. د خپرونې د پای شیبې شوې، نطاق له میلمه مننه وکړه، د وروستي پیغام يې ورته وویل. ملیمه ځان راټول کړ، کمرې ته يې مخامخ وکتل، داسې لکه ماته چې سترګو کې ګورې، ویې ویل:

– څه خاص پیغام نه لرم، دومره وایم چې خدای دې زمونږ وطن ارام کړې، سوله دې خدای راولي، چې خلک ارام ژوند وکړي. جنګونه ختم شي، نفرت ختم شي او …….

نطاق يې خوله کې ورولوید،

– امین، په همدې هکله شاعر څه ښه ویلي:

دا کم خو زمونږ ژوند د محبت لپاره هم دی

نفرت ته یم حیران چې‎ وزګاریږي خلک څنګه

لفظونه اشنا ښکاره شول، چیرته مې اوریدلي وه. په ذهن مې فشار راوړ. یو غږ مې ترغوږ شو، فرهاد دریا و، ویل يې:

دا ژوند خو زمونږ کم د محبت لپاره هم دی

حیران يم چې نفرت ته وزګاریږي خلک څنګه؟

میلمه ریښتیا ویل، معیار نشته،  کنترول نشته.

پای

۱۷ / ۰۴ /۲۰۱۱



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.