کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / د صحابي په څپېړې وهلو انجام

د صحابي په څپېړې وهلو انجام

قاري حكيم الله صابري

امام بخاري رحمة الله علیه دا پېښه په خپل تاریخ کې د محمد بن سیرین رحمة الله علیه له خولې کاږي:

وایي : ما د بیت الله شریف طواف کاوه چې یو سړی مې ولیدلو، هغه دعاء غوښتله او وئل یې: “ای الله! ته راته بخښنه وکړه ! خو زه تمه نه لرم چې ته به ما وبخښې.

ما ورته وویل: “ای د الله جل جلاله بنده ! فکر وکړه دا ته په بیت الله شریف کې څه وایې؟ داسې څه ګناه دې کړې ده چې الله جل جلالع سره دا رنګه په نهیلۍ خبرې کوی او هغه نه دومره نهیلی یې؟

هغه وویل: واوره! کله چې د حضرت عثمان رضی الله عنه پر ضد فتنه راولاړه شوه نو زه د یاغیانو په خبرو کې راغلم ، نو اراده مې وکړه چې که فرصت په لاس راغی نو زه به حضرت عثمان رضی الله عنه په مخ په څپېړه وهم (نعوذبالله) ، د هغه په ژوند خو مې دا کار ونکړای شو، خو چې کله هغه په شهادت ورسول شو او کفن کولو نه پس په خونه کې کېښودل شو، نو خلک به خونې ته ننوتل او د هغه د مخ دیدار به یې کولو ، زه هم د مخ کتلو په پلمه خونې ته ننوتلم ، دغه وخت خونه کې بل هیڅوک هم نه وو ، بس فرصت په لاس راغی د مبارکې څېرې نه یې مې ټوټه لېرې کړه او په څپېړه مې ووهلو ، ښی لاس مې په هماغه وخت کې وچ شو.

ابن سیرین رحمه الله وايي: “ما د دغه بدبخته لاس ولیدلو، هغه د لرګي په څېر وچ شوی وو.”


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ