غزل/ خوشال درانی

خوشال درانی

زه داسې ژوند نه غواړم، دغسې حالات نه غواړم
مرګ خو حتمي دی، مرګ ته دومره امکانات نه غواړم

ته دې د خــپل غرور په غره بانـدې ولاړه اوسه!
زه درنـه لاړم، زه خو داسـې ملاقـات نه غواړم

ما داسې نه غوښتل، چې یو ته دې سجده او بل دې ونړیږي
“زه بودا څه کوم، چې لات سوځم منات نه غواړم”

چـې بیا ونه وایې، تاولې قربانی ورنه کړه
مرګ ته مې ځان ورکړ، له تانه اوس نجات نه غواړم

که تا د خپل دربار نه وشړلم، ښه دې وکړه
زه د نـا اهلو نه د مینې نور خیرات نه غواړم

ماداسې نه غوښـتل خوشاله! چې یو دواړه لرې
نور دې یاد نه غواړمه، نوردې خاطـرات نه غواړم
ــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوشال درانی
۲۰۱۴/۱۰/۲۴


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ