شعـــــرونه

نعتيه غزل/ تپاند زُهاد

تپاند زُهاد

نازولي دسبحان دي مصطفي دي
محترم اوقدردان دي مصطفي دي

له ښکلانه یي خالق جهان پیداکي
نازل شوي پري فرقان دي مصطفي دي

که صدیق دي که عمردي که علي دي
بل ملګري یي عثمان دي مصطفي دي

فرشتو ورته لبیک لبیک ویلو
دجهاد سترقهرمان دي مصطفي دي

ګل ګلابه ستاښکلاکي نور ښکاري
هم غاټول دي هم ریحان دي مصطفي دي

دسپیڅلي زړه خاوندو تري  قربان شم
پرُامت ډیر مهربان دي مصطفي دی

په یاسین اوپه طه باندي یادیږي
محمد اخر زمان دي مصطفي دي

له روضي څه یې دمشکو بوې رادرومې
د” تپاندزُهاد” جانان دي مصطفي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x