کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / غزل/ عبدالرحمن محمود

غزل/ عبدالرحمن محمود

عبدالرحمن محمود

عنايت کړه جام د ميو ساقي جانه
چي بي خوده سم له دي دهر وجهانه

د ميخورو په أول صف کي ځاى راکه
د هجران مزلو وهلى يم ستومانه

بخت و تاج دي و زاهد ته مبارک وي
زه د عشق په خرقه خوښ يم په هر آنه

مينوشې مي په طينت ده أخښل شوي
شيخه مه شه نور وماته حک حيرانه

درمسال يې په رندانو أباد کړى
ته له خيره چي پر دي لور يې روانه

دا د حب جذرأصم دى ځان کنار که
په تحفه کي به سر غوڅ وړې له ميدانه

پر صفحه د أسطرلاب چي تورې ښکاري
دا يواځي خد و خال دى د جانانه

ظاهربين په خپل عقده ملامت ندې
زه محمود له ظاهربينو يم پريشانه


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ