نظــر

کفار اډې نه، ایمان غواړي !

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د اسلام د دین لوی او واړه اساسات ډیر ښکاره او معلوم دي د انسان د پراخ ژوند هیڅ داسې موضوع نشته چی اسلام په هغې برخه کی رڼا نه وي اچولی او څرګند دریز یې ورته نه وي معلوم کړي، دا چی ګمراهان د خپلو ناوړه کارونو د توجیح لپاره د ښکاره سقه اسلامي مسایلو په موجودیت کی نوي انحرافی مسایل راوباسي او د خپلی ګمراهی لپاره د تأید وجوهات پرې جوړوي هغه یې د کاذب شیطانت کارونه دي او د سالمو مسلمانانو لپاره به هیڅ وخت د قبول وړ ونه ګرځي.

یقینأ پدې هر مسلمان پوهیږی چې کفار ستر ظالمان دي او د ټولوعالمونو په پیدا کوونکي، پالونکي او پناه کوونکي الله جل جلاله باندی یی ستر تهمتونه تړلي دي او هغه مقدس واحد ذات ته یې شریکان اختیار کړي دي چې هغه ذات احد او صمد دی، نو پر مخ د ځمکې تر دې بل ستر ظلم او خیانت نشته چی الله تعالی سره څوک شریک جوړ کړي، څوک چې ځانته مسلمان وایي نو د خپل رب له دښمن سره به دوستي نه کوي او که د رب له دښمن سره د اسلام پر ضد دوستي کوي نو د خپل حقیقي رب سره یي د دښمۍ اعلان کړی دی او داسې خلک بربنډ کافران دي. تقریباً دیارلس کاله وړاندې د نړی ټول کفار را ټول شول او په افغانستان یې د یرغل هوکړه وکړه پدې یرغل کې تش په نوم اسلام نما پاکستان او ایران هم د کفارو ملګري شول، دوی دلته په افغانستان کې په یو اسلامی نظام او په مسلمانانو یرغل وکړ چې د لا اله الاالله محمد الرسول الله د حقې کلیمې پیروان ول او خالص هدف یې د دغې سپیڅلې کلمې پلي کول او لوړول ول، نړیوال کفر د طالبانو په لاس د اسلامې نظام د قایمولو او نورو اسلامي امتونو ته د انتقال له بهیره وویریدل او د دغی سپیڅلې کلیمی پر ضد  کفارو او ورسره د ګاونډیوهیوادونو د کفر پاله حکومتونو لخوا ستره یرغلیزه جګړه شروع شوه، د کفری جګړي ستر قومندان بوش په پیل کې دې جګړې ته په ښکاره د صلیبي جګړې نوم ورکړ او د افغانستان له داخل څخه هم د کفارو ددې جګړې د ملاتړ لپاره د شمال ټلواله په پراخه توګه شریکه شوه چی دغې شمال ټلوالې ځانونه د اقلیت قومونو لکه تاجکانو، هزاره ګانو او ازبکانو د حقوقو مدافعین او مشران بلل ، دوی په افغانستان باندې د کفارو یرغل سره دوستی د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لوی فرصت وګڼلو او دغه چانس له لاسه ویستل یی بیعقلي او ستره ضایعه ګڼله، دوی د کفر لاس لاندی د پراخ قدرت او زیاتو مادیاتو خاوندان شول سره له دې چې د پښتنو څخه هم په سمبولیک ډول بعضې خلک د کفارو په دې یرغل کې شریک شول او امکان لري چی د اقلیت قومونو بعضی مسلمانو وګڼو د یرغلګرو له دوستۍ څخه ځا نونه ساتلي وي، نو دلته د دوه صفونه جوړ شول . یو د کفر او د دوی د ملګرو صف او بل د مجاهدینو او د دوی د ملاتړو صف .
د کفارو دا تیری په اسلام تیری وه او په مقابل کې یې راپورته کیدل په ټولو مسلمانانو باندې فرض عین جهاد وګرځیده، پداسې حالت کي بې له شرعي تکلیفه ناست خلک لوی ګناه کار شمیرل کیږي او که له دې جهاده څوک منکر شي او یا د کفارو په صف کې داخل شي او د اسلام له لوري سره وجنګیږي نو یقینی خبره ده چې دوی هم کافران شول او ایمانونه یې ضایع شول.
 له سپیڅلي جهاد څخه منکرین او د کفارو په دې اسلام ضد جګړه کې ور داخل شوی لوی ګمراهان د مثال په ډول ربانی، سیاف، مجددی، پیر ګیلانی، محسنی، شهرانی او نور لوی لوی شیخان هم کافران شول ، د دوی تر څنګ نور قومندان یي
ې لکه فهیم، مسعود، قانونی، عبدالله، امرالله، بسم الله، اسماعیل،عطا،محقق،دوستم، خلیلی،نادری،کرزی، سپنتا،قدیر، شیرزی،جمعه خان،سباوون،وقاد،کشاف،عبدالهادی اوداسې نور ډیر زیات یی له ایمانه تیر او د کفارو دوستۍ ته وروړاندې شول.  دغه ډلې خلک پدی ښه پوهیدل چې د دوی دغه د یرغلګر کفر دوستۍ د قرآن د صریحو آیتونو په خلاف څرګند عمل دی نو دوی د قران د یرغلګرو کفارو له معاونته منعه کوونکو آیتونو نه منکر شول او د هغو په موجودیت کې د خپلی ګمراهی د توجیح کولو په خاطر یی د قرآني آیتونو غلط تعبیرونه هم شروع کړل او د دغه متجاوز متحد کفر د دوستۍ او ملاتړ لپاره یې ځانونو ته کاذبې د خلاصون لارې راوویستې او نور خپل پلویان یې هم دغې کفر پالنې ته راوبلل او د هغوی د ګمراهی لپاره هم دوی حجت شول، ټول په شریکه د اسلام پر ضد جګړه کې ښکیل شول ، د کفاور سره په شریکه یې د مسلمانانو په کورونو د شپې او ورځې یرغلونه وکړل د اسلام پلویان یې سره د ښځو، ماشومانو او سپین ږیری ووژل، ویسوزول، بې ناموسه یې کړل، مالونه یې ترې چور کړل، جوماتونه باغونه او کورونه یې ورته بمبارد کړل او زندانونه یې پرې ډک کړل، د یرغلګر کفر په مقابل کې داخلی ایمان پلورونکۍ له روان  فرض عین جهاد څخه منکر شول او د کفارو پر ضد د اسلام د لاری مجاهدین یی تروستان او باغیان وبلل پدی ډول د شمال ټلوالې مشرپروفیسور رباني د یرغل په پیل کې له بي بي سي راډیو سره په مرکه کی په څرګندو ټکو وویل چې ( په تروستانو(مسلمانانو) باندې باید غته غته بمونه واچول شي، دا واله بمونه  سم کار نه کوي،) دوی نور د اسلام سرسخته دښمنان شول او حتی د کفارو څخه دوی زیات د اسلام د نابودۍ لپاره جذباتی شول، کور په کور یې د کفارو ترڅنګ د مسلمانانو وژنې پیل کړی، دوی مطلق کافران شول او په مسلمانانو باندې د دوی وژل هم داسې فرض عین شول لکه د یرغلګرو کفارو وژل چې قرض عین دي. الحمدالله ډیر یې جهنم ته ولیږدول شول او څه یې لا پاته دي، خو دوی به هم ان شاءالله د جهنم خوراک شي.
راځم اصلي د وخت خبرې ته هغه دا چې پدې ورځو کې مات شوي ذلیل شوي کفري یرغلګر دښمنان د دایمي اډو سند امضأ کول غواړی تر څودوی په اډو کې دننه محفوض وي او په شا او خواوؤ یې د دوی داخلی مرتد شوي اجیر عساکر پیره داران وي او د دوی تلفات راکم شي، خو که خدای کول دوی به سره له دغو داخلی مرتدانو  په محفوضو اډو کې هم د مجاهدینو د بریالیو بریدونو لخوا ښکار شي او د مرګ لړۍ به یې همداسې جاري وي او پدې مسخه شویو او کاذبو جرګو او سندونو به  خپل مرګ دفعه نه کړي، سره له دې چي د دوی کافر شوي افغاني شریکان د کفارو په موجودیت له پیله راضی ول او د کفارو شتون یې د خپلو ځانونو د پرمختګ او سوکالۍ سمبول ګڼلی دی، خو د شیطانت له مخې کفار د  درواغو فرمایشي جرګې رابلي تر څو یو تعداد نور بیخبره او د ویده ذهن عوام خلک پدې توګه له ایمانه خلاص کړي چې د دوی په شتون باندې د رضایت مهر ولګوي او داسې ښکاره کړي چې ګواکې دا ولس د وحشي امریکایانو په موجودیت راضي او خوشحاله دی. خو مسلمانان پوه دی او باید نور هم پدی پوه کړي چې په کفر رضایت کفر دی او  دا خبره د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبره ده او د اسلام ستر اساس دی. په قرآن الکریم کې زیات صریح آیتونه دی چی الله تعالی مسلمانان د کفارو له معاونت، دوستی او طابعدارې څخه منعه کړي دي او د کفر د یرغل په وخت کی خو بیخی د هغوی پر ضد یی قاطع دریز معلوم دی چی هغه فرض عین جهاد کول دي.
د یرغلګرو کفارو پلورل شوي مأمور مبلغین او مفتیان د یرغلګرو ظالمو کفارو د منلو، شتون او کاذبې دوستۍ په خاطر عوامو ته غلط تعبیر شوي موضوعات وړاندي کوي او د کفارو دوستۍ ته یې تشویقوي تر څو د مسلمان، افغان ولس او د جرګې نوم شرموي، او مسلمانان د کفارو ذلیلې غلامۍ ته ورټیل وهي، دغه ډلې خلک سره له دې چې د ظاهري شکل له مخې مسلمانان ښکاري خو په حقیقت کي کافران دي او دي نو د دوی په غلوونکو خبرو باید مخلص مسلمانان ونه غولیږي او د یرغلګرو کفارو له دوستۍ او سندونو له منلو څخه دې ښکاره بیزاري اعلان کړي،  که چیرې څوک د کفارو سره په دې دوستۍ باندی راضي وي نو ایمان یې ضایع دی او لوی دنیوي او اخروي تاوان یې وکړ.. الله تعالی دې مونږ او تاسو ټول له داسې لویې بدبختۍ وساتي. آمین
اوس بهرنیو یرغلګرو کفارو په داخل کې داسې داخلي کفار وروزل چې  هغوی هر ریښتیني آزادي غوښتونکي افغان مسلمان ته خاین او غدار وایې، که کوم شخص د یرغلګرو کفارو اډې نه مني نو دستي ورباندی د جاسوس ټاپه وهي،  کله یی د ایران جاسوس بولي او کله هم د پاکستان جاسوس، دغه کفر غوښتونکي او د هغوی اډې منونکي داخلی کفار نه یوازی دا چی د نن ورځې آزادو مسلمانو افغانانو ته توهین کوي بلکه پدې کار سره د تیر تاریخی دور ټول آزادی غوښتونکو مبارزو ادرسونو ته توهین کوی او پدی شکل سره د هغوی په قربانیو هم بد وایی ځکه په ټول تاریخ کی دیرغلګرو کفارو په وړاندې زمونږ په آزادی مین اتل ولس په میلیونونو قرباني ورکړې دي، ټوله نړی شاهده ده چې زمونږ ولس د اسلام او آزادی سره مینه لری او له دغو دوه سترو الهی نعمتونو پرته  ژوند ورته  تر زهرو هم سخت بیخونده تمامیږی،  سره له دی چی داخلی کفر غوښتونکي ګوډاګیان هیڅ اسلامي افغاني ماهیت نه لري او دغه موجود مزدور لاس پوڅۍ حکومت د پاکستان او ایران اسلام دښمنه حکومتونو په مټ په افغانانو تحمیل شوی دی او همدومره چی د امریکایانو او انګریزانو غلامان دي په همغه اندازه د ایران او پاکستان غلامان هم دي او دا خبره په وار وار د شواهدو له مخی ثابته شوې هم ده چې دوی ته د یرغلګرو او کاونډیو غدارو حکومتونو لخوا د پیسو بوری ورکړل شوی دی خو دغه مرتدین د مکار شیطانت او سپین سترګی له مخی په نورو دغه ډول بهتانونه پوری کوی او ځانونو ته د دایمي غلامي تړونونو پلي کولو لاره هواروي، مګر هیره دی نه وی چی دوی به د شاشجاع او کارمل په برخه لیک اخته کیږی.

اغزي به یې سینو او زړو نه  پورې ورې وځي * په بد نیت چې څوک خواته زمونږ د ګل راغلی وي

ان شاءالله افغان مؤمن او باتور ولس به خپل جهاد ته لا زور ورکوي، د خپلو سپیڅلو ځاني او مالي قربانیو په برکت به کفر سره د دوی د داخلي بې ضمیره او پست فطرته ایمان پلورو او وطن پلورو مزدورانو له خپلې خاوری مخ توري شړی د اسلام بیرغ به لوړوي او شرعي نظام به حاکموي. …

ومن الله توفیق

افغان طرف

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x