شعـــــرونه

پاچا! – څومره دي ووژلو

پاچا!

څومره دي ووژلو
څومره دي ویني توی کړې
څومره دي کړو بې کوره
څومره دي وکړې لوبي
زموږ په عزت او حیا
تا پر نړۍ کړلو بد تر بدو

تا مو هیواد بد نام کړ
تا په فساد کي ړومبی
مقام په برخه کړلو
تا مي د پیغلو حیاناکي سترګي
په یرغلګرو، لنډغرو باندي ولیدلې
تا مي د «نیا» هغه تر کور لاندي زړوکی صندوق
په دې وحشانو باندي ولټاوئ
تا چي هر څه وکړله
هغه دي بد او که دي ښه وکړله
نور خو د خدای لپاره
زما په وینو باندي موړه پاچا!
زما جنتي هیواد، نو
په قواله و دوی ته مه ورکوه
زموږ د ایمان ستره ټوکره و دوی ته مه ورکوه.

؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛
ژباړه: یاسر احمد ودان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x