د نن سرلیکنه

امنیتي که تحمیلي تړون؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله: په داسې حال کې چې د امنیتي تړون په اړه  د نظرورکولو لپاره  مشورتي لویه جرګه لاپیل شوې نه ده  د دغه تړون  د موادو  په اړه  د کرزي او  واشنګټن ترمنخ  موافقه خپلې وروستې مرحلې ته  ورسیده .

امریکایان د دې لپاره چې د تړون  د موادو په سر د کرزي غوښتنې واوري  اویایې ومني  خپلې غوښتنې په هغه تحمیله وي او  د افغانستان لپاره  د دغه سند په اهمیت  ټینګار کوي.

تیره ورځ د امريکا لوى درستيز جنرال مارټن ډيمپسي په واشنګټن کې خبر یالانو ته وویل چې افغانستان  امريکايي او نورو نړيوالو سرتېرو ته اړتيا لري او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پاتې کېدل د دې ضمانت  دى ، چې له افغانستان سره ژمنه شوې مرستې دوامداره پاتې شي.

جنرال مارټن ډیمپسي  تر دې کچې  په افغانستان کې  د امریکايي پوځیانو شتون ضروري وباله چې بي دهغوئ له شتون څخه یې په دې هیواد کې ژوند کولول ناشونی وګاڼه   دنوموړي په خبره که  تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان په ټولو سيمو کې امريکايي سرتېري شتون ونه لري، ژوند ترسره کېداى شي، خو که په ټول هېواد کې يو سرتېرى هم نه وي، نو بيا شايد په دې هیوادکې ژوند نا ممکن وي.  همداشان  د امریکا د دفاع وزارت  ویاند جين پساکي  د افغانستان  او امریکا ترمنځ  په امنیتي تړون ټینګار کوي ، هغه  د افغانستان لپاره ګټور بولي  او وايي چې مونږ له دغه تړون څخه  دمثبتو پایلو هیله لرو .

په افغانستان کې  د ایساف ځواکونو ویاند برید جنرال هینز فیلډمن  هم  د  کابل او واشنګټن ترمنځ  امنیتي تړون   اړین بولي او د هغه په اړه  دراغوښتل شویې مشورتي لويي جرګې له غړو څخه د مثبتو مشورو ورکولو غوښتنه  کوي .

امریکایان  په داسې حال کې  د کابل  او واشنګټن ترمنځ  د امنیتي تړون  په لاسلیک کولو  ټینګار کوي چې په  هیواد کې  د کرزي د پار لمان له غړیو رانیولې تر پوهنتوني استادانو ، محصلینو،  دیني علماوو ، سیاسي تنظیمونو ، ملي شخصتونو … پوري ټول  د دغه  تړون خلاف  نظر لري او هغه  د افغانستان او ټولې سیمې لپاره  دنا امني  او بي ثباتي لامل بولي .

کرزی  د دغه تړون  د لاسلیک کولو  د اصلي  طراح په توګه هم په  ظاهره  د دغه تړون  له  داسې ډول لاسلیکولو سره لکه امریکایان چې یې غواړي  مخالف نظر لري ، خو امریکایان د خپل غرور له مخې  له دې ټولو سره  د امنیتي تړون په لاسلیک کولو اصرار کوي  او په دې اړه  له کرزي سره  د یوه ساده او بي ارزښته شخص په حیث  معامله کوي .

دسپینې ماڼۍ چارواکي  له یوې خوا د یوه شفاهي پیغام په ترځ کې کرزي ته  دهغه  درضایت  لپاره   د  او باما دبښن لیک په  رالیږلو سره له  نوموړي څخه  د امنیتي تړون  د لاسلیکولو غوښتنه کوي ، خوله بلې خوا په رسمي ډول هغوئ  کرزي ته  د اوباما له بښن لیک له لیږلو انکار کوي او همداسې په تحمیلي توګه  نوموړي ته  د امنیتي تړون  د لاسلیک کولو دستور ورکوي ، په دې سره  مونږ ویلای شو چې  د کرزي او امریکا ترمنځ  په اصطلاح امنیتي تړون یواځې  د امریکایانو لخوا په کرزي باندې یو تحمیلي تړون دی چې  دوئ یې دخپلو ګټو او موخوته درسیدو په غرض  لاسلیکول غواړي نه  له افغانستان سره د امنیتي او اقتصادي مرستو د جاري ساتلو په غرض  امنیتي  تړون .

دغه شان تړونونه  ، له حقوقي  پلوه  یواځي  د زورور او کمزوري ترمنځ   دتسلیمي تحمیلي  وثیقه بلل کیږي  چې  هیڅ ډول  ملي او بین المللي  مشروعیت  نه لري .

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x