کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / د حکمتیار څخه ګيله/ رفيع الله اتل

د حکمتیار څخه ګيله/ رفيع الله اتل

رفیع الله اتل

دا زموږ په وینو تجارت دي مشره مه یې کوه
د ټول ولس سره خیانت دي مشره مه یې کوه

د محـشر ورځ شـته سـوال جواب شـته مشره!
پر تا خـراب د ټولو نیت دي مـشره مه یې کوه

ته د غربـیانو و لاسو ته خپل ځان ولي سپارې
له دې معلوم دي حماقت دي مشره مه یې کوه

د غـرب روزلي پر وعده همیـش وفاء نه کوي
چاته معلوم یې صداقت دي؟ مشره مه یې کوه

موږ یې شړلو کښي ځواني تر تور لحده یووړې
په څه قبول یې رفاقت دی مشره مه یې کوه

دومره ساده،دومره نادان اخیر په څه جوړېږې
دا د ټول عُمر خجالت دي مشره مه یې کوه

دا سوله نه ده تسلیمي ده ټول ولس پوهیږي
پرغرب پلورلی دي دیانت دی مشره مه یې کوه

بیا به د حشر پر میدان ستا تر ګرېوانه درشي
زموږ لاسو کښي دا طاقت دي مشره مه یې کوه

اتل پوهیږي چي ته پوه او موږ ناپوه یو مشره!
خو خوږ سنګر مو امانت دي مشره مه یې کوه


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ