نظــر

دایمي اډې د امریکا پخوانی ارمان

په نوره نړۍ کې ولسونه او دولتونه د ډیرو اوږدو پلانونو له مخې خپلې چارې پر مخ بیایي . پرون مطالعه کوي . نن ته ځیر دي او راتلونکي ته فکر کوي . اما مونږ افغانان په ځانګړې توګه هغه کسان چې ځانونه د دې ولس استازې بولي او د واک پر ګدۍ ناست دي . د ماشومانو په څیر فکر کوي . دا کسان په دوه ډلو ویشل کیږي .

لومړۍ ډله : دا ډله کسان د پردیو لاسپوڅي دي . د ولس او هیواد راتلونکی د دوئ په قاموس او نظریه کې هیڅ ځای نه لري .

دوهمه ډله : دا هغه ډله کسان دي ، چې نه یې تاریخ مطالعه کړی دی . او نه هم د هیواد په اوږدمهاله ګټو پوهیږي . دغه ډله پوره پوهه نه لري . یوځای د څو خبرو په اوریدلو سره احساساتي شي . سترګې پټې کړي . څه یې چې زړه غواړي هغه وایي .

نن ورځ کومه خبره چې ډیره توده ده . هغه له امریکا سره د امنیتي تړون لاسیکول او په افغانستان کې امریکا ته د دایمي اډو ورکول دي .

هو دا ډیره مهمه پریکړه ده . د دوملتونو سترې ګټې او زیانونه ورپورې تړلي دي .

د تړون یوه لوري ته د امریکا یرغلګر ځواک او امپراطوري شتون لري .

اوبل لوري ته هم کم ځواکه اوجنګ ځپلی افغانستان ځای لري .

دا مهم تړون د یوې سترې امپراطورۍ د اوږدو کلنو ارمان پوره کوي او د دې سترې امپراطورۍ د هغو لګښتونو جبران کوي ، چې امریکا او غرب له شوروي اتحاد سره د افغان جهاد په بهیر کې کړي دي .

که یو څه ځیر شو او د ورستیو کلونو تاریخ ته پام وکړو . نو پوهیږو چې مونږ افغانانو څومره سترې تیروتنې کړیدي او لاتراوسه دوام لري .

هغه دغرب تبلیغاتوځپلې افغانان چې په ډیرې سپین سترګۍ سره دا خبره کوي چې بې له امریکا مونږ نه شو کولای چې یوپرمختللی افغانستان ولرو . د دوئ مرستې او اډې که نه وي نو افغانستان به خړ سیلاب یوسي . ولې دې ته نه ګوري چې همدې امریکا پرون راسره څه وکړل .

د شوروي اتحاد اود دوئ د لاسپوڅي کمونستي رژیم له ماتې وروسته. د امریکا استخباراتي شبکې (C .  I  . A)  د سیمي د استخباراتي کړیو په مرسته وکولای شول چې افغانان په داسې خونړیو جګړو سره اخته کړي . چې افغانستان هرڅه په کې له لاسه ورکړل . او ترننه پورې یی لا زخمونه تازه او ترینه ځوریږو .

کورنیو جګړو افغانان دومره ستړي او لالهانده کړل ، چې په هر چا یې خپل باور له لاسه ورکړ . له هغه وروسته د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو اسلامي تحریک منځ ته راغی . د روانې کور په کور جګړې مخه یې ونیوله اما بیا هم کورنۍ جګړه په بشپړه توګه پای ته ونه رسیدله . چې په پای کې د طالبانو نظام هم د امریکایي اشغال په واسطه له منځه لاړه . او د حامد کرزي په مشرۍ لنډ مهاله اداره منځ ته راغله ، خو په دې سره هم امریکا د هغې پیل شوې لوبې وروستی ارمان او هدف ترلاسه نه کړ . چې هغه په افغانستان کې د دایمي اډو ترلاسه کول دي . دوي افغانان دومره ستړي کړل او دپیل شوې ډرامې داسې صحنې یې پرې ولیدلې چې د ځینو افغانانو زړونو ته ویره کښیوتله ، او وایې چې له امریکا پرته نور نو افغانستان او افغانان تباه دي . اما دې ته یې پام نشته چې مونږ د امریکا له لورې دپیل شوې ډرامې یوه داسې پړاو ته رسیدلي یوو . چې د تل لپاره به د یوې شرمونکې رسمي غلامۍ کړۍ غاړې ته اچوو . اوبله دردونکې خبره خو لا دا چې که څوک د امریکا له دایمي اډو سره مخالفت څرګندوي نو بیا ورباندې د پردیو د لاسپوڅو تور لګول کیږي . امریکا او غرب دوئ ته ډیر نېژدې دوست او ملګری ښکاري . هغه امریکا چې په کلونو کلونو یې د افغانانو ترمنځ په روانو جګړو کې رول لوبولی دی . که کوم مسلمان د خپلې ایماني اواسلامي فریضې او احساس له مخې مخالفت څرګندوي نو په هغه پسې بیا دا وایي چې د پردیو د موخو او اهدافو لپاره کار کوي . د امریکا او دغرب د موخو لپاره چې کوم کسان نارې وهي . دوئ خو د پردیو لپاره کار نه کوي ؟ ځکه چې د دوئ په اند خو له امریکا او غرب سره ډیر نیژدې تړاونه لرو او تر ټولو مهم چې ورسره لرو هغه د غلامۍ او بادارۍ تړاو دی .

دلته یوه پوښتنه را ولاړیږي چې آیا د دومره مسلمانانو وینې چې تویه شوې د همدې لپاره وې چې شوروې اتحاد ماتې وخوري او یوبل زبرځواک په ګران هیواد د تل لپاره خیټه واچوي .

او زموږ خاوره د وسیلې په توګه وکاروي .

لیکنه ــــــ رحیم الله ( حریفال )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x