کور پاڼه / د نن سرمقاله / د امریکايي جنرالانو بربنډ اعتراف
د امريکا د پوځ مشر جوزېف ډانفورډ

د امریکايي جنرالانو بربنډ اعتراف

نن ټکی اسيا سرمقاله : د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال ډانفورد او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکلسون په پنټاګون کې له خبریالانو سره په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره پوځي وضعیت یو معادله يي حالت غوره کړي.

معادله يي حالت په دې معنی چې هغوی نور په داسې وضعیت کې دي چې پوځي وړتیا يي له دولتي او د هغوي په حمایت کې له جنګیدونکو بهرنیو پوځیانو سره مساوي او له منځه وړل یې ناشوني دي.

جنرال ډانفورډ د امریکا د لوی درستیز په توګه یو لوړ پوړی امریکايي چارواکی دی چې پر دې واقعیت اعتراف کوي او خپل ځواکونه په افغانستان کې د مقاومت د جبهې (وسله والو طالبانو) په له منځه وړلو کې ناتوانه بولي.

که د افغانسان د ځمکنیو واقعیتونو په تناظر کې وضعیت وارزول شي نو د امریکايي جنرالانو پورتنۍ څرګندونې په افغانستان کې د هغوی د ځواکونو پر ناکامي یو بربنډ اعتراف دی.

ځکه دا ځواکونه ۱۵ کاله وړاندې افغانستان ته د جګړې د ختمولو او پرځای یې د سولې د تأمین په غرض راغلي وو.

هغوی په دې پوځي ماموریت کې یواځې نه وو؛ بلکې ترڅنګ يي د ناټو تړون او ټوله نړیواله ټولنه هم ولاړه وه خو دلته یې نه جګړه پایته ورسولای شوه ، نه يي وسله وال مخالفین له منځه یووړل شول او نه يي هم پر افغانستان د قانون حاکمیت نافذ کړای شو.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ته په کار دي چې د افغانستان له عیني واقعیتونو او دلته د امریکايي جنرالانو له مشاهداتو او اعترافاتو څخه په عبرت اخیستو سره نور د افغانستان په اړه داسې یوه تګلاره غوره کړي چې هم دوی له مزیدې مرګ ژوبلې خلاص شي او هم د افغانستان جګړه ځپلی ولس د تحمیلي جګړې له شره و ژغورل شي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ