افغانستان

بشري حقونو کميسیون: حکمتیار دې له خلکو بخښنه وغواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۴مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون رییسه سیما سمر د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څخه غوښتي چې د کابل د کورنیو جګړو کې د ګډون له کبله دې د کابل له خلکو بخښنه وغواړي.

په ۱۳۷۱ل کال کې چې کله مجاهدینو کابل ونېولو، څو ګوندونو د واک پر سر جګړې پیل کړې او پلازمېنه کابل يې په کنډواله بدل کړ.

د احمدشاه مسعود، سیاف، عبدالعلي مزاري او دوستم په شمول حکمتیار هم د کورنیو جګړو یو مهم لوری و.

سیما سمر نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې هغه د وینې په بدل کې د وینې او د افغانستان په کورنیو جګړو کې د دخیلو کسانو د اعدامولو پلوۍ نه ده خو لږ تر لږه دې په «جنګي جرایمو» تورن کسان په خپلې ګناه باندې اعتراف وکړي او له خلکو دې بخښنه وغواړي.

هغې وویل چې د بشري حقونو کميسیون د خبرو اترو له لارې د جګړو د حل پلوی دی خو په عین حال کې د دې مخالف دی چې عدالت، د خلکو حق او قربانۍ دې له منځه ولاړې شي.

د سیما سمر په وینا هېڅوک نشي کولای چې د انسان حق یا جنګي جرمونو او د بشريت ضد جرمونه وبخښي.

هغې وویل چې د یوې ښاروندې په صفت وايي چې حکمتیار باید شهامت ښکاره کړي، له افغانانو او د کابل د جګړو له قربانیانو چې د دغه ګوند له خوا وژل شوي بخښنه وغواړي.

د یادونې وړ ده چې د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي تېره اونۍ د تلې په لومړۍ نېټه د حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سید زرغون شاه آغا

د محترمی سمر د ټولو څرګندونو سره موافق یو، مګر یوه دکابل د خلکو پر ځای دغه غله، جنایتکاران، قاتلین، وحشتګران، ظالمان……. دافغانستان د ټول ملت څخه بخښنه و غواړی.

pattang

انډیوالانو په دې فاسد مذدور دولت کې دبشر دحقوقو محافظ او ساتونکی نشته دا ټول ددالرو غله دي!
سیما سمر پخپله د حزب وحشت غړیې ده ! نو اول دې وحشتیان راګیر کړي !!!
په افغانستان کې حقوق نشته دشپې چاپه پرې واچوي بندې یې کړي او بيا ۱۸ کاله قید پرې کېږدي او بیا په ۱۵۰۰۰
دالرو بېرته اخستل کېږي، هم قاضې دا کار کوي او هم حرنوال !!

دبشر حقوق به دسپین بیرغ لاندې تامین شي !

حلیم

سیما دی خپله اول دخپلی کرغیلنی تیر جون او اوسنی د خلکو نه بخشنه وغواری. دا دومره پرچمیان، ستمیان، ، ماویستان خلقیان أو نور تالا گر چی د بخشنے په زای پر مونگ لا حکومت کوی او له یرغلگرو سره یی یو زای زمونگ خپلواکی او ناموسی په پردو وپلوره، دوی باید په لومری سر بخشنه وغولی. الله سبحانه و تعا لی دی مونگ د دغسی منافقینو أو ارزالو له شره وساتی.

wali khan

خپله سیما سمر هم به هغه وخت کی دمزاری دګوند عړی وه بیا نو کله چی احمد شا مسعو د فهرمان ملی معرفی کیده ته چیرته وی، کله چی مزاری شهید شو ته چیرته وی، کله چی ربانی دسولی شهید شو ته چیرته وی. بس یو طرفه فضا وت پکار ندی ، تا هم هم ډیر افغانی نجونی دحارجیانو به کمپونو کی بی عزته کړلی. ته تراوسه بشر پیژنی . تا سو تراوسه دمریکا ړنده بمبار کومه دوسیه څیړلی ده. تا تراوسه دملکی خلکو دوژلو کومه دوسیه څیړلی ده، تاسو تراوسه دیو مظلوم افغان دشکنجه دوسیه څیړلی ده . الله… نور لوستل »

محمدربی آماج

د سیما سمر په خوله دغه خبره بیخی نوره هم بیخونده شویده دا ځکه چی دلته په دری ژبه کی يو متل دۍ چی وایی: اګر خواهند که از شهر دیوانه رانند««»» هر آن که هست همه رانند. زه حیران پدی یم چی دغه د بشر دحقوقو پنامه چوکۍ که هر چا ؟؟ تا ته درکړیده اخلاقاُ باید تا نه وۍ قبوله کړی. آیا تا هیر کړیدی چی د پاکستان د کویټی په ښار کی چی دشهدا فونډیشن پنامه موسسه د چلوله او د بهرنیو بنسټونو لخوا په امبولانسونو کی وسلی درته قاچاق کیدلي!؟ اوآیا بیاهم د ایران فوځ د… نور لوستل »

pattang

وروڼو کله چې زه وړکۍ وم نو خلک به دجمو جنګونو ته تلل چې ولجې راوړي او دا یوه دروزي د پيداکولو لار ه وه . د جمو له جنګو وروسته به بیا خلک پاکستان ته د خټګري لپاره تلل چې روزي پیداکړي ! خو هغوی ټول بې سواده دافغانستان خټګر وو چې کار اوبار په افغانستان کې نه ورته پيدا کيد ه ! په دا اوس عصر کې کرزی ، سيما ، غني او نور ډېر یې باسواده خټګر دي چې په خارج کې کار نه ورته پیدا کیده . دوی فغانستان ته راغلل چې دنیول شوي افغانستان په… نور لوستل »

pattang

ښه په موډ برابره یې خارجيان به ډیر درته خوشالیږي او دافغاني ښځو استازيتوب به کوې خو که څه سر او پښې لونڅې هم کړې بیا هم ستا فکر حقائق پټوي: ته چې ګلبدین حکمتیار او ګوند یې محکومه وي نو هغه خپل ګوند حزب وحدت (حزب وحشت ) ولې نه محکومه وي چې په رقص مرده ،په سر کې دمیخ وهلو او جنسي تجاوز په سبوتي ډول سره تورن دی !!

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x