
پاکستان د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هرکلی کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۵ل): پاکستان د ګډحکومت او حزب تر منځ د سولې هوکړه لیک د لاسليکیدو هرکلی کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا ویلي چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړي او افغان ولس د سولې او خوشحالۍ حقدار دي.
هغه ویلي چې پاکستان د ګډحکومت او حکمتیار تر منځ د سولې د هوکړه لیک هرکلی کوي.
د نفیس زکریا په باور پاکستان په افغانستان کې د امن او ثبات لپاره هڅې کوي او د افغانستان د ټولو مشرانو چې د امن لپاره کوښښونه کوي، دوی یې ملاتړ کوي.
هغه وویل چې په افغانستان کې امن نه یواځې د سیمې بلکې د پاکستان لپاره هم ګټور دی.
تر دې وړاندې امریکا، برتانیې او ایران هم د حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک هرکلی کړی و.
د یادونې وړ ده چې د روان کال د ستمبر د میاشتې په ۲۲مه نېټه د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.