کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / بشري حقونو د څار اداره: حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک د جګړې قربانیانو ته بې حرمتي ده
hikmatyar-608

بشري حقونو د څار اداره: حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک د جګړې قربانیانو ته بې حرمتي ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۵ل): د بشري حقونو د څار ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه لیک د جنګي جنایاتو د قربانیانو بې حرمتي ګڼلې ده.

د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې هوکړه لیک تېره پنجشنبه لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک امریکا سره د امنیتي تړون د دوه کاله پوره کېدو وروسته په عین ورځ  لاسلیک شو.

د بشري حقونو د څار ادارې په اعلامیه کې ګلبدین حکمتیار د افغانستان یو بدنام ترین جنایتکار بلل شوی او په کې ویل شوي چې د نوموړي بېرته راتګ به په افغانستان کې د مجازاتو څخه د بخښنې کلتور ته قوت ورکړي.

بشري حقونو ادارې ګلبدین حکمتیار د ۱۹۹۲ز کال د کورنیو جګړو یو له مسوولینو څخه هم ګڼلی دی او په وینا يې د ګلبدین حکمتیار د ‌ډلې لخوا توغول شوي راکټونو باندې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

یادې ادارې همدا راز ویلي چې ګلبدین حکمتیار په کراتو مراتو بشري حقونه نقض کړي چې له منځه یې د شخصي زندانونو درلودل، د بندیانو شکنجه کول، له تاوتریخوالي څخه ډکه بریدونه کول دي.

د بشري حقونو د څار ادارې دغه غبرګون په داسې حال کې خپریږي چې د ګډ حکومت یو شمېر ملاتړ هېوادونو د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې هوکړه لیک هرکلی کړی دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. سید زرغون شاه آغا

    حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک د جګړې قربانیانو ته بې حرمتي ده؟ د ربانی، محقیق، خلیلی، مسعود، عطانور، تورن اسمعل، د شورا نظار لنډ غر، سیاف، او نورو لوطیان، سګوان، بودنه باز، کوک باز، زانی، بی علمه طالب، بیسواده جنرالان، تور مخی ملایان، دوستم، افغانستانیان، خراسانیان، او………… وقدرت ته رسیدل او پر مجاهد اولس باندی تپل د جهاد شهیدانو ته حرمت او که بی حرمتی ده ؟؟؟؟؟؟