کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / اسلام او مسکينان

اسلام او مسکينان

عبدالمالک همت

که د تاريخ پاڼي وکتل سي له پڅرګنده ځني ښکاري چي ډول ډول ظالمو واکمنو، لکه فرعونانو، نمرودانو، شدادانو او نورو او د هغو تالۍ څټو درباريانو او ملاتړو غټانو زيات څه د کمزورو او بې وزلو له ګرالبو شکولي دي، د هغو پر حقونو او مالونو او اولادونو يې ډول ډول تېري کړي او خپل ځانونه يې داسي په شتمن او واکمن کړي چي خبري يې د خدايۍ تر کچي رسېدلي دي. ځکه نو لوی څښتن چي د انساني پېښليک په بېلو بېلو پړاوونو کي کوم پيغمبران دغو زورواکانو ته لېږلي دي، له هغو څخه به يې اسلام او سمي لاري ته د بلني په ترڅ کي يوه لويه غوښتنه داوه چي پر مظلومانو باندي ظلم پرېږدي او حقوق يې بېرته ورکړي. نو څنګه چي به بې وزلو د لوی څښتن د سپېڅلو پیغمبرانو په پیغام او بلنه کي د فرعونانو او ظالمانو له ظلم او زياتي څخه خپله ژغورنه او د خپلو حقوقو ترلاسه کول او د ځانونو عزت وموند، ځکه به نو تر ټولو لومړی دوی د پيغمبرانو بلنه ومنل او له هغو څخه به يې بې درېغه ملاتړ کاوه، خو برعکس څنګه چي فرعونانو او غټانو د دغو پیغمبرانو په بلنه کي د خپلو ځانونو او پلويانو ګټي په خطر کي ليدلې، نو به يې د پیغمبرانو او د هغو د کمزورو پلويانو پر ضد له مخالفتونو، ډول ډول نارواتورونو، سپکاويو او جنګ جګړو څخه کار اخيست.

دلته موږ د بېلګې په توګه د نوح عليه السلام سره د هغه د قوم د غټانو او اشرافو خبرو ته ستاسي پام رااړوو:

﴿فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ (27)﴾ [هود : ۱۱: ۲۵].


ژباړه: په جواب کي د هغه د قوم هغو اشرافو او غټانو چي کفر يې غوره کړی وو، وویل:”(موږ ستا بلنه نه منو، ځکه ته تر موږ څه لوړتیا او توپیر نه لرې). موږ ته خو (په تاکي) تر دې زیاته کومه خبره نه ترسترګو کيږي چي ته زموږ غوندي یو انسان يې. او موږ دا هم وینو چي یوازي هغه خلک په تا پسي  بې سنجشه (ستا په اړه بې له څېړني) روان دي چي په موږ کي تر ټولو زیات ټیټ دي. او موږ په تاسي کي کومه داسي خبره هم نه وینو چي له امله يې تاسي پر موږ باندي کوم فضیلت ولرئ (تاسي تر موږ دونه زیات شرف، شتمني او جاه او جلال هم نه لرئ چي تاسي د دې وړ کړي چي موږ ستاسي متابعت او پیروي وکړو)، بلکي زموږ په خیال تاسي ټول (په خپلو ادعاوو کي) درواغجن یاست“.


همداراز کله چي څه له پاسه څوارلس سوه کاله وړاندي د دې نړي پر تياره ګوټونو او د ظلمونو پر ظلمتونو باندي د اسلام د سپېڅلي دين تود او رڼا کوونکی او د جهل، ظلم او فسادونو له منځه وړونکی لمر راوخوت، د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د نېکمرغي بلني په پيل کي زياتره بې وزلو او مسکينانو د اسلام پر مقدس دين باور وکړ او ويې مانه او ډېر لږ اشراف مسلمانېدل. پر رسول صلی الله عليه وسلم به هر مهال بې وزلي خلک، لکه صهيب رومي، عمار بن ياسر، بلال حبشى، سلمان فارسي، خباب بن ارت، ابن مسعود، مقداد، سعد او داسي نور رضي الله تعالی عنهم راغونډېدل. اشرافو او شتمنو به پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته ويل چي ته خو د قوم پر ځاى په دې بې وزلو خوښ سوی يې؟ موږ خو د دغسي کسانو په ناسته شرميږو. نو که ته دوى له ځانه ليري کړې، ښايي موږ دي ومنو. څنګه چي رسول صلی الله عليه وسلم د خپل قوم د لاري راتلو سره ډېره مينه درلوده، دې وړانديز ته يې څه تمايل غوندي وښود، سمدستي لوى څښتن سبحانه دغه آيتونه پر نازل کړل:


﴿وَلَا تَطْرُدِ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِمْ مِنْ شَيْءٍ وَمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَيْهِمْ مِنْ شَيْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُونَ مِنَ الظَّالِمِينَ (52) وَكَذَلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لِيَقُولُوا أَهَؤُلَاءِ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنْ بَيْنِنَا أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِالشَّاكِرِينَ (53)﴾ [ الانعام ٦ : ٥٢ ـ ٥٣].


ژباړه:


٥٢. او (اى نبي!) هغه خلک(د مسلمانانو بې وزلي او خواران له خپلو مجلسونو څخه)مه شړه چي سهار او ماښام (ټول وختونه) خپل پالونکی، د هغه د خوښۍد ترلاسه کولو لپاره بولي. نه د دوى له حسابه کوم څه ستا پر غاړه لويږي (ځکه چي د دوى حساب پر لوى څښتن دى او) نه ستا له حسابه کوم څه پر دوى باندي راځي(او هر څوک د خپل عمل مسؤول دى، پاچا دى که ګدا) که  ته (د دې ډول مومنانوپه اړه د مشرکانو خبرو ته غوږ ونيسې او) هغوى له خپله ځانه وشړې د ظالمانو په ډله کي به وشمېرل سې.


٥٣. او په دې توګه موږ له دې خلکو څخه ځيني (بنده ګان) د ځينو نورو په ذريعه (له روزيو او اخلاقو څخه د دوى د برخو په توپير سره) په ازميښت کي اچولي دي (چي ځيني مو شتمن کړي او ځيني مو بې وزلي کړي دي او ځيني مو ځواکمن او ځيني ضعيف کړي دي، چي په دې توګه د لوى څښتن له خوا په دوى باندي د ازميښت په موخه ځيني، ځينو نورو ته اړتيا لري. چي هغوى (هغه متکبر او کافر ماړه د دوى په هکله په ملنډو سره) ووايي چي :” آيا دا (بې وزلي) هغه خلک دي چي الله موږ ټول پرېښوولو او زموږ له منځه يې دوى د احسان کولو لپاره غوره کړي دي؟ “. نو آيا خداى خپل شکر کښونکي بندګان (د دې سرکښو او مغرورو کفارو په پرتله) ډېر ښه نه پېژني؟.


بيا نژدې وو چي حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم دوی پرېږدي او له مجلسه يې ولاړ سي، نو لوی څښتن جلت عظمته دا آيت نازل کړ:


(وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا (28) وَقُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكُمْ فَمَنْ شَاءَ فَلْيُؤْمِنْ وَمَنْ شَاءَ فَلْيَكْفُرْ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا وَإِنْ يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاءٍ كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءَتْ مُرْتَفَقًا (29))[الکهف : ۱۸ : ۲۸].


ژباړه: او د هغو کسانو (د هغو مومنو بې وزلو) سره په صبر او زغم سره ناسته پاسته او مجلس غوره کړه او ورسره واوسه چي خپل پالونکی سهار او ماښام  په دعا وربولي او موخه او غوښتنه يې يوازي د هغه رضا ده. او خپلي سترګي (د شتمنو او زورورو لور ته) د دنيوي ژوندانه د ښکلا په لټه له دغسي کسانو څخه مه اړوه. او د کوم داسي چا خبره مه منه چي موږ د هغه زړه زموږ له ياده غافل کړی دی. او په خپلو هيلو او غوښتنو پسي روان دی(او په دې توګه يې د خپل پالونکي د طاعت پر ځای خپلي نفسي غوښتني غوره کړي دي). او ټول اعمال يې ضايع او پر هيڅ دي.


عفيف عبدالفتاح طباره په ”مع الانبياء في القرآن“ نومي کتاب کي فرمايي: په دې توګه اسلام طبقاتي نظام لغو کړ، ټول طبقات يې په يوه ليکه کي درولي دي او ټول هغه امتيازات يې چي د مخه اشراف له هغو څخه برخمن وه باطل کړي دي. د اسلام له نظره د شتمن او نشتمن تر منځ څه توپير نسته او ټول يوشان دي. د دوى تر منځ فضيلت او لوړوالى يوازي په ايمان، تقوا او ښو چارو تر سره کولو دى.


په يوه بله پېښه کي د فقيرانو او مسکينانو په هکله د اسلام مينه او پاملرنه موږ ته له ورايه ښکاري. وايي چي يو مهال رسول صلی الله عليه وسلم د قريشو د لويانو او اشرافو سره اسلام ته د بلني په هکله په خبرو بوخت وو او د هغو اسلام راوړلو ته هيله من سوى وو. دغه مهال عبدالله بن ام مکتوم چي په سترګو ړوند وو او ډېر دمخه يې اسلام راوړى وو، ورغى او په دغو حساسو شېبو کي يې ورته وويل:” اى د خداى رسوله ! ما ته هغه څه راوښيه چي لوى څښتن تا ته ښوولي دي“. وايي چي دغه خبري يې د رسول صلی الله عليه وسلم سره ډېري اوږدې کړې. رسول صلی الله عليه وسلم له دې امله چي د قريشو د مشرانو سره يې د خبرو لړۍ ونه شلېږي او د دې فقير سره د هغه د زياتي بوختيا له امله خوابدي نه سي، له هغه څخه مخ واړاوه دغه مهال سمدستي لوى څښتن جل جلاله خپل پيغمبر سرزنش کړ او دغه آيتونه يې پر نازل کړل:

﴿ عَبَسَ وَتَوَلَّى (1) أَنْ جَاءَهُ الْأَعْمَى (2) وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى (3) أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنْفَعَهُ الذِّكْرَى (4) أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَى (5) فَأَنْتَ لَهُ تَصَدَّى (6) وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّى (7) وَأَمَّا مَنْ جَاءَكَ يَسْعَى (8) وَهُوَ يَخْشَى (9) فَأَنْتَ عَنْهُ تَلَهَّى (10) ﴾ [عبس ٨٠ : ١ ـ ١٠].

ژباړه: هغه (محمد صلی الله عليه وسلم) تندى تريو کړ او مخ يې واړاوه. په دې چي هغه ړوند ورته ورغى. ته څه خبر يې؟ کېداى سي چي هغه خپل پاکوالي ته زيات پام واړوي يا نصيحت ته ځير سي او ستا له نصيحت څخه ګته واخلي؟ خوکوم څوک چي ( د خپلو شتو او قدرت په سبب له الهي لارښووني خپل ځان) بې پروا ښيي ته د هغه لور ته بشپړ پام اړوې. په داسي حال کي چي که هغه پاک نه سي، نو پر تايې څه ملامتيا نسته. او څوک چي تا ته ( د پوهي او لارښووني د تر لاسه کولو لپاره ) په منډه (او شوق) درغى او هغه ( له لويه څښتنه) بېرېدى ( هم ) تا د هغه سره  بې پروايي وکړه ( او مخ دي ځني واړاوه).


په دې توګه موږ ته څرګنده سوه چي د اسلام مقدس دين له نظره د شتمن او نشتمن تر منځ هيڅ توپير نسته او ټول يوشان حقوق لري. د دوى تر منځ فضيلت او لوړوالى يوازي په ايمان، تقوا او د ښو چارو په تر سره کولو سره دى.


خو لکه چي پورته مو ولوستل برعکس باطل پال کفاربې وزلو ته په ټولنه کي د هيڅ حق قايل نه دي، بلکي په کرکه او بده سترګه ورته ګوري او پرله پسې يې خواروي او پر کړاوونو او تکليفونو يې ور اضافه کوي.   

په دې اړه د قرآن کريم دې آيتونو ته پام وکړئ:

﴿ أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلَإِ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى إِذْ قَالُوا لِنَبِيٍّ لَهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلَّا تُقَاتِلُوا قَالُوا وَمَا لَنَا أَلَّا نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِنْ دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْا إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ (246) وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا قَالُوا أَنَّى يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِنَ الْمَالِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (247)﴾


ژباړه:

٢٤٦. (اى پيغمبره!)آيا تا پر هغي پېښي فکر کړى دى چي تر موسى په وروسته(زمانو کي) د بني اسرائيلو يوې ډلي (اشرافو او مخورو) خپل يوه پيغمبر ته وويل چي موږ ته يو پاچا وټاکه چي موږ (د هغه تر بيرغ او مشرۍ لاندي، په يوه اتفاق) د الله په لار کي(د خپلو دښمنانو سره) وجنګېږو. پيغمبر ورته وويل:” بيا خو به داسي نه وي چي جهاد درباندي فرض سي او تاسي يې ونه کړئ ؟ “. هغو وويل: ” نه، دا څنګه کېداى سي چي موږ د الله په لار کي ونه جنګېږو ، په داسي حال کي چي موږ (د خپلو دښمنانو له خوا په ظلم) له خپلو وطنونو څخه ايستل سوي يو او له اهل او عيال څخه (په وژلو او بندي کول سره) بېل کړى سوي يو ؟ “. خو کله چي هغو ته د جګړې امر وسو، نو له يو لږ شمېر کسانو پرته نورو ټولو نټه وکړه او الله  نافرمانه ظالمان ډېر ښه پېژني.

٢٤٧. او د هغو پيغمبر ور ته وويل چي:” الله طالوت ستاسي پاچا ټاکلى دى(څوستاسي د دښمن په وړاندي ستاسي لارښوونه  وکړي “. د دې خبري په اورېدو سره هغو د اعتراض په توګه وويل:” هغه څنګه پر موږ باندي د واکمنۍ وړتيا لري، په داسي حال کي چي موږ د هغه په پرتله د پاچهۍ ډېر زيات مستحق يو. (ځکه موږ د واکمنو له پښته او د نبوت له کورنۍ څخه يو او هغه نه د واکمنو له پښته دى او نه د پيغمبري له کورني څخه دى؟) او (پر دې سربېره) هغه کوم موړ(شتمن) سړى هم نه دى(چي خپله واکمني په شتمنۍ سمبال کړي؟) “. پيغمبر جواب ورکړ: ” الله هغه پر تاسي باندي (په فضيلت او ځواک ورکولو سره) غوره کړى دى او هغه ته يې دعلم او بدن (همت) دواړه ډوله پراخه وړتيا وربخښلې ده او الله چاته چي يې خوښه سي خپل حکومت (واکمني) ورکوي او د الله (احسان، فضل، ورکړه، تصرف او قدرت) پراخ دى او په هر څه ډېر ښه پوه دى“.


په عربي جاهلي ټولنه کي هم شتمنو ته د هغو د شتو په کچه عزت ورکول کېدی او د بې وزلو څخه به يې کرکه کول او په خوارو سترګو يې ورته کتل. ان چي عربو په لومړيو کي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم پر پیغمبرۍ باندي دا اعتراض درلود چي دا خو يو فقير دی، کاشکي د ده پر ځای د مکې او طايف له دوو نامتو شتمنو(وليد بن مغيره القرشي او عروة بن مسعود الثقفيّ  څخه يو دې منصب ته ټاکل سوی وای. په دې اړه

لوی څښتن وفرمايل:

﴿وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ (31) ﴾[الزخرف: ۴۳: ۳۱].      


ژباړه: او دغو (درواغجن ګڼونکو) مشرکانو وويل:” ولي دغه قرآن (د الله له خوا) د محمد پر ځای چي يو بې وزلۍ يتيم دی، د مکې يا طايف له دوو تنو غټانو(وليد بن عقبه او عروه بن مسعود ثقفي) څخه پر يوه نازل نه سو “.


او اوس مهال خو نو موږ دادی ټول پوهيږو او وينو چي د کفارو د کرغېړني دموکراسۍ پر بنسټ شتمن پانګوال ورځ تر بلي په شتمن توب کي پرمخ ځي او نشتمن پرله پسې په نشتمني، بې وزلي، بې کاري او شتمنو ته په احتياج کي پرمخ ځي. او په انتخاباتو کي خو نشتمن چي هرڅومره ښه، وړ او مسلمان، هيوال پال هم وي ځان د نشتمنۍ له امله نه سي نومولای او که ځان هم ونوموي رايي نه سي ګټلای. اما شتمن، په تېره په بېوزلو هيوادونو کي د پردو له خوا جوړ سوي او مطرح سوي کسان د پردو د پيسو، تبليغاتو او نورو پټو او ښکاره لاسوهنوپه مټ په انتخاباتو کي بريالي کيږي او واک ته رسيږي. نو فاعتبروا يا اولی الالباب.  اللهم احشرنا في زمرة الفقراء والمساكين.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ