کور پاڼه / ټولنیزه برخه / زنداني صحابي «دوهمه برخه»

زنداني صحابي «دوهمه برخه»

غلام عمرعبدالله

زنداني په ژړا ژړا کښې شهید سو :…

ښکلي ښځي وويل : نه پوهېږم چې دده په فکر زه اوس ښځه يم که نارینه ؟!

کله چي قیصر دعبدالله ابن حذافه له دريځ اړولو څخه مایوسه سو مِسْ (میس) او تیل يې راوغوښتل(ښه يې ګرم کړل) او عبدالله ابن حذافه رضي الله يې ورته ودروی ترڅو له خپل برخلیک سره مخامخ سي.

دمسلمانانو له بندیانو څخه يې یو بندي راوغوښت او ګرمو تېلو ته يې ور واچوی ، مٶمن زنداني په ژړا ژړا کښې شهید سو.

دشهید بندي هډوکي د تودو تېلو سره ته راپورته سوه ,

عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه دشهید سوځېدلو هډوکو ته ګوري او همداسي ورته متوجه دی.

قیصر دعبدالله ابن حذافه حالت ته په کتو سره موقع غنیمت وګڼل بیا يې دنصرانیت دعوت ور کړ ، خو دنبوي مجلس روزل سوي سرتېري دقیصر وړاندیز رد کړ.

پدې سره دقیصر قهر اوغوسه نوره هم زیاته سو امر یې وکړ چي د ګرمو تېلو لوښي ته يې ور واچوئ ، کله يې چي عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه دتېلو په لور کش کړ او ده دتېلو تودوخه حس کړه نو ويې ژړل !!!
او له سترګو څخه يې اوښکي راتوی سوې په دې سره قیصر خوشحاله سو ؛ ورته وې ویل : نصرانیت قبول کړه!

دایمان او اسلام حقیقي ممثل ورته وویل : نه !!!

قیصر : پس نو ولي ژاړې ؟

دالله محب او عاشق ورته وویل : ژاړم ځکه ! چي زما یو روح دی په الله قسم که زما روحونه زما د سر دويښتانو دشمېر په اندازه وای ما به دا خوښه ګڼلای چي زه هر ځلي دالله په لاره کي دې تېلو ته واچول سم شهید سم ، بېرته ژوندی سم او بیا پکي واچول سم …

کله چي قیصر دعبدالله ابن حذافه رضي الله عنه د دريځ او عقیدې له اړولو څخه مایوسه سو نو یوه غوښتنه يې ځیني وکړل : ويل نصرانیت قبول کړه ، داسي څه به درکړم چي تاته ګټور وي .

ويل : نه !

قیصر : راسه زما تندی ښکل کړه ، ازاد به دي کړم!

عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه : ایا ټوله زنداني مسلمانان راسره خوشي کوې؟

قیصر : هو!

لمړی عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه دقیصر تندی ښکل کړ ورپسې نورو مسلمانو زندانیانو دقیصر ټنډه ښکل
کړل.

کله چي عبدالله ابن حذافه او نور مسلمانان مدینې منورې ته راورسېدل ، امیرالمؤمنین يې مخته ورغى ، کله چي دحضرت عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه په دې عمل خبر سو نو ويې ویل : پر ټولو مسلمانانو دا حق دى چي دعبدالله ابن حذافه رضي الله عنه ټنډه ښکل کړي (ځکه دده په دې عمل سره په سلګونه مسلمانان له مرګه ژغورل سوي دي) او لمړی يې زه ښکلوم ، امیرالمؤمنین ور ولاړ سو او دحضرت عبدالله ابن حذافه رضي الله عنه سر يې ښکل کړ.

الله تعالی دي له دوی څخه راضي سي څه ښکلی سیرت يې دی ، دالله په لاره کي يې پر څومره لويو قربانیو او تکالیفو باندي صبر کاوه ، همدا قهرمانان ددې وړ دي چي اقتدا او پېروي يې وسي ، نه د ډرامو او فلمو بوتلان.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ