کور پاڼه / ټولنیزه برخه / مساجد که د نړیوال اسلامي قیادت محکم مراکز!!!؟

مساجد که د نړیوال اسلامي قیادت محکم مراکز!!!؟

محمد عمر حماد

مساجد مو د نړیوال اسلامي قیادت د تحکیم ستر دعوتي مراکز دي،رسول الله صلی الله علیه وسلم،صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین او نورو سلفو به له مساجدو څخه د ټول امت رهبري او قیادت کاوه،د مکار دښمن د عسکري ځواک پر خلاف به یې له مساجدو څخه اسلامي لښکرې او پوځونه لیږل له همدې سپېڅلو اماکینو څخه به یې د نړیوال اسلامي دعوت د اشاعت کار اخیست،نو نن به څنګه د اسلام او اسلامي امت قسم خوړلي دښمنان،د صلیبي جګړو پر لار اچونکي بشر خواره او د تبشیري او تنصیري پروژو پر مخ وړونکي حرامیان زموږ دا کروړلي مراکز او سنګرونه(مساجد) وزغمئ!؟

په داسې کې چې د مساجدو له ممبرونو څخه د قیصر او کسرا پر مسند ناست بشر خواره وننګیدل او د همدې سپېڅلو مساجدو له ممبرونو څخه د دوي جابرانه سلطنتونو ته د خطر زنګ ووهل شو هماغه وو چی د همدې مساجدو له منځه د تکبیر له ملکوتي نعرو سره سرسپارلې لښکرې ور ووتلې،ددوي عسکري ځواک یې تس نس کړ او شاهان یې له تختونو څخه پر ځمکه راوپرځول،د تورو په ګوزارونو سره یې له تخت و تاجه د سقر په سفر ولیږدول نو که نن مو مساجد په بمونو نړوي او د مساجدو امامان چې اسلامي قیادت ته د امت د روزونکو حیثیت لري راشهیدانوي دا څه نوي خبره نه ده نه به دا وروستې پیښه وي خو دومره ده چې دا ډول کړنې موږ ته یو پیغام راکوي چې مساجد باید یو ځل بیا د سلفو د سپیڅلي وخت په څېر د اسلامي قیادت د رهبریت مراکز جوړ کړو.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ