لنډه كيسه: وركه دې غريبي سي

boy_and_a_grilليكوال : محمد هارون فيضي

تېز باران اورېده، پښتنې خپله شپږ كلنه لور تر لاسه نيولې وه او په بېړه د ملي بس د تم ځاى په لور روانه وه او له ځانه سره بونګېده :

– كه مو خپل موټر درلودلى نو ولي به مې دا حال واى

په دې وخت كې  يې يو لوكس موټر يې څنګ ته ودرېد، د موټر شيشه كښته سوه، يو ځوان چې ږيره او برېتونه يې خرېيلي وه،

اوږده ورېښتان او سګرېټ يې هم په خوله كې و، په موټر كې ناست و ،  پښتنې ته يې و ويل :

– راځه زه به دې ورسوم

– نه په ملي بس كې ځم

– راځه باران تېز دى ، زه هغه خوا ته ځم تا به هم ورسوم

پښتنه د موټر په شا سيټ كې كښېناسته، ځوان به هر ځلي په  شيشه ( عقب نما ) كې ورته كتل :

-ولي خپل موټر نه لرې ؟

– نه

– ولي ؟

– وس نه لرو، مېړه مې مامور دى

– تا بيا ولي د مامور سره واده كوى

– قسمت مې دغه دى

– ته ډېره ښكلې يې، هر پيسه دار ځوان ستا سره واده كولو ته تيار دى.

پښتنې چې د لومړي ځل لپاره په داسي موټر كې ناسته وه ،ډېره يې د هوسايي احساس كاوه او د دې ځوان خبرو نوره هم اندېښمنه كړه، چې ولي يې د يوه غريب  مامور سره واده كړي دي ، په همدې فكرونه كې ډوبه وه چې ځوان بيا ورته و ويل :

– كه وغواړې اوس هم داسي شتمن  كسان سته چې ستا سره واده وكړي،اوستا ټولي هيلۍ پوره كړي.

– بس بس همدلته كښته كېږمه

– ګوره دغه زما كارټ واخله،  زما سره يو ځلي ووينه، ستا په ګټه خبري كوم

پښتنه په كور كې به په فكرونو كې ډوبه وه، كله چې به يې خپلي غريبي ته وكتل نو د هغه ځوان خبره به ور په ياد سوه چې، ويل يې زما سره يو ځلي ووينه، كله به يې هغه هوسا سفر چې د هغه ځوان په موټر كې درلود ور پياد سو، بيا به يې د ملي بس هغه رش، ډكې او ټمبې ورپه ياد سوې

كارټ يې راواخيست له كوره ووتله

***

له همدې ورځي وروسته پښتنې په كور كې له مېړه سره ښه چلند نه كاوه، په هره خبره به يې ورسره جګړه كوله، خو مېړه به يې هر څه زغمل، اخر پښتنې خپل مېړه ته و ويل :

– زه نور ستا سره ژوند نه سم كولى، ته د ژوند كولو لپاره هيڅ هم نه لرې، زه خطا وتم چې ستاسره مې واده وكړ.

–  ګوره پښتنې! په تا څه سوي دي، هر څه خو خداى راكړي دي، ته وګوره  موږ روغ او جوړ يو، يوه ښكلې لور هم لرو، ګذاره مو هم كېږي،  نو ته ولي داسي وايې؟ هر څه به خداي سم كړي

– بس –  بس، دا غريبي خو  ستا په ازل كې ليكل سوې ده، تر مرګه به درسره وي

پښتنې خپل مېړه او لور پرېښودل او ولاړه د هغه ځوان سره يې واده وكړ.

***

څو مياشتي تېري سوې

يوه ورځ دا د كور په بالكوني كې ولاړه وه چي موټر ودرېد، مېړه او يوه بله ښځه چې ژړ ورېښتان يې درلودل، عينكي يې پر سترګو، سګريټ يې هم  په لاس كې و  راكښته سوه او كور ته ننوتل، دا ژر ور كښته سوه پوښتنه يې وكړه :

– دا څوك ده ؟

– زما ملګرې

– څنګه ملګرې ؟

– ستا په شان

– زه خو ستا مېرمن يم

– مېرمن؟  دا ته څه وايې؟ موږ خو ملګري يو داهم زما ملګرې ده

– دا ته څه وايي؟ ما ستا سره واده كړي دي

– زما سره كه زما د موټر، كور او پيسو سره، تر تا مخكي هم څوا نجونو زما د مېرمن كېدو په اميد  ودونه راسره وكړل، خو بيرته تللې دي، ته هم ولاړه سه نور مي نو نه يې په كار

– دا ته څه وايې ؟

– هو، ولاړه سه وركه سه، اوس زه د دې سره واده كوم، پوه سوې؟  ځه ،ځه زما له كوره ووځه.

پښتنه له كوره ووتله، پريشانه وه ،دنيا ورباندي تنګه سوې وه، له شرمه يې نيم مخ پټ كړى و، پر سړكانو ،د خپل پخواني كور پر خوا روانه سوه، ناڅاپه يې سترګي پر خپل مامور مېړه ولګېدې چې خپلي لور ته يې ايسكريم رانيولي و او دواړه د كور په لوري روان وه، دې ورمنډه كړه نارې يې كړې :

– جماله !  آ… جماله !

هغه شاته وكتل، پښتني چې له ژړا  سترګي او مخ سور كړى و هغه ته يې وكتل او سترګي يې كښته واچولې :

– ما وبخـښه، زه خطاوتلمه ما وبخښه

– تا خو د يوه شتمن سړي سره واده كړى و او هوسا ژوند دي غوښتى، هغه څه سو؟

– جماله! هيله كوم، ما وبخښه، ما ته زما عزت زما لور او زما هغه مهربانه مېړه بېرته راكړه ،هيله كوم

– اوس ډېر ناوخته سوى دى، ته  هغه زما مېرمن نه يې، ته زما د لور مور نه يې، هغه موږ ته مړه سوې ده، ځه زه ستا سره مرسته نه سم كولى

– نه، هيله كوم جماله! مه ځه، ودرېږه جماله! زما خپله لور يادېږي

– هغه وخت دې نه يادېدله چې ،ماشومه دې يوازي پرېښوده او د خپل هوس د پوره كولو لپاره دې موږ پرېښودو، اوس دا تا ته  اړتيا نلري او نه هم زه ،ځه ولاړه سه

جمال او لور يې په كور ننوتل او دروازه يې وتړله

– جماله مه ځه جماله ،ودرېږه  د خداي لپاره زه چيري ولاړه سم ما ته زما هغه غريبانه كور بيرته راكړه زه موټر پيسي هيڅ هم نه غواړم ما مه پرېږده هيله كوم جماله جماله

د وروستي ځل لپاره يې  سترګي پټي كړلې او په لوړ ږغ يې  چيغه  كړه جماله ااااااااااااااا

سترګي يې خلاصي كړلې ، خولې پرې راماتي وې ،په زوره زوره يې ساه اخيسته جمال او لوري يې په منډه ورته راغلل

-څه خبره ده پښتنې ولي دې چيغه كړه  .

پښتني خپله لور په غېږ كې ونيوله پر مخ يې مچ كړه د خپل مېړه لاس يې ونيو مچ يې كړل د يوې غټي  اسويلي په ايستلو سره يې وويل

خدايه! شكر چې خوب و .

محمدهارون فيضي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.