شعـــــرونه

حقه لاره/ سيد الهام

 سيد الهام

ژوند پرېږدو خو حقه لاره نه پرېږدو
زندګي د مرګ له ډاره نه پرېږدو
 
چي تر څو د خدای په در منلي نه یو
ستا لمن نبي سرداره نه پرېږدو
 
ته هم اوسه را سره د مرګ ترپولې
مینې موږ دي هم تر داره نه پرېږدو
 
دا عادت له پرګنو دی راته پاته
دا غلیم چي په قراره نه پرېږدو
 
که څه هم تا مو رګوکي ځای خپل کړی
بې شړلو دي مکاره نه پرېږدو
 
خدای دي دومره تاوان د ذکر راته راکړي
چي ځان خوب ته تر سهاره نه پرېږدو
 
حماسي اشعاره لیکه راته الهامه !
په دعاوو کي دي یاره نه پرېږدو
 
2016/09/03
پکتیا ګردېز
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x