loya jirga2013

يوازې څو په ډالرو پلورل شوې څېرې د افغان ولس په سرنوشت څه پرېکړه نه کولې شي – دساپي مرکز خبرپاڼه

د افغانستان مزدورې ادارې اعلان کړى چې په کابل کې د تش په نامه جرگې په جوړولو د افغانستان او امريکا ترمنځ په امنيتي تړون بحث کيږي. د دې جرگې د جوړولو سره په افغانستان کې بېلا بېلو جهادي تنظيمونو ټولنو او قومي مشرانو مخالفت څرگند کړى دى.

په ډاگه يې ويلي چې دا جرگه هيڅ وخت د افغان ولس نماينده جرگه نه ده. يوازې د امريکا لخوا تش په نامه په ډالرو پلورل شوي کسان يې راټول کړي او ورباندې يې د لويې جرگې نوم ايښى دى.

د افغانستان او پاکستان په گاونډيو هېوادونو او هم په عربي اماراتو او نورو لرو پرتو هېوادونو کې ميشت د نظر خاوندان او د هېواد په تاريخ باخبره سياستوالو سره نه اړيکې نيول شوي او نه ترې نظر پوښتنه شوې ده. که څو تنه امريکا نظري يې راغوښتي وي ولس ترې خبر نه دى.

دا رنگه جرگه چې د موجوده غلامې ادارې سره نيم افغان يا تر نيم زيات ولس په جگړه بوخت وي. د غلامۍ ادارې او د بهرنيو پوځونو پر خلاف يې پاڅون کړى. څرنگه به يې پرېکړه ومنل شي نه خو دا د افغان ولس نماينده جرگه ده او نه په کې د افغان ولس نمايندگان شتون لري.

يوازې څو په ډالرو پلورل شوې څېرې د افغان ولس په سرنوشت څه پرېکړه نه کولې شي او نه ورته دا حق حاصل دى.

د افغانستان سره د مخه هم امريکا دغه ډول لاسليکونه کړي و خو افغان ولت ترې د کړو ژمنو د نه منلو پوښتنه نه شوه کولې.

روسانو هم د افغانستان سره د سرحدونو د درناوي لاسليک کړى و. بيا يې په دې سره پوځونه ورپلي کړل. دا اوس چې افغانستان د امريکا او ناټو د پوځونو لخوا اشغال دي او ټوله نړۍ يې اشغال بولي. د يوه اشغال هېواد د غلامې ادارې پريکړې په هيڅ يوه قانون او بين المللي اعتبار په نه لرلو د منلو وړ نه دى. په قضايه چارو کې چې د مجرم شهادت د منلو وړ نه وي.

د امريکا چې د زرگونو افغانانو د وژلو قاتله ده او افغان غلامه اداره چې په اشغال هېواد کې راگيره ده يو يې هم نه افغان غلام چارواکى او نه د امريکا قاتلين د پرېکړې حق لري.

افغان ولس په تمامه معنى دا ډرامه ييزه جرگه ردوي او دا ټولې نړۍ ته څرگندوي چې د دې جرگې د جوړولو او بحث وروسته چې د امريکا او نورو امريکا پلوو هېوادونو سره کوم تړونونه کيږي افغان مسلمان او مجاهد ملت ته د منلو وړ نه دي.

په دې جرگه کې زياته برخه د کريملين زيږيدلي کمونستان دي او کمه برخه يې د امريکا په جغ تړلي دي چې په هيڅ صورت ترې خپل سرونه نه شي ايستى.

د افغانستان د پاکې خاورې دښمنان همدا تش په نامه جرگه کې ناست کمونستان او په ډالرو پلورل شوي غلامان دي چې ولس په خپل مخالفت سره رد کړي دي. د افغانستان په اړه به هره پرېکړه د افغانستان مجاهد مؤمن ولس چې نه يې د کريملين غلامي کړې وي او نه يې د امريکا جغ پر غاړه کړې وي.

بله دا چې د دې جرگې سره دومره افغاني مشرانو مخالفت څرگند کړى دى چې اوس ورته د جرگې حيثيت هم نه دى ورپاتې.

يوازې د خوړلو او څکلو غونډه ده او ټول افغان ولس ورته د ډرامه ييزې جرگې په سترگه گوري چې کرزى او ترې چاپېر ياران به د امريکا لخوا ورکړل شوې ډرامه څرنگه تمثيلوي.

د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز اعلامیه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د