
د سولي واده/ رفيع الله اتل
رفیع الله اتل
سوله کونـډه شـوې ده اوس بله مرکه راځي
چم ته د حزبیانو ګل مرجان په مرکه راځي
ارګ کي یې نکاح ته ځني خلګ رابللي دي
ناوي ته د ارګه ځني خلګ په جرګه راځي
ډیر په کي د برکلي بدنام ملکان شتون لري
ناوې د خپل سر نه ده د بل په اشاره راځي
ګرم محفلونه د غني لالا په ذوق جوړ شول
لګ ګړی نه روسته تش د سولي ډرامه راځي
ناوې به د زوم سره جوړه تر ارګه لاړه شي
وروسته به د ناوي هغه ښکلې اولاده راځي
ها غیرت بهیر به خپلي ژمني عملي کاندي
وروسته شمالي ټلواله هم په بدرګه راځي
شپه به د نکریزو د حزبیانو په کاله کي وي
وروسته حکمتیار لالا د ارګ په فیصله راځي
ستره خوشحالي به پر ولس باندي نازله شي
ناوې به د ارګ څخه تر کوره تل سپره راځي
هره ورځ چي وینمه اتل د ګل مرجان خواښې
دا پکي سپره وي زوړ ټکټر یا سراچه راځي