کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کندهار : ډنډ ولسوالۍ کې ۶ بهرني سرتيري وژل شوي

کندهار : ډنډ ولسوالۍ کې ۶ بهرني سرتيري وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۵ل): د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو سرتيرو په کاروان چاودنه شوې.

پېښه پرون غرمه مهال د يادي ولسوالۍ په کلمتر نومې سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د بهرنيو سرتيرو زغروال ټانګ په ښخ شوي ماين برابر شوی.

د بريد مسؤليت طالبانو منلی او وايي په ياد بريد کې يې ۶ تنه بهرني سرتيري وژلي.

حکومتي چارواکو د يادي پيښي د تائيد او رد اړوند راپورونه لا له رسنيو سره نه دي شريک کړي.

ويل کيږي د بهرنيو سرتيرو ياد کاروان د کندهار هوايي اډې ته څېرمه په ګزمه بوخت وو.

نن ټکي اسيا ته يوې سرچيني چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي د پيښي له ځايه منلي چې له بريد وروسته ايمبولانس چورلکو د بهرنيو سرتيرو مړي له سيمي لېږدول.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ