
د افغانستان فــریاد او ګیله!!
بیا مي ولي خرڅوۍ ګنا مي څه ده؟
په یهودو مي پلورۍ ګنا مي څه ده؟
زما وجود خوموهم ټول ټوټي ټوټي کړ
نـور مـي ولــي ژړوۍ ګـنا مــي څــه ده؟
زماســینه خـو دي پخـوا وه لا پلورلي.
نن مـي ټول بربادوۍ ګنا مي څه ده؟
ماخو تل وو دغــیرت غـږ پورته کـــړی.
اوس مي ولي شـرموۍ ګنا مي څه ده؟
ابدالي به را خـبرشي داسي مـه کړۍ.
خپل بچي مـي زوروۍ ګنا مي څه ده؟
اي درویــشه دا فــریاد مي ورته وایه!
داســي ولي نن کـوۍ ګنا مي څه ده؟