نظــر

هوشیار باش! په پوست کې پاک نه دی!

karzai guardکه د افغان-امریکا اړیکو پسې څېړنیز پل واخلو نو وبه ګورو، چې افغانستان ته امریکا تل د پيرنګي استعماري شاعر، روډیارډ کېپلېنګ، په نظر کتلي. او همدې نظر بیا د امریکا په باندنېو چارو ډېره ژوره اغیزه شېندلې ده؛ ځکه خو یې زمونږ استقلال(۱۹۱۹) نه مانه! ځکه خو یې زمونږ سره رسمي اړیکې نه ټینګولې. که څه هم وروسته د هټلري جرمني زور و او د نړۍ په حساس پړاو کې د افغان-جرمن اړیکې بیا د دې باعث شوې، چې امریکا دې له افغانانو سره رسمي اړیکې پېل کړي.

 

په ۱۹۱۹کال- د افغانستان د استقلال په کال- غازي امان الله خان یو پلاوی د اروپاء پر سفر واستاوه ترڅو د اروپايي هیوادونو تر غوږونو د افغانستان د استقلال خبره ورسوي او ترڅنګ یې په ډيپلوماتي ډګر کې اړیکې ټينګې کړي. په همدې تکل پسې د افغانستان پلاوي، محمد ولي خان، لومړی د تاشکند څخه د امریکا د وخت رئیس جمهور ورین هارډینګ ته پيغام واستاوه خو د واشنګټن لخوا ځواب تر دې دمه لارې څاري.

امان الله خان بیا په خپله دویمه هڅه په ۱۹۲۱کال دویم پلاوی د اروپاء په سفر واستاوه او افغاني پلاوي بیا په پاریس کې د امریکا سفیر والس هیوکامبیل سره وکتل او هغه ته یې د غازي او نابغه طرزي لیکونه ورکړل خو سفیر د دې پرځای چې له واشنګټن سره اړیکه ټینګه کړي د انګلستان سفیر نه مشوره وغوښته. هغه ول چې پیرنګي ورته د خوښې او منلو په نظر ونه کتل. دغه پلاوی د جولای په ۱۲مه ۱۹۲۱کال د امریکا پر ځمکه قدم کېښود او هلته یې د هاغه هیواد وزیر خارجه سره وکتل او هغه ته یې د طرزي لیکونه ورکړل خو د دې پای هم هغه راووت چې حد بندي یې وختي انګلیس سفیر کړې وه.
یوازې دا هڅې نه بلکې په وروستیو کلونو کې خپله ستر غازي امان الله خان هم هڅه وکړه چې امریکا ته ولاړ شي، په همدې موخې پسې هغه په ایټالیا کې په ۱۹۲۸کال د امریکا سفیر د خپل سفر څخه خبر کړ؛ خو د امریکا د باندنیو چارو وزارت لخوا ورته په ځواب کې هم هغه یو ټکی ايښی و، چې هیله یې ترې کېده-رد او نه.

پای امریکا له افغانستان سره هغه مهال ډیپلوماتي اړیکې پېل او د روابطو موافقه(۲۶م مارچ ۱۹۳۶کال) ترسره کړه چې د هټلر پرخلاف چرچل دمخه د جګړې سرینده غږولې وه، افغان-جرمن اړیکې د هټلر د خیالي آریانا په لوړو څوکو وې، په منځني ختیځ کې د تورو سرو زرو کوهي کیندل کېدل، هند د انګلیس په ولکه کې و، شورویانو او جرمنیانو اتحاد کړی و. دغو جیو-پولیتیکي بدلونونو امریکا اړ کړه چې لومړی افغانستان په ایرن کې خپل سفیر ته وسپاري او بیا چې کله د دویمې نړیوالې جګړې لمبې پورته شوې او د هټلر لخوا د افغانستان د تاریخي حیثیت- پر هند د الوت ډګر- نه د ګټې اخستلو خبره راغله نو واشنګټن نیغ کابل ته رسمي سفیر راواستاوه، ترڅو له حالاتو نه ځان خبر او پر حالاتو اغیزې وشېندي.

افغانستان چې وروسته د سړې جګړې په سوړ ګهیځ امریکا ته خپل استازي واستول، ترڅو له امریکا سره اړیکې سمې او خپل فوځ ته اسلحې راونیسي (البته دا به د افغانستان لخوا درېیمه کاملاً او جدي هڅه وه ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي) خو د امریکا لخوا، چې هغه دم د ټرومین په دوکترین سمبال و، او وروسته بیا د دویمې نړیوالې جګړې فاتح جنرال، ایزنهاور، په نظریې یې باندنې چارې سینګار شوې وې، افغانستان ته انتظار وېست، خو د دې دوو نظریو پرخلاف افغانستان تریخ ځواب ترلاسه کړ؛ ځکه امریکا په سیمه کې ایران او پاکستان موندلی و. دغه تریخ ځواب ته هغه مهال زمونږ شاه محمود د «سیاسي انکار» اصطلاح وکاروله او داسې د سړې جګړې په سوړ سحر د دواړو هیوادونو ترمنځ نېزدېکېدونکې اړیکې تر خپلو-خپلو خاورو پورې محدودې او منجمدې پاتې شوې.

د امریکا پورته انکار یواځې سیاسي انکار نه و، بلکې تاسو به ډېر حېران شئ، چې د امریکا وزیر خارجه، ډولس، د افغانستان سفیر، م.لودین، ته کړل:

After careful consideration, extending military aid to Afghanistan could create problems not offset by the strength it would generate. Instead of Asking for Arms, Afghanistan should settle the Pashtunistan dispute with Pakistan.

داسې د امریکا لخوا مرستې د پښتونستان ستونزې او له پاکستان سره د ښو اړیکو پورې ونښلول شوې، چې دا بیا کابل ته هېڅ منظورې نه وې.

د امریکا وزیر خارجه یوازې پر دې تم نشو بلکې دغه پورته خبرې یې د پاکستان سفیر امجد علي ته هم ولېږدولې او داسې یې پاکستان ته خپله وفاداري وښودله!! هغه ته چې مونږ به ترې اوس ژغوري!!!

که تاسو د هغه دم حالات وڅېړۍ نو وبه وینۍ چې هغه دم امریکا له پاکستان او ایران سره د شوروی پر ضد ستراتيژيک تړونونه لاسلیک کړل، سیمه یې د سیټو او سېنټو په تړونونو کې داخله کړه. که څه هم دا تړونونه د سړې جګړې په پېر د یو لوبغاړي لخوا د بل لوبغاړي پر خلاف د حصار کړۍ وه، خو په حقیقت کې دې پر افغانستان ډېره بده اغیزه وشیندله . دغه دفاعي ائتلافونو په داسې وخت کې د افغانستان د امنیت لپاره سترې ننګونې ثابتې شوې چې د دې دفاعي ائتلافونو له یوه مهم غړي سره مونږ د خاورې په سر او د بل سره مو د اوبو په سر لانجې درلودلې.

دغه حال نوي وزیر اعظم سردار محمد داؤد خان ښه درک کړي ول. په داسې وخت کې افغانستان اړ و چې د خپل امنیت لپاره د چیک سلواکیه او شوروی نه اسلحې راونیسي- د لویې جرګې په مشورو- ترڅو د خپلو دوو دښمنانو سره په رقابت کې برابر روان شي. که څه هم دلته زمونږ څخه یوه تېروتنه وشوه چې د مرستو لپاره مو ځان یواځې پر شوروی متکي کړ، نه پر ګڼو هېوادونو، چې هغه دم د مرستو کولو لپاره تیار ول.
داسې د امریکا-او ملګرو دغه ائتلافونه د شوروی پرخلاف کم؛ زمونږ پر خلاف زیات مفید ثابت شول. مونږ یې د شوروی د دوستۍ داسې جولۍ ته ګذار کړو چې پایله یې زمونږ خلکو د واورین دیسامبر په ۲۵مه شپه ولیدلې او لا یې تر دې دمه وینو.
د امریکا پکې بله نامردي دا وه چې د دفاعي تړونونو په مټ یې د دیورنډ کرښه د پاکستان سرحد وګاڼه! او له دې څخه دفاع بیا د سیټو هېوادونو ګډ مسؤلیت!!

د جهاد په پېر کې که څه هم ستراتيژپوه بریزنیسکي د کارتر پسې و، چې شوروی ته به په افغانستان کې ویتنام ورکوي؛ خو بیا هم ډیرکی امریکایان د دې پرخلاف ول، او افغانستان یې د دې وړ نه ګاڼه چې شورویانو ته به د هوچي مین ویتنام شي.

امریکایانو د منځني ختیځ تېلو ته پریشانه ول، نه د افغانستان اشغال ته. هغوی د هارمز تنګي د بندېدو او د نورو ستراتيژيکي تنګیو د بندیدو نه وېره درلوده نه په افغانستان کې د شوروی د موجودیت نه.

پاتې شوه د جهاد په پېر کې د امریکایانو د مرستو خبره: که څوک د امریکا د دغو مرستو cost and benefit analysis وکړي نو د امریکا د مرستو د حجم څخه به زیاتې ورته د دغو مرستو په پایله کې ګټې تر سترګو شي. ځکه هغوی پکې د شوروی د خپسې نه ووت، نړیوال قدرت شو، د منځني ختیځ تېل او ستراتيژيکه سیمه یې په ولکه کې یقیني شوه، او…
پر مونږ یې څه احسان نه دی کړی؛ باید زمونږ پور پر ځان ومني.

له جهاد نه پس امریکا هغه څه وکړل چې یې نه یوازې سیمه په اور کې اورلړونی کړه بلکې هغې ته یې هم داسې سردرد پيدا کړ چې شاید یو قطبې نړۍ ته د پای ټکی هم شي او شاید شوې هم وي ؛ دغه خبره ان خپله هغوی هم مني.

نو هوشیار باش!

امریکایانو زمونږ د دوستۍ هاغه غږونو، او روغبړونو ته څه ځوابونه ورکړل، چې د ښاغلي امان الله خان په وخت کې وشول، او بیا یې د ظاهر شاه، شاه محمود، او محمد نعیم ته څه ورکړل، چې اوس به یې مونږ ته راکوي؟؟!! او یا مونږ ترې هیله وساتو….

پای د وتلي لیکوال هینري کیسنجر پر دې خبره کوم چې د امریکا د دوستۍ نه زیاته د هغوی په دوښمنۍ کې ګټه ده.

لیونی لیکوال

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x