کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / د سيدجمال الدين افغان ستاينه

د سيدجمال الدين افغان ستاينه

پوهيالی سيداصغر ارمل هاشمي

میندې راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه
یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي
د خلقت له کارخانې نه کله کله
په جهان پیدا یو بل شانې بشر شي
د منځپانګيز او محتوایيز جوړښت له مخې د استاد الفت شعري کلیات ډېرې په زړه پورې ستاینې لري، چې د سیدجماالدین افغان په ستاینې کې یې دوې تمهیدیه ډوله شعرونه ویلي دي.
د استاد الفت د ستاینو مهمه ځانګړنه دا ده، چې د ممدوح یادونه د تملق په ډول نه کوي او د هغه چا ستاینه کوي، چې په حقیقت کې د ستاینې وړ وي.
که چېرې د یو کس مدح او ستاینه د هغه د علم، پوهې، شاعرۍ، لیکوالي، ښو اخلاقو او خدمتونو په نظر کې نیولو سره وشي او هغه په ښه نوم یاد شي، دې ته ستاینه وایي.
پښتو ادب کې د ستاينې او مدحې تحريري او ليکل شوې لاس ته راغلې بېلګه په لرغونې دوره کې د ښکارندوی غوري ستاينه او مدحه ده.
دغه ستاينه د قصيدې په فورم کې ويل شوې ده او په پښتو ادبياتو کې لومړنۍ ستاينه او دويمه تحريري او ليکل شوې قصيده ده.
ښکارندوی غوري د سلطان غیاث الدين غوري او سلطان شهاب الدين غوري په ستاينه کې خپله قصيده ليکلې ده.
د یوې خبرې يادونه ضروري ده، چې د نړۍ په ادبياتو او پښتو ادبياتو کې له تحريري ادبياتونه د شفاهي او ولسي ادبياتو تاريخچه او شاليد پخوانی دی، د محتوا او منځپانګې له مخې که موږ هر ډول تحريري او ليکل شوي شعرونه لرو، له دې څخه دمخه د ولسي شعرونو ډېرې داسې بېلګې لرو، چې د امکان تر حده به يې تاريخ پخوانی وي.
پښتو ادب کې ډېرې ستاينې او مدحې د ټپو او لنډيو په شفاهي او ولسي ژانر کې شته، چې ډېر امکان لري، تر ښکارندوی غوري پخوا ويل شوي وي، خو د تحقيق او څېړنې د مېتودولوژي د اساساتو پر بنا بايد د څېړنې بحث له لاس ته راغلو هغو موادو ځينې پیل شي، چې ليکوال، د ليکلو وخت او لاس ته راغلې منظومه او منثوره بېلګه څرګنده وي.
د استاد الفت ستاينې دومره په زړه پورې دي، چې د هر ممدوح د ژوند ټول انځور په يوې لنډې ستاينې کې ځای کړې او د سړي زړه نه کېږي، چې د هره ستاينې څو انتخابي بيتونه راوړي، ځکه د ټولې ستاينې په راوړلو هغه ممدوح ډېر ښه پېژندل کېږي.
استاد د نابغه سيد جمال الدين افغان ډېره په زړه پورې ستاينه کړې ده، چې په کلياتو کې يې ساری نه ليدل کېږي او زما په پوهه په لرغونې او دويمې دورې کې د کس (شخص) په ستاينه کې یوله بې جوړې ستاينې ځینې دی، چې څو بیتونه یې دا دي:
بې حسابه څاڅکي توی په بحر و بر شي
له لکونو کروړونو يو ګوهر شي
رنګ په رنګ ګلان پيدا شي غرو رغو کې
په کې يو نيم د ليلی پېکي ته ورشي
مرغلرې ډېرې وځي له دريابه
ځينې ځينې ښکلو پېغلو ته زيور شي
د ستاينې په څو وروستيو بيتونو کې داسې وايي:
د خلقت له کارخانې نه کله کله
په جهان پيدا يو بل شانې بشر شي
چې رڼا يې په ملکونو کې خپرېږي
ټول عالم لره څرګنده لکه لمر شي
د کونړ د لوړو غرونو په لمن کې
نابغه فرزند پيدا د سيد صفدر شي
پښتنه مور هسې زوی واخلي په غېږ کې
چې د دهر او جهان نامي پسر شي
ډېر پوهان ورته سر ټيټ په شاګردۍ کړي
ډېر شاهان يې په تعظيم مخې ته ورشي
همېشه یې قدر کېږي په عالم کې
څوک چې لوی په علم و فضل او هنر شي
هسې نوم هسې نشان يې شي په برخه
چې لوی فخر د ملت او خپل ټبر شي

استاد ګل پاچا الفت چې د چا ستاينه کړې ده، د هغې په اړه يې پوره معلومات او مطالعه درلوده، دده پورته راغلې ستاينه په دې دلالت کوي، چې دې سيد جمال الدين افغان ډېر ښه پېژنده.
استاد ګل پاچا الفت د سيد جمال الدين افغان په باب يوه بله ستاينه هم لري، چې په کلياتو کې د (پښتون سيده) په نامه داسې راغلې ده:
پښتون سيده، د شرق نامداره
د دين او علم، د کور سرداره
تللی وې چېرې، د څه لپاره
د چا له غمه وې ناقراره
توره تياره وه، مړه اولسونه
راپاڅول تا، ويده قومونه
دنيا رڼا شوه، ستا له تنويره
جهان خبر دی، ستا له تاثيره
حق سر اوچت کړ، ستا له تقديره
ستا له تحریره، ستا له ضميره
وښورول تا، غافل فکرونه
څومره خواږه و، ستا بيانونه

استاد الفت په علم او ادب مين و او ډېرې ستاينې يې د هغو عالمانو، شاعرانو، ليکوالانو او پېژندل شوو او تلپاتې څېرو او اشخاصو په اړه دي، چې خپل ولس او نړۍ ته يې خدمتونه کړي دي.
د استاد الفت د ستاينو کاميابي په دې کې ده، چې د هر کس د ژوند په نظر کې نيولو سره دده يادونه يې کړې ده او لوستونکی او اورېدونکی دا فکر کوي، چې استاد ددې هر شخص په باب پوره معلومات درلود. رښتيا هم استاد الفت د ډېرې ښې مطالعې څښتن دی.
د استاد الفت ستاینې په پښتو ادب تاریخ کې بې جوړې او بې سارې ستاینې دي، دی د ځینو درباري شاعرانو په ډول ستاینې نه دې کړي، د دې ستاینې پرځای او پښتو ژبې کې د ستایلو وړ دي.

ماخذونه

هاشمي،سیداصغر،پښتوژبې ادبي سرلاري، ګودرخپرندویه ټولنه، جلال اباد،۱۳۹۰ ل کال .
حبیبي،پوهاندعبدالحی،دپښتوادبیاتوتاریخ،لومړی اودویم ټوک، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور۱۳۸۴ ل کال .
هاشمي،سیداصغر، د پښتو نظم تاریخ(لومړی او دویمه دوره)، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۳ ل کال.
شهرت، ننګیال، د الفت مرغلرې، دانش خپرندویه ټولنه، پیښور، ۱۳۸۷ ل کال.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    که څوک دسیدجمال الدین افغان سرګذشت اوکتاب ووایی دانګریزانو له فساده چه داسلام په دین کښی یی دنیچیریه (دهندستان دمنافقینو لکه زموږ خلکیان اوپرچمیان)کړۍ دۍ بیاپه دی پوهیږی چه په پاکستان او افغانستان کی اکثر کتابونه چه په مسجدوکی ویل کیږی دقرآن او حقیقی حدیثو مخالف دی دنیچیریه چه نن دکادیانانو په نوم يادیږی دی خصوصاً په پاکستان کی تبلیغ ټول دقرآن مخالف دۍ .سید جمال الدین لیکلی دی پسله مغلو اسلامی حکومتو انګریزانو چه هندستا وه نیوۍ انګریزان له هندوانو نه بیریدل دمسلمانانو بیریدل دهندستان منافقین(نیچیریه) یی راټول کړل په اسلامی کتابو کی برخلاف دهغو نوی شیان ولیکل مثلاً د جهاد په باره کی ولیکل چه اول پرخپل نفس جهادوکۍ د افغانستان په جهاد کی دټولی دنیامسلمانانو برخه واخسته ولی دپاکستان تبلیغیانو کی وانه خسته دغه رقم په لندن او اوس په امریکاکی هم داسلام دقرآن اوحدیث مخالف کتابونه جوړیږی او توزیع کیږی تنها په ترکیه کی کتابونه کنترولیږی نا اشناه کتاب نه پریږدی زموږپه مسجدو کی چه هرچاهرشۍ کښی ښووۍ خلک یی وایی. سیدجمال الدین پخپل بیانوکی لیکلی دی کم وخت چه انګریزانو پرهند حکومت کاوه ماته یی دوی میاشتی ویزارکړی وه ولی زه یی پسله یوی میاشتی له هندستانه ویستم. واقعی ددنیالوی پوه اونابیغه دۍ زه هرافغان چه دده کتاب او دالفت صاحب کتابونه ووایی اوعمل پروکړی خوشبخت بولم

  2. الحاج استاذ بیانزی

    هاشمی صاحب سلامونه می ومنۍ !
    دا چه د سیدجمال الدین یادونه شوی ښه کار دی زه خپله د سیدجمال الدین د نظریاتو او تګ لیاری ځان کوچنی شاګرد ګڼم ، ولی کوم څه چه لیکنه ویل شوی د هغه په ستاینه د نورو ستاینه شوی یعنی د هغه خپله ستاینه پکی ډیره کمه تر سترګو کیږی . دا چه لږه هم شوی زیاته ده ، مګر پوشتنه دا ده مونږ ته د سیدجمال الدین چه څوک وو څخه د هغه نظریاتو او کړنو مونږ ته څه او څومره ګټه رسولی ډیره مهمه ده ، کشکی دغه ورونه د هغه نظریات او کړنی یو د بل پسی مونږ ته تکرار تکرار راپه زړه او رابه ګوته کړی چه زمونږ ځوانان هم د هغه به مکتب او د هغه به نظریاتو پابند او عملی یی کړی . هغه تل د مظلوم بشریت په خوا کی د استعمار او استثمارګرو په ضد مبارزه او مجادله لرله او زمونږ ځینی چه حتی د سیدجمال الدین ستاینی کوی د استعمارګرو پشی او لاسونه دی جیبونه او خیتي د هغوی په دآلرو ډکی او ځینی یی بیا څه مقامونه هم تر لاسه کړی .
    بله نیوکه چه زه لرم لیکونکی افغان سید جمال الدین د افلاطون او سکندر سره مقایسه کړی لیکی چه ( میندې راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه
    یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي)
    افلاطون سقراط او داسی نور د یونان هغه ملحدین فلسفی علما دی چه ځینو مستشرقینو ملحدینو هغوی ته د خبل الحاد له امله بلند پروازی ورکړی حتی د عادی خلکو تر منځ خلک وایی څه افلاطون خو نه یی یعنی د هغه په شان خو زوراور نه یی ، همدا حالت په اروبا کی چه کلیساګانو به خلکو ته جنت او دوزخ پلورلو دغه ملحدین د هغو باعوری ګانو له وحشت رامنځته شو او بلاخره مارکس ، هیګل او نورو د دیالکتیک ماتریالیزم ته خبره ورسیدله یعنی د کلیساګانو د خدای څخه د تیښتی په وجه د اصلی خدای څخه هم منکر شول . الکساندر خو د جنګیز په شان یو دیکتاتور وو چه د اروبا جنوبی شمال د افریقا او د اسیا مرکزی او جنوبی برخه یی د خپل تسلط او امپراطوری لاندی راوستله . که یو ظالم او دیکتاتور او ملحدینو باندی دغه بیت د نابغه وو او شو خلکو نمونه یی اطلاق کوی او بیا ورسره د افغان سیدجمال الدین په شان ناپغه چه د الحاد به مقابل اړخ کی قرار درلود او د استعمار په ضد یی مبارزه کوله ورسره مقایسه شی دیره نامردانه او نامنصفانه ده ، په دی اړه به ډیر څه نه لیکم ، دومره به ووایم که دوی رښتینی پوهه او پیاوړی کسان وی خپل خالق به یی موندلی او د هغه خالق ستایش او عبادت به یی کولی په داسی حال کی چه دوی د خپل خالق څخه منکر وو ، زه خو دا وایم هغه میندی ډیری بدمرغه وی چه د دوی د زیږیدو سبب شوی دی مننه