کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / په لنډه کیسه کې پيغام څومره ارزښت لري؟

په لنډه کیسه کې پيغام څومره ارزښت لري؟

محمد هارون سمون

ممکن تاسې ته پورته جمله لږ ګونګه وي، مطلب دا دی چې کله به ما لنډه کیسه لیکله لمړی به مې فکر په پیغام باندې کولو، یانې ما کوښښ کاوه چې کیسه مې یو ښه پیغام ولېږدوي، اوس خبره برعکس ده، زه پیغام ته دومره توجه نکوم.

خامخا به ستاسې په ذهن کې ګڼې پوښتنې ګرځېدلې وي لکه: کیسه چې ښه پیغام ونه لري هغه کیسه کله ښه کیسه کېدای شي؟
رابه شو یادې پوښتنې ته به د څو مثالو په ترڅ کې ځواب ووایو.

تېره ورځ مې د یوه کیسه لیکوال (دبلخ پوهنتون استاد ضمیر څار) سره په لنډه کیسه بحث درلود. ماوویل کله چې کیسه په ذهن کې پلاټ کړم ډېری وخت که ښه پیغام ونه لري هغه کیسه بیا نه لیکم. ده وویل نه! پیغام ته دومره توجه مه کوه. بیا یې زیاته کړه دا چې مونږ په کیسو کې واقیعت بیانوو همدا بس ده. هغه دا هم وویل چې کیسې تاریخ ثبتوي.

استاد ښه خبره وکړه ماته په زړه پورې وه. ځکه که چېرې مونږ یوه کیسه یا ناول لیکو ممکن د خوند په خاطر یې ولیکو، دا چې مونږ خوند ځنې اخلو لوستونکي هم زمونږ کیسه یا ناول د خوند اخیستو په خاطر لولي، په بله وینا که مونږ هغه ته ووایو چې په دې کیسه کې دغه پیغام نغښتی دی، امکان د دې شته چې لوستونکی کیسه ونه لولي، اوس به یو ژوندی مثال پدې اړه راوړو.

کله چې ځینې خلک اوږد سفر ولري، هغه کسان چې رېل ګاډي، غټو موټرونو ، یا طیاره کې لرې ځای ته سفر لري، د بېلګې په ډول زمونږ په وطن کې د کابل کندهار په لویه لار سفر ولري یا دې ته ورته، دوی یو ناول یا دکیسو ټولګه ددې په خاطر له ځان سره اخلي ترڅو په موټر کې وخت پرې تېر شي، یانې سات یې تېر وي، دغه لوستونکی کیسې په دې خاطر لولي ترڅو خوند ترې واخلي، په دومره لوی سفر کې څوک نصحت ته ممکن غوږ ونه نیسي، په بله وینا هغه اوس د پیغام په کیسه کې ندی نه د ټولنې د ناخوالو په غم کې دی شاید ونه غواړي په دې وخت کې د یو داسې پیغام واوري چې هغه کې دې د ټولنې له دومره ناخوالو سره سره یوې بلې بد مرغۍ ته اشاره شوې وي، یاد لوستونکی غواړي سفر یې لنډ شي، موټر کې له خستګی بچ شي، د ناول یا کیسې له کرکټر سره وغږېږي، هغه ته ووایې کاش چې دغې ستونزې کې خو نوی ښکېل شوی، ځینې ځایونو کې لوستونکی وخاندي په شونډو یې موسکا راشي د خوشحالۍ احساس وکړي.

که چېرې یو مین په خپله مینه کې پاتې راشي هغه د پیغام په کیسه کې ندی، غواړي داسې یوه کیسه ولولي چې هغه کې یو بل څوک هم په مینه کې پاتې راغلي وي، دی غواړي خپل ملګري پیدا کړي، طبعاً هرڅوک له خپل ځان سره ورته کس سره خواخوږي ښيي. خبره نه اوږدوو موضوع ته به ننوځو یعنې ډېری لوستونکي د ځان خوشحالولو او خوند په خاطر ناول یا لنډې کیسې لولي.

اوس به ووایو چې زمونږ د کیسو یا ناولونو لوستونکي تر ډېره مشخص شول.

که چېرې مونږ پیغام ته زیاته توجه وکړو ممکن زمونږ د لوستونکي تنده ماته نشي، کله چې کیسه په پیغام باندې ډېره وڅرخوو، د کیسې خوند له لاسه ځي، ډېری وخت زمونږ په ذهن کې يوه ښکلې موضوع ګرځي، خو مونږ نشو کولی کیسه پرې ولیکو کېدای شي ستر لامل یې همدا وي، چې مونږ ډېری فکر په پیغام باندې کوو، کیسو کې فکر ډېر په کار ندی فکر کول زمونږ کیسې ته معلوماتي بڼه ورکوي، کیسه کې تخیل مهم دی، مونږ باید تخیل پکې وکاروو تر څو زمونږ تخیل په کیسه کې دهنري زېږندې سبب شي، دا سمه ده دکیسې په پای، تلوسه او دکېسې په نورو ځانګړنو باندې فکر کول اړین دي خو د کیسې منځپانګیز اړخ تنها باید په پیغام باندې ونه څرخول شي.
د پورتنیو خبرو پر بنسټ ویلی شو چې کله مونږ په کیسه کې یو واقعیت بیان کړو همدا واقیعت بیانول خپله یو پیغام دی.

 


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ